د جلال اباد ښار ۶ مه ناحیه فامیلیو اړوند د عامه نظم پوستې ته نږدې ځانمرګي برید کې د یو کوچني په ګډون ۵ ملکیانو او ۴ سرتېرو ژوند بایللی دی.
امنیتي چارواکي وایي، برید نن مازیګر شاخوا څلور بجې پوستې ته نږدې د سیمه ییزو پولیسو پر موټر شوی دی.
د ننګرهار عامې روغتیا ریاست وایي، د پېښې له ځایه دوی ته ۱۲ ټپیان هم وروړل شوي چې ۳ سرتېري او نور ټول ملکیان دي.
روغتیایي چارواکو د ۳ ټپیانو وضعیت د اندېښنې وړ بللی دی.
بلخوا ارګ ماڼۍ یوه اعلامیه کې د ننګرهار پېښه په کلکو ټکو غندلې ده.
اعلامیه زیاتوي، ولسمشر چې دا مهال د شانګهای همکاریو سازمان د مشرانو په ناسته کې د ګډون په موخه د قرغیزستان پلازمېنه بېشکیک کې دی، دغې پېښې سخت خواشینی کړی او ویلي یې دي، د ننني خونړي برید او د نورو وژنو د لړۍ مسوولیت، د هغو کسانو په غاړه دی چې د سولې لپاره یې د علماو اجماع او د حرمین شریفین د خطبې برحقه غږونه ونه منل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *