ولسمشر د امنیتي مشورتي لویې جرګې په دوران کې امریکایان متهم کړي چې تېر ځل یې قصداً غوښتل دوهم پړاو ته د ټاکنو په لېږدولو حالت بحران ته کش کړي. دا ځل دغه کار خپله ولسمشر وکړ. که ولسمشر په نامعلومه انګېزه، د ارګ د اله دین له څراغه د زلمي رسول د کمپاین دېو نه وای را ایستلی، او د رأیو یو مشخص بانک یې قصداْ نه وای تجزیه کړی، نو حتمي پایله به یې دا و چې ټاکنې به په لومړي راونډ کې، په شفافه رأیه د ډاکتر اشرف غني په ګټه تمامېدې. نظام به غښتلی ولسي بنسټ خپل کړی وای، او بشپړ مشروعیت به یې درلودلای. اوس چې ولسمشر په لوی لاس، د دولتي امکاناتو په زور، او په خپل معنوي ملاتړ د اکثریت د کاندید رأیه تجزیه کړه، نو د دې خطر ورځ تر ورځې زیاتېږي چې ټاکنې دې دوهم خو تر لومړي زیات جنجالي دور ته ولېږي. دا کار که څه هم عملي د افغانستان ولسمشر لخوا شو، خو ارمان د پاکستان او د افغانستان د نورو دښمنانو و.
په لاندې کرښو کې غواړم دوهم دور ته د ټاکنو د تګ په اړه یو څو ډېرې جدي اندېښنې او ګواښونه شریک، او ولسمشر ته د دې کار د عواقبو د ملامتۍ تعویذ ور په غاړه کړم.
ټاکنې به دوهم دور ته نه ځي، که ځي نو دا کار به نامطلوب ملي عواقب ولري چې یو څو ته یې د لاندې کرښو جامه ور اغوندم:
۱) که ټاکنې تکرارېږي، د بیا ټاکنو لګښتونه، خطرونه، او ستونزې ملت ته ور لغاړې کېږي. ولس یوه ورځ د رأیو ځایونو ته ځان ګواښونو ته ورکوي. زحمت قبلوي. که دا کار پرې تکرارېږي، نو ولس د یوه پر ځای دوه ځله خطر قبلوي. ډېرو خلکو ته د رایو تر مرکزونو تګ ګران او لګښتمن دی. پر خلکو دا مشکل او دا لګښت دوه چنده کېږي.
۲) دا چې د ولسمشر قانوني دوره ختمېږي، نو له هغه وروسته د ده حکومت خپل مشروعیت له لاسه ورکوي، د مشروعیت خلا رامنځته کېږي. د دې خلا په اړه تر هر چا مخکې خپله ولسمشر وېره څرګنده کړې ده.
۳) دوهم دور ته د ټاکنو د تګ عمده لامل به د زلمي رسول د ټیم په حق کې د کرزي د چارواکیو لاسوهنه او د ډاکټر اشرف غني او ډاکټر صاحب عبدالله عبدالله د رأیو ښکاره غلا وي. که داسې وي، نو ورته لاسوهنې به په دوهم دور کې هم ترسره کېږي، او خبره حتمي بحران ته سوق کېږي.
۴) ولسمشر به د غلجي او دراني د بوین او چینجن تبعیض بوټی له سلیزو وروسته یو ځل بیا په ملي کچه وکري، او د پښتنو له وحدت او د ملت جوړونې له پروسې سره به لویه او تاریخي جفا وکړي. البته، په دې کې هم شک نشته چې ولسمشر به نه غلجیو، او نه درانیو ته یوه ګټه ورسوي. دواړه به ښکېل کړي، دواړه به اېل کړي. نوموړی به دا منحوسه فرضیه ثابته کړي چې د هېوادونو مشران خپل ملتونه په ملي محورونو را ټولوي، او نا اهله واکمنان بیا متحد ملتونه وېشي او تر منځ یې د تبعیض زړي کري.
۵) ولسمشر به د راتلونکي نظام تر شا د رأیو د اکثریت د قاطعوالي په له منځه وړلو د راتلونکي نظام بنسټونه کمزوري، د متلاشي کېدلو خطرونه زیات او مشروعیت تر ګواښ لاندې کړي.
۶) دا چې دواړو، ډاکټر عبدالله عبدالله، او ډاکټر اشرف غني احمدزي پر ډیموکراټیکو معیارونو، د اقتصاد او بیارغونې پر منطق، او له مادي ملي مسایلو سره په تماس خپلې تګلارې عیارې کړې. زلمی رسول یواځېنی هغه کس پاتې کېږي چې شعار یې لا هم مادي نه، بلکې غیرملموس، یا د انګلیسي په اصطلاح، ابسټرکټ دی. په دې اساس به د ډاکټر اشرف غني احمدزي او ډاکټر عبدالله عبدالله ماتې یا به شاتګ، د ډیموکراټیک منطق په شاتګ، او د کرمي ټیم د منطق غلبه د دودیز، غیراقتصادي، غیرمادي، شعاري او کلاسیک منطق بریا وي چې دا د افغانستان لپاره لوی تاریخي به شاتګ دی.
۷) د ولسمشر دا رویه به د اوزبک قوم عقده غښتلې او د په منفي رجحاناتو کې د هغوی د ښکېلتیا چانس زیات کړي. او دا کار به د ملت جوړونې پروسه، او په دې پروسه کې د ټولو قومونو د مشارکت د فرصت درلودلو ارزښت مسخره او تر پښو لاندې کړي.
د دې دریو سترو زیانونو مسؤولیت د ولسمشر کرزي دی. دلیل یې دا دی چې:
۱) ولسمشر ته د یوه بې هویته، او معمایي ټیم د را جوړولو او د اکثریت لرونکي کاندید د رأیو د تجزیې څه ضرورت و؟
۲) ولسمشر د خپلو لاس لاندې چارواکو د ټولو تصرفاتو مسؤول دی.
۳) دا چې په ټاکنو کې ډېری وګړي، په تېره مطرح سیاسي شخصیتونه او لوړپوري دولتي کارمندان د تلې سر ته ګوري، ولسمشر په دې پوهېده چې د ده لخوا د یوه کاندید د ملاتړ اوازه څومره اروایي اغېز درلودلای شي. هغه په دې کار قصداْ، ټولو خلکو ته دا کاذب پیغام انتقال کړ چې ګواکې د دولت لخوا حمایه کېدونکی ټیم د زلمي رسول دی. دا یو واقعیت دی چې د کرمي (کرزي-زلمي) ټیم ټول قوت د ولسمشر د ملاتړ په اوازه کې و، ولسمشر ولې خلکو ته دا احساس قصداْ انتقال کړ؟ آیا د ده لخوا د یوه کاندید په نفعه د خپل ورور تېرول شعوري حرکت نه و؟ آیا ولسمشر لږ تر لږه، دا نشوای کولای چې خپل ورور تنازل ته اړباسي، خو زلمی رسول په عامو رسنیو کې ورته په ګوته نه کړي؟ دا خو ټولو خلکو ته څرګنده وه چې په نا امنه سیمو کې دولتي چارواکي صندوقونه په لغتو ډکوي نو کله چې ولسمشر د خپل ملاتړ احساس نورو ته انتقال کړ ، ضعیف اراده، بې تصمیمه، او د تلې سر ته کتونکیو وګړیو مستقیماً داسې و انګېرله چې د ولسمشر تر واک لاندې نظام به صندوقونه د زلمي رسول په ګټه په لغتو ډکوي، او هغه به یې ګټي.
دا د زلمي رسول د ټیم لویه تبلیغاتي ننګه، او د ټاکنو په پروسه کې تر ټولو صریحه، بې شرمه، او بې خونده مداخله وه. ځینې خلک په ټاکنو کې لاسوهنه د رأیو په صندوقونو کې لاسوهنه ګڼي، خو حقیقت داسې نه دی. حقیقت دا دی چې په ټاکنو کې د ولسمشر کرزي ناروا لاسوهنه لا له وړاندې پیل شوې ده، او تر پخوا یې لا خپل فاسد او ناروا اثرات پرېښي دي.
په داسې حال کې چې ولسي شعور د ولسمشر د ګټونکي کاندید کچې ته د زلمي رسول د راوستلو خوب کاذب، او د ضعیف النفسه او بې تصمیمه فرصت طلبو حدس غلط ثابت کړ، نو د کرمي ټیم مینځته راتګ په ضرر محض واوښت، چې ګټه یې هیچا ته هم نه، او ضرر یې افغانستان او د افغانستان سیاسي پروسې ته متوجه شو.
ولسمشر یو ځل بیا هماغه کار کوي چې تل یې کړی. ستونزه خپله، او ګیله له بله. هماغسې، طالب په خپله له زندانونو ازادوه، او تور پر پاکستان پورې کوه. جاسوسان په خپله مقرروه، شکایت له آی ایس آیه کوه. غله په خپله مقرروه، د فساد تور پر آیساف پورې کوه.
په داسې حال کې چې ولسمشر یوه برخه درغلي کړې ده، له ولسمشر څخه زموږ هیله دا ده چې په همدې ځای یې ودروي. نور دې نه ځان رسوا کوي، نه دې ملت ستړی کوي، او نه د ملت پر برخلیک ماشومانه او جنونانه لوبي کوي.
ژوند، ژوند مجيدالله قرار صاحب. په يوه ډېره مهمه مسئله دې زموږ سر خلاص کړ. ټاکنې به ان شاالله دويم رونډ ته نه پرېږدو چې لاړې شي. په اول رونډ کې به يې که خدای (ج) اشرف غني صاحب ګټي
قرار صاحب! پر ګوتو دي برکت سه!
khayen karzai
مجید قرار صاحب ډیره ډیره مننه چې په حساس وخت کې دې ولس ته پوره معلومات او کرزي ته د خپلو کړنو پایلې روښانه کړي خو ګرانه ګیله چې کله څوک کوي له هغه یې کوي چې هوښیار او زړه ته ورنږدې وي زه په دې اړه له کرزي هیڅ ګیله نه لرم ځکه هغه هر وخت داسې کارونه کړي چې د افغانستان او خصوصاً د پښتنو په ضد دي زمونږ په زړه کې نوموړی هیڅ ځای نه لري نو ګیله مو هم ترې نشته بلکې مقابلې ته ورته راوتلي یو زه له افغان ولسه هیله لرم چې د ټاکنو په ورځ به مونږ ټول کوښښ کوو چې په مرکزونو کې څوک تقلب ته پریږنږدو ولو که زمونږ په وینه هم تمامیږي زه دې مړ شم خو افغانستان دې ژوندی وي
قرار صا حب ډیره مننه چی منحیث د قلم دست انسان دی خپل مسولیت ادا کړی دا لیکنه ددی ولس حق دی پر تا او ستا پشان نورو د قلم خاو ندانو ځکه چی ولس با ید د دی مفسدو په تحر کا تو دقیق خبر شی خو اوس انشاا له مونږ ځوانان ددی وطن د خلاصون لپاره هری قر با نی ته اماده یو داچی قر با نی ورکوو انشا اله ځمونږ قر با نی به ر نګ راوړی او دا نجص نشی کولا ی ځمونږ قر بانیو ته ټینګ شی انشا اله
قرار صاحب پرځای لیکنه دې کړې ،مننه ،
زه چه کله د جملی ته ورسیدم (ولسي شعور د ولسمشر د ګټونکي کاندید کچې ته د زلمي رسول د راوستلو خوب کاذب، او د ضعیف النفسه او بې تصمیمه فرصت طلبو حدس غلط ثابت کړ) نو د مولوی ترخیل، وصولی، عصمت قانع، طوفان وزیری، شیرخان یحیاح او ځینو نورو کسانو عکسونه می په ذهین که چاپ شول خو په علت یی سم پوی نه شوم