افغانان د لومړي ځل لپاره د دوو مخکښو کاندیدانو ترمنځ رایې ورکولو ته شیبې شماري.
که څه هم دواړه ټیمونه دوه اوونۍ وروسته «په دوهم پړاو» کې د خپلې بریا اوازې خپروي، خو ولس به دا ځل ملي ګټې په پام کې ونیسي او داسې چا ته به رایه ورنه کړي چې له همدا اوسه په معامله ګریو، درغلیو او په قانون شکنیو کې ښکېل دي.
له بل لوري په دموکرایتکي اصولو کې حساب په سرونو کیږي په دې معنا چې د دواړو کاندیدانو له منځه هغه ګټونکی دی، چې د ولس له پراخ ملاتړ څخه برخمن وي.
په دې لیکنه کې د تحول او تداوم او د هغه سیال ټیم اصلاحاتو او همپالنې په لومړیو مرستیالانو بحث کوو.
جنرال عبدالرشید دوستم: د افغانستان د ملي اسلامي جنبش بنسټګر دی، چې د ازبکانو یواځنی بانفوذه سیاسي رهبر ګڼل کیږي.
د جنرال دوستم یواځنۍ ځانګړنه دا ده چې هغه د ازبکانو د پاشلو او انحراف مخه نیولې، په داسې حال کې چې په هېواد کې پراته لوی او واړه قومونه سره ویشل شوي او پاشل شوي دي.
سره له دې چې په کورنیو جګړو کې ډیری جهادي مشران ښکېل ول خو یوازې جنرال دوستم و، چې د خپلو پخوانیو تیروتنو په اړه یې بښنه وغوښته.
له بلې خوا جنرال دوستم د یوه قاطع سیاسي مشر په توګه د سیاسي واک ته رسیدو لپاره یواځنۍ لار د خلکو غوښتنو ته مثبت ځواب ویل او ملي یووالی ګڼي.
یو ځوان چې د خپلې میرمنې د درملنې لپاره ترکیې ته تللی وه، د جنرال دوستم د وطنپالنې او ولس پالنې په اړه راته داسې کیسه وکړه.
ډاکټرانو راته وویل، که دې ناروغ عملیات نشي د مرګ امکان یې شته، ما سره د عملیات پیسې نه وې،په تشویش کې وم، بله چاره نه وه، ډاکټرانو ته مې هسې پلمه کوله،د روغتون مخې ته په سوچ کې ناست وم، ناڅاپه دوه محصلین زما څنګ ته راغلل، هغوی چې زما لباس ولید پوه شول چې زه هم افغان یم، راڅخه یې د احوال پوښتنه وکړه، ما ورته ټول جریان ووایه، هغوی یو بل سره په ازبکي ژبه خبرې وکړې، راته یې وویل، موږ به ستا د ناروغ د درملنې په اړه له چا سره خبرې وکړو او سبا به درته ځواب راوړو.
سهار وخته محصلین راغلل او زه یې له ځان سره د جنرال دوستم کور ته بوتلم.
جنرال دوستم دروازې ته راووت، په پښتو یې راسره هرکلی وکړ.
د ناروغ پوښتنه یې راڅخه وکړه او د یوه کلک خواخوږي په څېر یې پوره ډاډ راکړ، له مجلس وروسته یې پر خپل مالې غږ وکړ چې ما ته څلور زره ډالر د ناروغ د تداوي لپاره راکړي، پیسې یې راکړې او په مینه یې رخصت کړم، تر هغه وخته چې په ترکیه کې وم، جنرال صیب راته د احوال پوښتنې په موخه درې ځله زنګ وکړ او هم یې یاد محصلین راسره تر وروستۍ ورځې وګمارل،هماغه و چې د جنرال صیب په امکاناتو مې ناروغ له مرګه وژغورل شو.
یو څوک چې د یوه افغان ناروغ سره تر دې کچې مرسته او خواخوږي کولی شي نو باوري یو چې، داسې اشخاص د افغانستان په ابادی او ټولو قومونو ته د یو شان ونډې ورکولو ترڅنګ د عادل نظام په رامنځته کولو کې مهم رول لوبولی شي.
انجنیر محمد خان: ښايي له دې نوم سره به تر ولسمشریزو ټاکنو وړاندې ډیر لږ خلک اشنا وه، نوموړی د غزني ولایت اوسیدونکی او د برېښنا انجنیر دی، چې د جهاد په وختونو کې د حزب اسلامي – ګوند د استخباراتو د برخې مرستیال او په پاکستان کې د اوسېدو پرمهال د کډوالو مسؤول هم پاتې شوی دی.
نوموړی په ولسي جرګه کې د غزني د خلکو استازی و، خو کله یې چې خلکو ته خدمت ونه کړای شو، ولس یې له ملتیا لاس واخست، نوموړی نهیلۍ او په بل ځل له کابل ولایت څخه پارلماني ټاکنو ته نوماند شو، چې ولسي جرګې ته یې لاره ونه مونده.
کله چې یو شخص ولسي جرګې ته لاره نه شي موندلی څنګه به د ولسمشرۍ د لومړي مرستیال په توګه خپل ټیم بریالی کړي.
په هغه یوه نیوکه دا ده چې ښه مدیریت، قوي اراده، سیاسي پوهه، کافي جرات او د خبرو کولو فصاحت نه لري.
فکر کیږي د اصلاحاتو او همپالنې په ټیم کې انجنیر محمد خان یو بې وسه، غافل او بې څوکه شخصیت دی، ویل کیږي ډاکټر عبدالله عبدالله څو څو ځله په عام محضر کې سپک کړی دی.
د دغه ټیم یو غړي په شخصي توګه ویلي، په پکتیا کې د دوهم پړاو لپاره ترسره شوې غونډه چې د تنظیم چارې یې د محمد خان په لاس وې د ټیم د تمې او غوښتنو خلاف وه.
ده ویلي،عبدالله عبدالله هیله درلوده چې د پکتیا ولس به ترې تود هرکلی وکړي خو له کرایه شوو سلګونو کسانو پرته یې غونډې ته څوک حاضر نه شول نو یې محمد خان بې کفایته شخص وباله او ویې ویل چې په غونډه کې تر ولس، پولیس او ژورنالیستان زیات ول چې دا خبره بیا وروسته ټولنیزو سایټونو او رسنیو خپره کړه.
له بل لوري انجنیر محمد خان د حزب په با صلاحیته غړو کې هغه څوک دی چې ترې د یوې الې په توګه کار اخستل شوی او د ګوند په مهمو تصامیمو کې تر ډیره بریده دخیل نه و، چې له همدې امله کیدی شي د اسلامي حزب د لس سلنې په شاوخوا کې رایه ولري.
کله چې په ګوندی لحاظ د ډاکټر عبدالله عبدالله لومړی مرستیال او د اسلامي حزب غړی په خپل ګوند کې تر لس سلنې رایې نه لري په مقابل کې د ډاکټر اشرف غني احمدزي لومړی مرستیال جنرال دوستم چې ګوند د ټولو غړو ملاتړ له ځان سره لري، نو ویلو شو چې د تحول او تدوام سره د دا ډول اشخاصو شتون د هغه د بریا تضمین کوي.