تاند- راپورونه وايي چې د ولسمشرۍ د دوو مخکښو کاندیدانو ترمنځ دوهم ځلي انتخابات ښايي په ټاکلي وخت ونه شي.
د افغانستان له اساسي قانون سره سم که چیري د انتخاباتو په لومړي دور کې هیڅ کاندید د ټولو استعمال شویو رایو په سلو کې پنځوس جمع یو ونه ګټي، د دوو کاندیدانو ترمنځ چې تر نورو یې زیاتې رایې ترلاسه کړي دي، دوهم ځلي انتخابات ترسره کېږي.
د انتخاباتي شکایتونو خپلواک کمیسیون د پنجشنبې په ورځ د کاندیدانو، رسنیو او مدني ټولنې د استازو په وړاندې پر انتخاباتي شکایتونو د غور بهیر بشپړ کړ.
دې کمیسیون په خپلو علني غونډو کې په څه باندې ۹۰۰ شکایتونو، چې د دغه کمیسیون د چارواکو په وینا د انتخاباتو پر نتیجو اغېز لرلی شي، غور کړی دی.
ټاکل شوې ده چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د روان ثور په څلرویشتمه نېټه د حمل د شپاړسمې نېټې د ولسمشرۍ د انتخاباتو نهايي نتیجې اعلان کړي.
د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ویندوی نور محمد نور وايي چې کمیسیون یې دوهم ځلي ټاکنو ته تیاري نیسي.
د افغانستان په اساسي قانون کې ویل شوي چې که دوهم ځلي انتخاباتو ته اړتیا پیدا شوه نو د ولسمشرۍ د انتخاباتو د نهايي پایلو له اعلانېدو دوې اوونۍ وروسته باید وشي.
مخکې ویل شوي و چې د جوزا په اوومه به دوهم ځلي انتخابات وشي خو اوس ویل کېږي چې ښايي دا نېټه وځنډول شي.
ویل شوي چې یوه له هغو نېټو چې د دوهم ځلي انتخاباتو لپاره پرې بحث شوی د جوزا ۲۴مه یا د جون ۱۴ مه ده.