بدلون

سرليکنه\ اداره

بدلون اوونيزه\لومړی کال\(۴۶) ګڼه\ چارشنبه\اسد\ ۲۱\ ۱۳۹۴

د ځوانانو د نړیوالو ورځې (اسد ۲۱- مې) په ویاړ!

که د یوه هیواد د پرمختګ، ښېرازۍ او عزت لپاره د څه ډول طبیعي و بشري ظرفیتو، سیاسي- اجتماعي فرصتو، جغرافیایي- اقتصادي زمېنو او فرهنګي بنیادو تصور کېدای شي نو دغه ټول طلایي چانسونه په بالفعل و بالقوه توګه د افغانستان په مقدر کې لیکلي و تثبیت دي.

موږ مخکې هم دا مسئله څېړلې ده چې که د دغو خدای را کړو نعمتو و فرصتو څخه پر وخت، پر ځای، سیستماتیکه او عاقلانه استفاده و نه شي نو دا د نېکمرغیو پر ځای د بدمرغیو په بلاوو راته بدلیږي بلکې همدا اوس- اوس یې رډ- رډ وینو چې دغه بېساري پوټنشیلونه مو نه یوازې د انکشاف سبب شوي نه دي بلکې لکه طوق لعنت، په غاړه کې مو را لوېدلې دي، د خپلو شتمنیو پر سر هره ورځ او هر شېبه سرماتي و لېچ ماتي او قرباني یو.

موږ دلته د دغو پراخو امکاناتو له جملې څخه یوازې د افغانستان پر ځوانه انرژې فوکس کوو.

 ویل کېږي چې زموږ هیواد د نقوس په حساب په نړیواله کچه دوهمه درجه ځوان وطن دی، یعنې زیات و کم ۶۳٪ نفوس یې له ځوانانو رغېدلی دی؛ د اجتماعي علومو د اساساتو پر بنسټ د یوه هیواد د نفوس د ځوانې کتلې لویوالی ځواکمنه ټولنیزه سرمایه ګڼل کېږي او دا د یوه مملکت د اقتصادي غوړېدا و سیاسي ثبات لپاره خورا اغېزناک فاکټور دی مګر په افغانستان کې دغه فرضیه له بده مرغه بېخې سرچپه ده او په دې باب به لږ وروسته بحث درسره وغځوو.

د ملګرو ملتو د نفوسو صندوق په افغانستان کې د ټولنیز بحران ګواښ کړی او ویلي یې دي چې که د ځوانانو وضعیت ته جدي توجه و نه شي نو بې ثباتي و ټولنیزې ستونزې به زیاتې شي؛ د دغه صندوق د دفتر یوې مسؤلې آنت ساکس رابرتسن ویلي چې په آسیایي هیوادو کې چې د ځوانانو پر ځواکمنۍ، معیاري تعلیم او دندو باندې پانګونه شوې نو بېساري پرمختګ یې کړی دی.

د نړیوال بانګ د یوه ګزارش له مخې له ۲۰۱۱ کال راهیسې پر افغانې ټولنه هر کال ۱۸۰ زره کار وړ ځوانان ور زیاتېږي چې ۶۰ زره یې جذب او ۱۲۰ زره یې بېکاره لاس تر زنه کښېني.

د افغانستان د کارګرانو ملي ټولنې ویلي، موږ ۱۶- میلیونه کار وړ وګړي لرو چې ۳- میلیونه یې په کار بوخت او ۱۳- میلیونه نور یې وزګار یا هم په داسې ورځ- تېر کار اخته دي چې پر کار نه حسابېږي.

ویل کېږي چې د آزاد بازار په نړۍ کې۸۰٪ کار خصوصي سکټور برابروي او ۲۰٪ د حکومتو پر غاړه وي اما په افغانستان کې دغه عملیه هم برعکس ده.

اوس ځوان بشري ځواک هغه پوټنشیل دی چې باید خامخا مصرف شي، که یې مسؤل واکمن په معقول سیسټم کې مثبت و نه لګوي نو دا یاغي محرکه قوه په منفي توګه مصرفيږي او دا نو داسې نه ده چې نن یې د کارونې ظرفیت نشته نو سبا ته یې وساته چې فرصت برابر شو بیا یې ولګوه؛ دا سرکښه ځواک که په ودانېز ډګر کې تنظیم و رهبرې نه شي نو په څو چنده زیات تخریبي فشار بدلېږي او لکه د بېرحمو ترهګرو زورور ماینونه داسي چوي، په ملي کچه بحران زېږوي آن د زلزلو جټکې یې نړیوال ثبات هم سره ښوروي.

راځئ چې زموږ د ځوان نسل د بې مهاره ظرفیت یو څو دردوونکي نتایج سره وشمېرو:

یو- ځوانان، په تېره بیا هغه چې لوړې زدکړې یې هم کړي وي خو له بېکارۍ یې په خوله مچان وزې- ننوزې، نو له خپل کور و اوره، خواږه وطن له غېږې، د خوږو دوستانو و یارانو له پرسکونه اړخو څخه فرار کوي او د پردیو وطنو پر خوا ورکېږي، څوک پور کوي، څوک خپله هستې ونېستې په نقدو بدلوي، مقصد له یوې نه یوې لارې یې پیدا کوي چې د اروپا یا بل غربي هیواد په لمن کې د ټېکې ځای ومومي خو دا کیسه چې په الفاظو کې څومره آسانه ده، په عمل کې تر بدو بتره ده.

دغه له خوارۍ و غریبۍ څخه مسافر پر اول ګام د قاچاقبر له ستم سره مخ وي، ډېر یې په اوبو کې غرق او ځنګلو کې د شرمښانو خوراک کړل، یا یې پر داسې دښتو بې سرنوشته ایله کړل چې څلور خواوې به یې نه شوای پېژندلای، تقریباً هره ورځ د دغسې ناورینو او وطن ته د را روانو درزنو تابوتو شاهدان یو.

تازه په تازه رپوټونه خپاره شوي چې د یونان ساحلې ګارډ یوازې د درو ورځو په بهیر کې د دغه هیواد په جزیرو کې۶۰- ژغورنده عملیات کړي او ۱۴۱۷ تنو غرقو شوو کډوالو ته یې نجات ور کړی دی.

دا د لسګونو زرو مهاجرو یو نوی موج دی او د اسوشئېټیډ پریس په وینا چې د سوریې او افغانستان له جګړو را تښتي، د ترکیې له سواحلو څخه کوم اروپایي هیواد ته د ننوتو په امید د یونان جزیرو ته ور تېرېږي.

کوم په بخت بېدار چې د یونان یا کوم بل اروپايي ملک په کوم کمپ کې مېشت شي نو هلته د منلو په هیله وروست شي، لېونی شي، له ژونده بېزار شي او په پنډ څټ لکه نوې کونډه په سرو سترګو ژړا ته مجبور شي.

او چې بېخې د خدای دوست وي نو د اروپایي جنت په کوم کونج کې د اوسېدو چانس ومومي خو کیسه هغه نه وي چې ده یې خوبونه لیدلي وي؛ نابلده فرهنګ، ناآشنا ژبه، پر هر ګام د هېښوونکو قوانینو ځنځیرونه، په آزاده آزادې کې لکه سم دم د ګور بندي، له کنکرېټي حکومتي نظم سره نه عادت او کاملاً د پردیتوب احساس او ورته نورې ستونزې یې په رواني بحران مبتلا کړي، د لاشعور په ګودام کې یې د نورو او نوو عقدو بوجۍ پسې ور تخته شي؛ د اصلي وطنوالو له ادرسه احساس کوي چې د تښتېدلي او بې غیرته په نظر ور ته ګوري؛ د دوهمي هیوادوالو په باب یې انګېرنه دا وي چې د افغان= مسلمان= قاچاقبر= ترهګر او = وحشي په سترګه یې ګوري نو ځان ځنې پېچي او په ډېرو مواردو کې مخامخ د همدغو منفي ځانګړنو خطاب ور ته کېږي او دا نو د یوه انسان لپاره کوشنی رواني بحران نه دی؛ دلته دی چې هر څومره هم نارمل کس وي د افراطیت توپانونه یې د ذهن فضا پر سر واخلي او د هماغې متمدنې دنیا څخه خپل اصلي وطن ته طالباني و تروریستي افکار و عقدې صادروي.

دوه- هغوی چې بهر ته د تلو هیڅ توان پیدا نه کاندي نو یا افغان امنیتي ځواک ته جذب شي او هلته د نه مدیریت، نه مسؤلیت او نه پاملرنې له امله په داسې مرګ محکوم وي چې هېڅ ډول ویاړ نه لري یا هم د ترهګرو په لیکو کې داسې ویلي شي چې هلته ژوندی پاتېدل یا بل ژوندی پرېښول جرم ګڼلی بویه، هلته چې ستراتېژې مرګ او هدف جنت دی او د دې پدېدې جاذبه نو د دنیا په هیڅ مقناطیس کې نشته.

درې- وایي چې د بېکاره انسان سر د شیطان ځاله ده، د وطن ځوانان چې د مرګ- ژوبلې له چینله بچ شي نو په سلو و زرو نورو اخلاقي انحرافاتو اخته شي، ټولنیز شخصیت بایلي، بیا نو لڅ له اوبو نه بېريږي، پر هره بده و بېرانه چې ور برابر شو مخ نه ځنې اړوي.

اوله بداخلاقې یې نشه وي، په نشه کې رنګا رنګي او پرمختګ د افراط تر بریده ورسوي؛ د نشې سامان برابرول پیسه غواړي، د پیسې نشتوالي خو په فساد اخته کړی وي نو لومړی امکان یې غلا وي، غلا هم اول له کوره او نژدې متعلقینو، چې دلته یې اعتبار بایلود بیانو پر ټولنه ور سم شي؛ که باجرئته او د اړیکو خاوند وي خو لویو غلاوو آن وژنو ته لاس اچوي، که دا نه وي نو د ماجت د لمونځ کوونکو بوټونو او د ګاونډیو چرګو او هګیو ته په کمین کې ناست وي.

دا فصل دومره مختصر نه دی چې د یوې سرلیکنې په متن کې دې را چا پېر شي خو دا یادونه ضرور ده چې ودان افغانستان ګوند دغه ټولې ناخوالې په زور و زېر ژورې پېژندلې او عملې حللارې یې ور ته موندلې دي، پر دې لارو روان دی، ډېر وطنپرست ځوانان یې مله دي او پر ډېرو نورو د ملتیا ژغورونکی ږغ کوي.

د افغانستان ځوان نفوس باید په واحده، محکمه، منسجمه او سیستماتیکه ځواکمنه کتله بدل شي او د خپلو حقونو لپاره پر اړوندو مراجعو باندې معقول و قانوني فشار واچوي.

 دا ده له ګواښو و بدبختیو څخه د نجات منطقې و علمې لار!

راځئ چې پر دې لار ټول سره راټول او ملګري شو! په دې هیله دې د ځوانانو ورځ ټولو ته مبارک وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *