لمباځی

تاند – دوه افغانان په جرمني کې هغه وخت پولیسو ونیول چې په یوه لمباځي کې یې دوه ماشومانې په جنسي توګه وځورولې.

د برتانیا ډیلي میل ورځپاڼه لیکي، هلکانو چې ۲۰ او ۲۲ کاله عمرونه لري یو د لمباځي په څښندۍ ورښکته شو، او بل پاس منتظر پاتې شو. کله چې نجونې ورښکته کېدلې پاس منتظر هلک هم ورپسې ورښکته شو او نجونې یې په منځ کې را ایسارې کړې.

ډیلي میل لیکي چې د نجونو عمرونه ۱۳ او ۱۵ کاله دي، او پېښه د جرمني د نارت راین وېسټ فالیا ایالت د اوبرهاوسېن په ښار کې په اکواپارک کې وشوه.

دغه برتانوي ورځپاڼه لیکي، چې هلکانو غوښتل چې په نجونو باندې جنسي تعرض وکړي خو د لمباځي ژوند ژغورونکې عملیې پولیسو ته ټیلیفون وکړ او پولیسو هلکان لاس په لستوڼي ونیول.

دا ورځپاڼه لیکي چې یادو هلکانو تر دې مخکې هم په دغه لمباځي کې نجونې زورولې وې. ورځپاڼه زیاتوي چې دغو هلکانو به مخکې داسې عینکې په سترګو کولې چې په اوبو کې دننه به یې پرې لوری معلوماوه، نجونو ته به ورنژدې کېدل او د هغوی تیونو او نور بدن ته به یې لاسونه ور وړل.

هغوی له څو میاشتو راهیسې د لمباځي ادارې هلته له ورتګ څخه منع کړي ول، خو کله چې بیا ورغلل بیا یې خپل عمل ته مخه کړه.

نه تایید شوي معلومات ښیي چې په یو شمېر اروپایي هېوادونو کې هغه هلکان چې د نجونو په جنسي زورونه ونیول شي په محبسونو کې پرې نور نارینه بندیان جنسي تېری کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *