د ځان ارزښت مه کموئ
يوه ورځ د ارواپوهنې استاذ خپلو شاګردانو ته وينا کوله، هغه د وينا پر مهال له جيب څخه د سلو ډالرو نوی لوټ راوويست او بيا يې زياته کړه :
ــ څوک د سلو روپيو لوټ غواړي؟
په ټول تالار کې شور پرته شو، هر چا لاس پورته نيولی و :
ــ زه زه زه زه . . . . . . .
استاذ لوټ په خپلو ورغوو کې برغو کړ، بيا يې ښه سره تاو راتاو کړ او وی ويل :
ــ اوس يې څوک غواړئ!
د شاګردانو په شور کې هيڅ کمی رانغی او هر چا لوټ غوښتو .
استاذ داځل لوټ پر ځمکه وغورځاوه، پاسه يې ورباندې پښه کېښوده، له پښې سره يې وموښه، بيا يې شاګردانو ته وکتل :
ــ اوس يې هم غواړئ ؟
ټولو شاګردانو په یوه خوله په لوړ غږ وويل :
ــ هو هو هووووو
استاذ لوټ راواخيست، خاورې يې ترې پوه کړې او بيرته يې په خپل جيب کې کېښود، په موسکا يې شاګردانو ته وکتل :
ــ لوټ هيچا ته هم نه ورکوم؛ بلکې تر دې سل ډالرو مې ډېر څه درته وښودل .
ګورئ! که ما له پيسوسره هر ډول چلند وکړ؛ خو د پيسو ارزښت ورسره کم نه شو او نه دستاسې په غوښتنه کې څه توپير راغی .
انسان هم په همدې ډول دی، کله کله دسختو حالاتو له کبله خپل توازن له لاسه ورکړي او پر ځمکه راپريوزي، دی فکر کوي چې ګواکې زه نو اوس هيڅ ارزښت او قيمت نه لرم ؛خوداسې نه ده، په ياد ولرئ! که پر تاسې هر ډول حالات راشي، ستاسې په قدر او قيمت کې هيڅ ډول کمی نه راځي، ستا سې اصل قيمت همغه دی، کوم چې تاسې دځان لپاره ټاکلی، په خپله د خپل ځان ارزښت مه کموئ!
***
حقيقي خوښي:
يوه ورځ يو پروفيسر او شاګرد يې د پوهنتون نه دباندې په چکر ووتل، يو غريب بزګر يې وليد، چې په خپله کرونده کې پښې يبلی او پر خولو لوند په کار لګيا دی .
شاګرد پروفيسر ته وويل :
ــ راځه نن لږ سات تير کړو، زه به له دې بزګر څخه بوټونه پټ کړم ، چيرته به ورته غلي شو، چې بزګر څه کوي؟
پروفيسر ورته وويل :
ــ که سات تيروې او زړه ته سکون ورکوې؛ نو داسې وکړه، چې دبزګر په بوټونو کې يوه يوه سيکه واچوه، بيا به دلته ورته پټ شو چې دی څه کوي .
شاګرد يې خبره ومنله، ورغی دبزګر په دواړو بوټونو کې يې يوه يوه سيکه واچوله .
بزګر چې کله کار بس کړ، د بوټونوخواته ورغی، چې يو بوټ يې پښو کړ، واپس يې وويست، ټک يې واهه، چې ګورې پر ځمکه ترې دسرو زرو يوه سيکه وغورځيده، بزګر سيکه راپورته کړه لټ په ليټ يې واړوله، سترګو ته يې نږدې کړه، بيا يې يو خوا بل خوا وکتل، چې څوک يې ونه ليدل، سيکه يې جيب ته واچوله .
دده حيرانتيا او خوښي هلته يو په دوه شوه، چې بل بوټ يې پښو کاوه، له هغه يې هم سيکه راپورته کړه، جيب ته يې واچوله بيل يې واغورځاوه او لاسونه يې د خدای دربار ته اوچت کړل، تر ډېره ولاړ و، اسمان ته يې کتل او شونډې يې خوځيدې .
پروفيسر چې شاګر ته وکتل، په سترګو کې يې اوښکې ډنډ وې .
ــ څنګه! په مخکيني کار به ډېر خوښ شوی وی او که اوس ډېر خوښ يې؟
شاګرد وويل :
ــ پروفيسر صيب! نن مې داسې سبق زده کړ، چې په ټول عمر به يې هير نه کړم، نن زه په دې هم پوی شوم چې ورکوونکی لاس هميشه د اخيستونکې لاس نه غوره دی .
پروفيسر ورته وويل :
ــ که په ژوند کې حقيقي خوښي ترلاسه کول غواړې؛ نو د نورو سره مرسته کوه!
***