1 د غزني خونړۍ جګړه: دغزني جګړه تر پنځمې ورځې هم وغځېده او داسې بدمرغۍ يې وزېږولې، چې پوځي او سياسي ناخوالې يې کټ مټ د جلال اباد جګړې ته ورته برېښي…يوازې توپير يې په دې کې دی، چې دغزني په خونړۍ جګړه کې عامه شتمنۍ د اور د لمبو خوراک شوه ودانۍ له مينځه لاړې ټولنيز بنسټونه ړنګ شول، تلويزېنونه لولپه شول، د ټاکنو خپلواک کمېسيون دفتر ته اور واچول شو، سوداګريزې هڅې په ټپه ودرولې، غزني ښاريانوته يې په ميلونو ډالرو زيانونه واړول…ګڼ شمېرملکي کسان نر او ښځې زاړه او واړه او د پوځي ځواکونوپه شمول يې سلګونه انسانان ووژل او يا يې ټپيان کړل …که څه هم افغان چارواکي وايي، چې ښار يې په کنترول کې دی، خو راپورونه وايي، چې لاهم ښاريان په سخته وېره کې دي…د ژوند له ټولو لومړنيو اسانتياوو بې برخې دي …لکه اوبه، برېښنا، خواړه او نوراړين توکي په ښار کې نشته …
ټول دوکانونه لاتر پنځمې ورځې تړل شوي ول…د امريکايي پوځيانو يوه ويندوی ډګرمن مارتين دانيل وويل چې د ناټوپه مشرۍ هوايي ځواکونوپه ترهګروهوايي بريدونه کړي دي… ولې بياهم جګړه په بشپړه توګه کابوشوې نده ان داچې دکابل اوکندهارلاره بنده ده اودسړک دواړوغاړوته په سلګونه مساپرايسارپاتې دي…د پاکستان يوشمېرډله ييزو رسنيو په ډاګه کړه، چې د غزني په جګړه کې د وژل شوو پاکستانيانو مړي درګردی پاکستان ته وړل کېږي…دوئ دا خبره هم وکړه، چې د پاکستان دغه پوځي مداخله کټ مټ د 1989کال د جلال اباد جګړې ته پاتې کېږي او دغه ناورين، چې په غزني کې پېښ شو د جلال اباد د ناورين بيا غبرګېدل دي، چې غواړو په لنډو يې يا دونه وکړ:
2 د جلال اباد خونړئ جګړه:
د ژينو له موافقه ليک نه وروسته چې کله څرګنده شوه، د شوروي اتحاد ځواکونه له افغانستان نه وځي، د ملګرو ملتو د کارپوهانو يو ځانګړی پلاوی افغانستان ته راغی، چې وګوري افغانستان د جګړې په دغه موده کې څونه زيان ګاللی او ليدلی دی.
د ملګرو ملتو پلاوی چې بېرته له افغانستان نه را وګرځېد د يوه راپور په ترڅ کې يې وکښل چې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې ډېر کورونه د جګړې په بهير کې له مينځه تللي دي. کرهڼې هم زيان ليدلی دی، د اوبو رسولو چارې هم په ډېرو سيمو کې له مينځه تللې دي. باغونه، ځنګلونه، څړځايونه او ډېر ټولنيز بنسټونه له خاورو سره خاورې شوي دي.
له دغې څېړنې او سروې نه وروسته ملګرو ملتو پتېيلې وه چې:
– بايد ډېر ژر په ټول افغانستان کې سراسري سوله ټينګه شي.
-د ملګرو ملتو اداره، خيريه او مرستندويه ټولنې، د روغتيا، ښوونيز او روزنيز بنسټونه بايد د افغانستان په رغاونه کې رغنده ونډ واخلي.
ولې له بده مرغه دواړه غاړې دېته ژمنې نه وې چې نور افغانستان بايد د جګړې په لمبو کې ونه سوځي.
دا چې د کابل حکومت او د تنظيمونو لنډ مهاله اداره د کوم خپلواک نوښت جوګه نه ول، نو وې نشو کولی چې جګړې ته د پای ټکی کېږدي.
تنظيمونو د پاکستان د حکومت په ملاتړ او ټينګار کوښښ کاوه چې د کابل حکومت په زور را چپه کړي، نو ځکه خو د لويو ښارونو د نيولو په نيت لومړی لوی او خونړی بريد په جلال اباد ترسره کړ.
د شوروي پوځونو له وتلو وروسته د افغانستان حکومت بېړنۍ حالت اعلان کړ. ولې موقتي حکومت هم د ټولو تنظيمونو په جنګياليو غږ وکړ او وې وېل: «سر وهلی مال يې تالا» تر شعار لاندې د غنيمت پنوم په جلال اباد (۷/۳/۸۹) يو پراخ بريد وکړ (۱۶/۱۲/۶۷) په دغه بريد کې نه يوازې د تنظيمونو وسله والو جنګياليو برخه اخستې وه بلکې د پاکستان ملېشو د آي اس آي غړو او مذهبي ګوندونو چې موږ قاضي حسين احمد، سميع الحق او مولوي فضل الرحمن د ساري په توګه يادولی شو ونډه درلوده.
په جلال اباد د بريد بله موخه دا وه چې اسلامي هېوادونو د حوت په ۲۳ نېټې (۱۳۶۷ ل کال) په سعودي عربستان کې د يو کنفرانس د جوړېدو هوډ کړى وو.
دغه کنفرانس ته د مجاهدينو د لنډ مهاله حکومت استازی هم بلل شوی وه.
دا خبره په پام کې وه، که چېرې د مجاهدينو له خوا جلال اباد او يا د افغانستان بل کوم لوی ښار ونيول شي، نو د دوی موقتي حکومت به د اسلامي هېوادونو له خوا په رسميت وپېژندل شي.
د دې لپاره چې د مجاهدينو د حکومت، په رسميت پېژندلو بهير پيل شوی وي، لومړی هېواد سعودي عربستان وو چې له کنفرانس دمخه يې د حوت په ۱۹ (۱۳۶۷ کال) نېټه د دوی حکومت په رسميت وپېژند.
د حوت په ۲۴ نېټې د لنډ مهالې ادارې د بهرنيو چارو مسؤل ګلبدين حکمتيار خپله («۴۰» دقيقي) وينا کنفرانس ته ور واوروله او د رايو په اکثريت د افغانستان خالي چوکۍ چې د شورويانو له بريد نه وروسته د افغانستان له حکومت نه اخيستل شوې وه، حکمتيار ته د ناستې اجازه ورکړ شوه.
په دې سره سوډان او بهرين هم د مجاهدينو موقتي اداره په رسميت وپېژندله ولې پاکستان د يو شمېر لاملونو او شرطونو له کبله په رسميت و نه پېژندله.
د پاکستان يوه لويه غوښتنه د نورو غوښتنو په لړ کې دا وه چې وسلوال تنظيمونه بايد د افغانستان په لويو ښارونو پرلپسې بريدونه پيل کړي. همدا لامل وه چې دوی لومړی يرغل په جلال اباد وکړ. دوی داسې انګېرلې وه چې د جلال اباد نيول د هېواد د پلازمېنې (د کابل) د نيولو په مانا دی.
د دې لپاره چې د کابل د نيولو لنډه لاره لومړی جلال اباد دی او په اصطلاح دايې د کابل د نيولو دروازه بلله.
نو ځکه خو پاکستان ټول پوځي، اقتصادي او سياسي امکانات او اسانتيا وې د آی اس آی په سپارښتنه وسلوالو جنګياليو ته په واک کې ورکړې وې.
جګړه مارو او د پاکستان د حکومت چارواکو او پوځي سلاکارانو سل په سلو کې دا انګېرلې وه چې جلال اباد به نيسي . دوی دومره ډاډه وه چې يو شمېر کسانو له ځان سره بوجۍ، رسۍ او د چور نورې وسلې اخستې وې چې د جلال اباد ښار به چوروي، ولې په دې بريالي نشول خو د «غازي اباد پارم» غواګانې او نور کوم شته چې د غازي اباد پارمونو کې وو لوټ کړل او له ځان سره يې، پېښور ته يووړل.
دا چې ولې له دومره ستر ځواک سره دغه لوی بريد په شا وتمبول شو لاملونه يې داسې په ګوته کېږي:
۱ – د شوروي ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان جمهور ریس نجيب الله، د حکومت تر واک لاندې سيمو نه يو شمېر ديني عالمان قومي مشران کابل ته را وبلل او داسې يوه پرېکړه يې وکړه چې د شوروي پوځونو له وتلو وروسته جهاد ته اړتيا نه ليدل کېږي، په دې نوم جګړه او وژنې شرعي بنسټ نه لري. نجيب الله يو طرفه اوربند هم اعلان کړ او له ټولو خوا وو يې وغوښتل چې د سراسري سولې لپاره بايد د يوه ګډ حکومت د جوړېدو لپاره جرګه شو. د خلکو په مينځ کې د نجيب الله څرګندونې ډېرې تبليغ شوې او دی يې د ملي روغې جوړې نوښتګر وباله.
که څه هم سيال لوري دی د خاد رئيس باله او د زرګونو افغانانو د قاتل ګوته ورته نيول کېده او د هغه د اوربند وړانديز يې رد کړ او د فرانس پرس اژانس د موقتي حکومت له قوله وويل: «دا يو دام دی موږ پرې نه غولېږو.» ولې بيا د خلکو او په تېره د وسلوالو ځواکونو په مينځ کې د نجيب الله پرلپسې ويناوو ډېره اغېزه وکړه او دوی يې ددولت ملاتړ ته ژمن کړل.
۲ – د تلک خرس کتاب، ليکوال، د دوه سترو ناوړو پېښو تر سرليک لاندې دې ټکو ته ګوته نيولې چې د اپرېل په اوايلو کې (۱۹۸۸ کال) د سهار په لسو بجو د را ولپنډۍ په اوجری کمپ کې يوه سخته چاودنه وشوه، انګېرنه دا وه چې د هند له خوا د کوم بريد په پايله کې وسله تون له مينځه لاړ او د I.S.I هغه سپکې او درنې وسلې چې د افغانستان د جنګياليو لپاره ځای په ځای شوې وې له مينځه لاړې.
«په دغه چاونده کې له ۱۰۰۰۰/ نه زيات کسان ووژل شو، ۳۰ زره ميله راکېټونه، په زرګونه بمونه او هوانونه، ميلونونه د بېلابېلو سپکو او درنو وسلو مرمۍ، د ټانګ ضد داريکولس، سټنګر را کټونه ۹۱ نور ډېر مهمات د اور په لمبو کې لو لپه شول.([1])
حميد ګل او د بېنظيرې د حکومت چارواکو دا پرته له شکه منلې وه چې د افغانستان حکومت د شوروي پوځ له وتلو وروسته پخپله را نسکورېږي، ښه به دا وي چې د مجاهدينو پنوم ترلاسه شوې وسلې پخپلو وسله تونو کې خوندي کړي… بيا يې مجاهدين وهڅول چې د همدې ډاډ له مخې له پوځي انډول نه پرته په ډېرې عجله بريد وکړي حکمتيار هم په خپل کتاب کې دا خبره په ځغرده کړې ده چې: «د روسي پوځونو له وتلو وروسته د هرچا انتظار دا وو چې د نجيب حکومت به ډېر ژر را نسکور شي…»([2])
نو ځکه هر تنظيم په عجله بريد ته چمتووالی نيوه. دغه چاودنه د پاکستان چارواکو په سر کې پوځ ته دومره بوګنوونکې وه چې پوځ په I.S.I سخته نيوکه وکړه چې د دوی له ډېرې بېباکۍ دغه پېښه را مينځ ته شوه. ولې ځنې بيا په دې اند دي چې: «جمهور ريس ضياء چې تر دې دمه لوی درستيز هم وه له جنرال اختر او جنرال حميد ګل نه ملاتړ وکړ او ويې ويل چې پوځ او I.S.I د پېښې مقصر ندي.»([3])
۳ – په ۱۹۸۸ کال د اپرېل په مياشت، د اوجرې کېمپ کې دغه پېښه را مينځته شوه او په اګست کې د پاکستان جمهور ريس ضياء الحق او جنرال اختر عبدالرحمن، د امريکا سفير ارنالد رافيل، بريد جنرال هربرت ويس، د پاکستان د اتو (۸) جنرالانو په ګډون چې ټول دېرش (۳۰) تنه کېدل د الوتکې د را غورځېدو له کبله (۱۹۸۸ کال د اګست ۱۷) ووژل شو، د جنرال ضيا په مرګ چې له پاکستانيانو نه يو شمېر افغان مجاهدين او تنظيمونه ډېر خواشيني ول، د کابل حکومت لپاره يو ښه زېری وو. که څه هم حکمتيار د جلال اباد د ماتې لامل دا نه ګڼي او وايي:
«ضياءالحق له ترور نه وروسته غلام اسحق خان جمهور ريس وټاکل شو… د پوځ لوی درستيز جنرال اسلم بېګ او د I.S.I مسؤل جنرال حميد ګل وو،… د مهمو ادارو واګې د داسې کسانو په لاس کې وې چې د ضياء الحق هم فکره او هم مزاجه خلک ګڼل کېدل.([4])
۴ – د جلال اباد د جګړې کوم بری چې د افغانستان حکومت په برخه شو، بل لامل دا وو چې د نجيب الله حکومت له کونړ څخه چې کوم ځواکونه را ووېستل د وسله وال پوځ د کور غړي يې خوندي ځايونو کې ځاي په ځای کړل او دوی يې د ښار کمر بندونو ته واستول. ان تر دې چې ختيځ لور ته يې شل (۲۰) کيلو متره پراخ کړ او د خاد د را پور له مخې د تنظيمونو بېلابېلو جنګياليو د اوه زره تنو په شاوخوا کې خپل جنګيالي سيمې ته د راتلونکي بريد لپاره چمتو کول، دوی د دفاع لپاره نور نوي ځواکونه د کابل نه را وغوښتل او هرڅوک پدې روحيه جنګېدل چې «وطن يا کفن».
۵ – د مجاهدينو د ماتې بل لامل دا وو چې دوی د مخامخ جبهه ييزې جګړې تجربه نلرله، او دا هم د دوی پوځي تېروتنه وه چې د مارچ د مياشتې (۱۹۸۹ کال) په شاوخوا کې د (۵ – ۷) زور په شاوخوا کې خپل جنګيالي يې غرونو او غونډيو کې ځاي پر ځای کړي ول.
د کابل حکومت د دوی د ځواک، د دوی د وسلو، ځای او شمېر په تړاو بشپړ معلومات درلود او بيا هغه لورته خپلې سپکې او درنې وسلې، د هوايي ځواک په ملتيا متوجه کړې چې سيال لوری له پښو وغورځوي.
۶ – د جګړې په ترڅ کې کوم افغان سرتېري چې مجاهدينو ته يا پخپله خوښه او يا د جنګي اسيرانو په توګه هغوی نيولي وو، سرونه ترې غوڅ کړي ول او بيا يې په بوجيو کې د کابل حکومت تر واک لاندې سيمو ته واستول چې د کابل د سرتېرو روحيه او جګړه ييز مورال کمزوری کړي.
ولې د جلال اباد پوځي مشرانو د دغو کسانو سرونه خپلو سرتېرو ته وښودل او ورته وې ويل، هرڅوک چې تسليم شي برخليک به يې داسې وي.
کله چې مجاهدينو بريد وکړ، په داسې حال کې چې د سرتېرو شمېر له لږو نه لږ وه د ژوند تر پايه وجنګېدل او همدا به يې ويل سر ورکوو خو سنګر نه ورکوو او د پنجابيانو پر وړاندې تر پايه جنګېږو.
ولې د هوايې پوځ بريدونه، په ځانګړي ډول د ترانسپورتي الوتکې انتونوف ۱۲ بمبارۍ رول هم د پام وړ وو.
د سکه توغنديو پرلپسې بريدونو د تنظيمي جنګياليو ملا ماته کړه او د درې (۳۰۰۰) زره په شاوخوا مجاهدين ووژل شول، چې پدغه وخت د ننګرهار د ۱۱ فرقې د جنګياليو شمېر دې کچې ته نه رسېده.
مجاهدينو د څلورو مياشتو په شاوخوا کې د دې وس پيدا نکړ چې جلال اباد لاندې کړي، نو ځکه ټولو خوا وو په تېره I.S.I ته د هيښتېا او حيرانتيا خبره وه، چې له يوې خوا تنظيمي جنګيالي په ډېرې خواشينۍ مخ په پېښور وخوځېدل او له بلې خوا افغان سرتېري د ټول هېواد د ستاينې وړ وګرځېدل.
د دې ماتې لوی شرم او «توق لعنت» د جنرال حميد ګل په غاړه وځړېد، نو ځکه خو په ۱۹۸۹ کال د جون په مياشت کې د I.S.I له مقام نه را وغورځېد، که څه هم بېنظير بوټو دی يوې بلې دندې ته وګماره، خو له تېرې دب دبې نه پرېووت.
«د جلال اباد له فاجعې او غميزې وروسته جهاد پيکه شو،… که چېرې دوی ته جنګي توکي او وسلې ورکړ شي، که د جهاد روحيه يې پياوړې کړی شي او يو پياوړی پوځي مشر ولري، په هغه صورت کې به بری ترلاسه کړي»([5])
که له يوې خوا د جلال اباد په جنګ کې تنظيمونو ماته وخوړه خو له بلې خوا نجيب د يوه پياوړي سياست پوه په بڼه وځلېد. ولې ټولې ستونزې په همدې ځای پايته ونه رسېدې. خکه چې د نجيب الله يواځينۍ ستونزه يوازې مجاهدين نه ول. بلکې په حکومت کې د ننه هم نوموړی له راز راز ستونزو سره لاس او ګرېوان وو.
د کارمل ډلې هم د ده پر وړاندې توطيه کوله او خلقيان خو د ده پروني سياسي دښمنان ول او پدې لړ کې شهنواز تڼی يادولی شو چې په يوې ناکامې کودتا يې هغه سخت وګواښه. دا داسې سياسي شېبې وې چې خلقيان هم ووېشل شو او پرچميان هم.
د تڼي کودتا پخپله خلقيانو له ماتې سره مخ کړه، ځکه چې د وطنجار په څېر پوځي شخصيتونه د نجيب ترشا ودرېدل. ولې کوم وروستی ګوزار چې يو شمېر پرچميانو وکړ نه يوازې د نجيب الله سياسي ملا ورماته کړه بلکې د همدې پېښو قرباني شو.
دنړۍ وګړي دافغانستان دجګړې په اړه نن اوسبا په دې اند دي ،چې دافغانستان خلک يواځې په جګړه روږدي دي،دسولې په ارزښت نپوهېږي…لومړی له بهرنېيوسره جنګېږي کله،چې بهرنيان مات کړي بيا پخپلوکې جنګېږي…دوی تل دبهرنېيودموخووسيله ګرځېدلي دي،خپلوملي ګټوته دومره ژمن نه دي لکه څومره،چې دپردېيودګټوساتونکي دي…افسوس !!
سلامونه،
ورور سنګروال صیب، تاریخ بار بار تکراریږي ،افسوس ځای دادی چې داکتر غني یو ځلي ویلي و ” زه د ډاکټر نجیب غوندې مصالحه نه غواړم!” .څوک نشته چې ورته ووايي “رایشه د دې (غزني) ونې پیوند که چې شاتوت ونيسي!!” مانا دا چې نجیب خو په نره تر آخره دفاع کړې وه مګر ستاسو ۴۹ هڼډیوال ممالک ولې پوکستینیانو ته نه وايي چې دا “مړي مو ولې له ډیورند تورې خیالي کرښې اخوا وړل کیږي ؟ حتماََ ېې کورنۍ او قبرونه لاهور کې دي؟؟ ” .
ملي وسله وال پوځ خو بیچاره ګان قربانئ ورکوي مګر مډالونه او جنرالۍ پرې خیټور …. اخلي.
افسوس ؛ ملا طالب خو پقط همدا اورېدلي چې امریکایان دي؟ د پنجابیستاین د انګیرزانو نه خبر نه دي؟؟. په غزني کې ېې څو مشرکان ووژل؟؟؟.