د شهاب الدین او وفي الله په لیدو له هماغه وخت مې نن ورځې ته چورت خراب وو، دا دواړه مې نېږدې شناخته ګان او عزیزان وو، عجب شبهاتونه یې لرل هم همزولي هم کلیوال، هم یې غربت ځپلې څېرې سره ورته هم یې کاروبار یو شان او هم د یو بل ښه حریفان.
د اوسني حکومت اولې ورځې وې، هغه وخت یې پراخ بنسټه حکومت باله، د یوولسو دولسو کلونو به وم، عمر کم و خو د راډیوګانو په ډېر اوریدو به ځینو سپین ږیری او وزګار ګڼلم، اخبارونه او مجلې مې دومره لوستې چې د سترګو ډاکتر ته یې څو ځلې واستولم.
د شهاب الدین او وفي الله مې ویل، مکتب نه پس به د پلار کاروبار ته تلم، کار کارګرانو کاوه، خو زه لا له پخوا کورنه دلته خوښ وم، اوړی مکتب نه و له سهاره به راغلم غرمه نېږدې به وه، چې د ښوروا دېګ به یې له اوره ښکته که.
شهاب الدین او وفي الله ته د غرمې وخت معلوم و له مجبورۍ یې نه شم ګڼلای، خو د هغه اخلاص له وجې چې د پېښورو خبره دلته ورته ملاویده راتلل به، دواړو رکشې چلولې، جلال اباد کې اوسه پورې دا درې ټایره شی د خلکو د ښاري تګ راتګ عامه او ارزانه وسیله ده.
اولو ورځو نه چې ډوډۍ خوړل کېده دوی به په کټونو کې واړول، نورخلک به هم و، هندواڼه او ګوړې سره چای هم رسېده، کیسې به شروع شوې هر چا کوشش کاوه، چې پخپله ګټه ډېر رېښتیا و دروغ بیان کړي، خو شهاب الدین او وفي الله د خبرو میدان ګټلی و.
دوی په دې هم کامیاب ول، چې پېښوراو ان پنجابه پورې یې سرونه وتي وو، شهاب الدین نه به خبرو کې ډېر دروغ ویل کېده، وفي الله به پرې غږ کړه، چې نه هغه ځای ما هم لیدلی داسې نه وو ته هسې لګیا یې.
شهاب الدین به د وفي الله خبرو کې داسې کیوته، دوی په همدې سره وران شول تردې چې غرمه به که یوتېریده د سړک غاړې ته به یې د بل پوښتنه کوله، که به کوم یو مخکې راغلی و ورپسې دویم کس به چېرته بل ځای غرمه واړوله.
د شهاب الدین کیسو نه پوه شوم، چې پخوا نه ټوپکي و، ډېرو پسې یې وسلې ګرځولې وې، وفي الله مکتب لوستی و یو ځای بل ځای یې وظیفې هم کړې وې، خو اوس یې غربت نه رکشه واني مسلک کړې وه.
له کار روزګاره د شهاب او وفي شکایتونه نېږدې یو شان وو، خو د خپل راتلونکي ژوند پرلارې او انتخاب یې بیا جلا نظرونه لرل.
شهاب هماغسې د وسلې، باډیګاردۍ او زورواکۍ ارماني و او وفي د دولت سمېدو او رسمي وظیفې لېوال.
رسنیو به د دواړو د هېلو د غوړېدو غبرګ او موازي حال بیانوه، د ټوپک او قلم جنګ و، نه پوهېدم چې کوم یو به یې ګټي.
د وفي له وظیفې او ترقۍ چې خبرشوم، د قلم بری مې حتمي ګاڼه، ویل یې له کرايي کوره خپل نوي ودان کړي کورته ورغلی، پخپل معاش او امتیازچلېږي، رشوت او خیانت د وعدې مطابق نه کوي.
خو چې د کډوالو یوه نوي ښارګوټي ته هابل کال په رپوټ جوړولو پسې لاړم، د څو موټرو په بدرګه راپسې په تېزۍ راغلي د تورو ښېښو موټر وډار کړم.
زړه ته زرخبرې راغلې، خو له لوکس موټره د شهاب راښکته کېدو مې وېریدلی ذهن حیران کړ، اول یې ګیلې وې، چې زما علاقې ته راتلې ولې دې نه خبرولم.
وروسته یې کیسه وکړه، ویل یې دلته د پلاني حاجي صیب(یو مشهورزورواکي)نماینده یم، لسګونه نومرې یې یادې کړې، چې د یوې ولسوالۍ د بې ځایه شوو په نوم د ده برخه وې، څه یې پلورلې او څه یې ساتلې وې، نهه لس وسله وال یې ساتونکي او خادمان وو.
د وفي پوښتنه مې ترې وکړه، ویل یې ما خو له هغه وخته ورته ویل، چې راځه دې ښو خبرو نه څه نه جوړېږي دلته قلم، خدمت او وطن نه په کارېږي، چې په حلالو یې ګټې حلال به یې او که آرام غواړې حرام به خورې.