تاند- تراوسه پوري له ترلاسه شویو لومړنیو معلوماتو سره سم داسي ښکاري چې ۲۰۱۶ م کال د نړۍ په ثبت شوي تاریخ کې تر ټولو تود کال دی.
د بي بي سي د نړیوال سرویس د راپور پر اساس، د سږ کال د لومړیو ۹ میاشتو د هوا د تودوښې (تودوخې) د درجې له مخې ساینسپوهان په سلو کې ۹۰ باورمن دي چې ۲۰۱۶ کال به تر ۲۰۱۵ هم تود کال وي.
د هوا پېژندنې د نړیوالې ادارې (WMO) پر اساس، له جنورۍ څخه تر سپټمبر پوري د تودوښې درجه تر صنتعتي مخکې اندازې ۱ اعشاریه ۲ سانتي ګراده لوړه وه.
دا اداره اټکل کوي چې په راتلونکو میاشتو کې به هم د تېر کال د ورته میاشتو په پرتله د هوا د تودښې درجه لوړه وي.
د هوا په تودوښه کې ایل نینو (El Nino) بې اغېزې نه دی بلل شوی خو تر ټولو مهم عامل د (CO2 emissions) مضر ګازونه ښودل شوي دي.