بالا اخره  ۲۰۱۳ کال هم پای ته ورسېد  او نن د ۲۰۱۴ کال لومړۍ ورځ ده. ۲۰۱۴ کال وروسته له هغې زیات شهرت وموند او د ټولو سیاستوالو او عامو خلکو  په خوله شو، چې د امریکا په مشرۍ نړیوالو ځواکونو په افغانستان کې د خپل محاربوي ماموریت د پای رسېدو نیټه د همدغه ۲۰۱۴کال پای اعلان کړ.

له دې اعلان سره سم په هېواد کې فضا بلنه بڼه غوره کړه، اندیښنې، ناهیلۍ، د پخوانیو حالاتو د بیا راګرځېدو وېرې او نورو یوه برخه خلک سخت ولړځول. پخوانۍ سختې او بدمرغه ورځې ور په یاد شوې، ځینې د خپل سر ساتنې ته اندېښمن شول، له ځينو سره د خپلو پانګو او جایدادونو له لاسه تلو غم پیدا شو، ځینې دې ژیړ غوندې کړل چې په تېره لسېزه کې د ډیموکراسۍ تر چتر لاند‎ې ورکړل شوي حقونه ضایع نکړي او بالاخره د نظام په چوکیو ناست یوه لویه برخه خلک چارواکيو سره هم د واک له لاسه ورکولو وېره پیدا شوه، خو ددې په مقابل کې دوې ډلې خلک خوشحاله او ډاډمن ښکارېدل، په نظام کې کم شمېر چارواکو د افغان ځواکونو پخپل مټ د امنیت ساتنې ډاډګرینې ورکولې او د ۲۰۱۴ موضوع به یې هسې تبلغات بلله، خو هغومره نه وو چې لړځېدلیو زړونو ته پرې سکون ورکړي.

هاخوا بله ډله چې له آره د بهرنیانو له موجودیت څخه ناخوښه ده، ددې شېبې شمېرلې چې څه وخت به ۲۰۱۴ کال راځي او بهرني ځواکونه به له هېواده وځي، څو دوی له خپلو دوښمنانو سره حساب و کتاب وکړي.

د اوج نقطې ته د اندېښنو رسولو په  برخه کې لویدیځې رسنۍ او کارپوهان چې د لویديځوالو سیاسي او ستراتژیکي نظریې په خبري بڼه خپروي خورا ښه ولوبېدل، یوه ورځ  یوه رسنۍ یا یو کس افغان ځواکونه ددې وړ بولي چې کولای هر څه کابو کړي او خپل هېواد وساتي، خو بله رسنۍ یا لویدیځوال کارپوه یا چارواکي بیا وایي چې افغانان پرته له بهرنیو ځواکونو حتی یوه ورځ هم خپل امنیت ننشي ساتلی، چې دغو ضد و نقیضو نظرونو بالاخره افغانان په دوه لارۍ کې واقع کړي وو.

خو له دې ټولو سره، سره چې له ۲۰۱۴ کال څخه یې افسانوي دیو جوړ کړی وو او هغه څخه یې د مرګ یا ژوند کال جوړ کړی وو اوس لوبه کاملاُ په بل مسیر روانه ده.

ولسمشر کرزي پخپل ټول مهارت دا موضوع دومره سړه کړه، چې حتی د ډېرو له یاده اوس دغه وتلې بریښي.

د کرزي له بریالۍ لوبې سره د ۲۰۱۴ کال موضوع وروسته له هغې ډېره سړه شوه او تر دې حده ورسېده چې اوس يې آن پیل د خلکو له یاده وتلی، چې امریکا رسماً د افغانستان په نهو مهمو سیمو کې د پوځي اډو غوښتنه وکړه او پدې اړه یې له افغان حکومت سره چنې وهل پیل کړي، دارنګه د ناټو نورو غړو هېوادونو هم په افغانستان کې خپل پوځي حضور د امریکا په شتون پورې وتاړه. دارنګه پدې ترڅ کې د امریکا له حضور څخه د لویې مشورتي جرګې ننګه، د حضرت صبغت الله مجددي هجرت(؟) او بالاخره د ولسمشر کرزي هغې خبرې چې امریکا له افغانستانه د وتلو نیت نلري د هغوی اندېښنې د صفر تر کچې راټيټې کړې.

اوس نو خبره لدې وتلې چې ۲۰۱۴ کال یعنې څه، بلکې ټول اړخونه په اصل کې د امریکا له حضور سره توافق لري خو چنې پردې دي چې کوم اړخ پدې اړه د کېدونکي امنیتي تړون څخه څومره ګټه واخستلی شي.

ولسمشر هم په خپلو شرطونو ولاړ دی او داسې ښکاري چې امریکا یې هم نوره منلو ته تیاره کړېده.

ځکه په تازګۍ سره د امریکا چاپ نیویارک ټایمز ورځپاڼې چې تر ډېره یې خبره د امریکا د حکومت خبره بلل کېږي لیکلي؛ چې حامد کرزی تر موږ وړاندې شو.

نيويارک ټايمز ورځپاڼې د تېرې پنجشنبې ورځې په ګڼه کې د افغانستان او امريکا ترمنځ د امنيتي تړون په باب يو مطلب خپور کړی  وو او په کې يې ددې تړون لپاره د واشنګتن د ټاکلي ضرب الاجل د بدلون خبر ورکړی وو.

د ورځپاڼې په باور په داسې حال کې چې دغه ضرب الاجل ته يوازې څلور ورځې پاتې وې، نو د ولسمشر اوباما اداره اوس د ډسمبر له ۳۱ نيټې چې د امنيتي تړون د لاسليکولو لپاره يې ټاکلې وه، په شا شوې ده.

نيويارک ټايمز وړاندې ليکي، د ضرب الاجل په برخه کې د امريکا نرم دريځ يو ډول غلی اعتراف دی، چې نه سختو خبرو او نه هم پستو خبرو ولسمشر کرزی ددې تړون لاسليکولو ته اړ ايست.

دارنګه ولسمشر کرزي هم له خبریالانو په وروستۍ ناسته کې ویلي، چې امریکا یې مهم شرط چې ځواکونه به یې د افغانانو پر کورونو عملیات نکوي منلی او هیله یې ښودلې ده چې د سولې په برخه به هم دده دویم شرط پر ځای کړي.

نو پورته ټولو دلایلو ته په کتو ویلی شو چې د ۲۰۱۴ کال موضوع نوره په هغه اندازه کش نلري چې ډېره کمه موده مخکې خلکو ورنه افسانوي دیو جوړ کړی وو، چې په راتګ سره به یې هر څه له ستوني تېر کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *