د ولسمشرۍ د ټاکنو پر مهال ځینو کلیوالو میرمنو، ځوانانو، او مشرانو ځکه ډاکټر محمد اشرف غني ته رایې ورکړې وې چې ټاکنیزه نښه یې د څښتن سپېڅلی کلام (قرآنکریم) و. له دې ښکاري چې ددې خاورې د اوسېدونکو په ماغذو او وینه اغښلې څه شته چې ورته د یو ستر ارزښت په توګه سر ټيټوي.
افغانستان کې د یونما پخوانی استازی، کای ایډه، دخپلو خاطراتو کتاب کې لیکي چې یوې پیغلې افغان ژورنالیستې ترې بهر ته د تلو او زده کړې کولو د امکاناتو غوښته کړې وه، هغه یې ترې ژوندلیک غوښتی و. کای ایډه وایې چې پيغلې په څو کرښو کې ځان پيژندلی و، وروسته یې توله لیکنه د حضرت محمد ص پر مبارک ژوند او د هغه پر نیکو کړنو لیکلې وه.
د نړۍ په پرمختللو هیوادونو کې امریکا متحده ایالات لوړ ځای لري. د یو نړیوال قدرت په توګه امریکا د نړۍ هر ګوټ ته ځان رسولی او رسوي به یې. هغه مهال چې اوباما د لومړي ځل لپاره ټاکنو ته ودرېد، خپلو خلکو ته یې په خپلو ټاکنیزو مبارزو کې د بدلون خبره کوله. په داسي یو پرمختللي هیواد کې چې د پرمختګ په لوړ ځای کې ولاړ دی، هم خلک د بدلون او پرمختګ غوښتنه کوي.
هره ټولنه کې دولت د ټولنیزي، فکري او اقتصادي پياوړتیا او بدلون وسیله ده. ولسواکو هیوادونو کې کاندیدان خپلو ولسونو ته هغه ژمنې ورکوي چې بدلون پکې انځور شوی وي، دا د انسانانو طبعي خصلت دی چې بدلون خوښوي، او بدلون غواړي، نو ځکه د ولسمشرانو په ټاکنیزو شعارونو کې د بدلون کلمه ډېره تر سترګو کېږي.
هره ټولنه ځینې ستر ارزښتونه لري، چې ساتنه یې د هر تبعه دنده ده. خلک هر ډول بدلون غواړي، خو دهغو ارزښتنونو په چوکاټ کې چې د هیواد خلکو ته له پلرونو د ښو ارزښتونو په توګه ور پاتې وي. له ۲۰۰۱ز کاله افغانستان کې ډېرې پروژې د ټولنیز پرمختګ او فکري بدلون په موخه ترسره شوي، بیا هم پلازمینې کابل کې یوې میرمنې باندي په سلګونو انسانانو لاس پورته کړ او ژوند یې ترې واخیست. له دې ښکاري چې ټولنیز پرمختګ او فکري بدلون د ګوتو په شمار پروژو باندي ناشونی دی. داسي یوه هیواد کې چې په لسیزو پکې زړه بوږنوونکې جګړه تېره شوې، څنګه شونې ده، چې په ډېر لنډ وخت کې دې لویې فکري او ټولنیزې ستونزې حل شي.
هر کله، افغانستان کې له نوي نظام او پردي هرکلی شوی، خو څه وخت چې یې د خلکو په حساسو خبرو کار لرلی او یا یې پر هغوی د مسکو او یا هم واشنګټن څخه راوړل شوې لفافه کې ډیموکراسي تطبیق کړې له ګواښونو او چلنجونو سره مخ شوي، او بیا یې په پایله کې بایللې هم ده. د اصلاحاتو هره چټکه لرۍ چې راغلې، ناکامه شوې، او سر لارې یې وژل شوي، بدنام شوي او یا خو له وطنه شړل شوي.
زموږ په هیواد کې هر ډول ټولنیز پرمختګ او فکري بدلون شونی دی، خو چې د دوو ارزښتونو په چوکاټ کې وي، هغه دوه ارزښتونه د اسلام مبارک دین، او وطن دی. یو سرتېری هیڅکله د تخوا په بدل کې د وطن ساتنې ته نه چمتو کېږي، بلکي تر څو دا درک کړي چې خپل دین او وطن ساتي. ښوونځی کې ماشومانو ته ابتدایې ټولګیو کې ځکه د تاریخ کتاب په ژړه پورې وي چې پکې د حضرت محمد ص د مبارک ژوند کیسې لیکلي دي.
په افغاني کلتور کې ډېر داسي رواجونه شته چې باید پر ځای پاته شي، او ډېر نور داسي شته چې باید بدل شي، خو داسي نه چې یا په زور او یا هم په پروژوي بڼه ور باندي کار وشي. افغانستان کې د ښارونو په پرتله ډېر وګړي په کلیو کې اوسېږي، د کلي او ښار دواړو اوسېدونکو باندي تر بل هر چا د کلي د ملا امام خبره اغیز کوي، اړینه داده، چې د مسجد له منبره د ټولنیز او فکري بدلون ږغ ونه شي، ممکنه نه ده، چې یواځې دې رسنۍ او پروژې په سر ورسوي، ځکه د خلکو پر ذهنونو باید له هغې لارې کار وشي، کومې ته چې عقیده لري، او ورته ژمن دي.
دوه ستر ارزښتونه هغه دي چې د هیواد اساسي قانون یې پر بنسټ جوړی شوی، نو ځکه باید د دولت ستراتيژۍ او پالیسۍ ددې دوو ارزښتونو په چوکاټ کې وي. که په وزیر اکبر خان کې د نجونو د سپورت لپاره کلب جوړېږي، او د هلمند په خانشین او دیشو کې یوه میرمن لږ تر لږه د ژوند له حقه هم برخمنه نه وي، دا نو بیا هغه خبره ده، چې تر کاسې لاندي نیم کاسه ده. که میرمنې حق لري، نارینه یې هم لري، که د ښار میرمنې حق لري، نو د کلیو میرمنې یې هم لري، خو چې حقوق یې د پورته دوو ارزښتونو په چوکاټ کې وي. افغانان هر مثبت قدم او بدلون ته هرکلی وایې، خو چې له سترو ارزښتونو سره یې ټکر کې نه وي. که دا ارزښتونه په پام کې ونه نیول شي، بیا هیڅکله شونې نه ده، چې غر دې په نیزه سوری شي.