دا چې زمونږ په هیواد کې،په دې تیرو شپږو میاشتو کې د کومو داخلي او بهرنیو معیارونو پر اساس ټاکنې تر سره شوې؟ څومره رڼې، شفافې او عادلانه ټاکنې وشوې؟ د خلکو اراده په دې ملي او سیاسي پروسه کې څومره تمثيل شوه؟ د هغوی ګډون په دې ملي پروسه کې تر کومه حده موثر تمام شو او د خلکو مدني غوښتنو ته یي په کوم معیار ځواب ووایه او هغوی د ټاکنو پر ملي بهیر څومره اعتبار وکړ؟ د ټاکنیزو منډو ترړو په وخت کې، د رایو محلونو ته د ورتګ په ورځو کې ولس له دې پروسې سره څومره لیوالتیا او علاقمندي وښوده او په څومره سختو شرائطو او مشکلاتو کې یی خپل، ملي، وطني او
وجداني دنده تر سره کړه ؟
خلکو د سر په بیه یی خپله رایه ددې لپاره ور کړه، تر څو ښه راتلونکی ولري او په خپل ګران هیواد افغانستان کې ازاد، خپلواک او هوسا ژوند وکړي. دا او له دې نور ډیر حقیقتونه دي چې د ولس له ذهن او فکر به هیڅ ونه شي وتلای، خو که خدای مه کړه نوماندان برعکس د دوی د ارادې د تمثیل خلاف کارونه تر سره کوي او د قدرت د ترلاسه کولو لپاره دوی د خلکو په سر لوبې کوي او د دوی په سترګو کې خاورې تویوي، دا به د تاریخ په پاڼو کې یوه بله د بدبختۍ اډانه جوړول وي او ولس ته به دوی ځواب وايي.
په اوسني وخت کی زمونږ د خلکو سیاسي پوهه او شعور د تیر غوندې نه دی، بلکې زمونږ په افغاني ټولنه او چاپیریال کې د ټاکنو د ولسواک او مدني سیاست له نظره خلک د قانون په نقض پوه دي او د قانون په پلي کیدو هم ډیره ښه تجربه لري. په تیر کی چې هر څه شوي هغه شوي دي، خو اوس را ځو دیته چې،
ایا راتلونکی حکومت به د خلکو سپيڅلي ارمانونه ور پوره کړای شي او که نه؟ دا په دې مانا نه ده چې سل په سلو کې دې هر ډول ستونزې،مشکلات، بې عدالتي، ناقانونه اجرات او کړنې، خپل سرۍ، رشوت، اداري فساد،، دځمکو غصب، قاچاق او جنګ ته د پای ټکی کیښودل او د سولې او امنیت تامینول دی په څو میاشتو کې اصلاح او سم کړي، دا هم نا ممکنه ده، خو هغه څه چې د عامه وګړو په اذهانو کی د ډیرې اندیښنې وړ ده هغه دا ده چې راتلونکی حکومت به څومره مشروعیت ولري او تر کومه حده به د خلکو پر زخمونو د ملهم پټۍ کیږدي؟
په پښتو ژبه کې یو متل دی وايي: یو ځل یی وتله چې من شي، بیا یی مه تله چې کم شي او یا هم ازمویلي بیا مه ازمایه.
د افغانستان په تیره دیارلس کلنه دوره کی ډيرو ازموینه ورکړې، څوک من و او څوک هم چټکي! چا د ستایلو وړ کارونه وکړل او څوک بیا د دوو خرو د دانې په بیلولو هم نه پوهیدل، خو د وخت بدرنګه څیرو او حالاتو ورته د کار او چار زمینه مساعده کړه او تر لوړو لوړو پوړیو یی ور سول…! ځینې خو لا داسی هم پیدا کیږي چې سترګې یی سپینې او د یو کوچني امتیاز په بدل کی یی خپل ځان هم خرڅ کړ، کاشکې! دوی پخپلو ناقانونه کړنو اعطراف کړی وای او له خلکو یی بخښنه غوښتلې وای، ځکه بخښنه ښه دود دی.
مونږ د هغوی پر چارو، کړونو، کارونو او تاریخ بحث ځکه نه کوو چې له تاریخ هیڅ هم نشي پټیدای او دا به تاریخ ته پریږدو او تاریخ ښه قضاوت کولای شي!!!
افسوس په دې کوو چې په عامه افکارو کی هغوی نور خپل محبوبیت، اغیزمنتوب او اعتبار له لاسه ورکړی، نو ځکه به مونږ د راتلونکي حکومت په مورد کی چې د ملي یوالي په نوم به د سیاسي هوکړه لیکونو په لاسلیکولو سره را مینځ ته شي لاندې د تیرو شپږو میاشتو په جریان کی د سترګو لیدلی حال او وړاندوینې در سره په دې اند شريکوو چې تیر وخت ته په کتو یی ښه سیاسي سابقه نه ده درلودلې، نو ځکه به هم په راتلونکي حکومت کی یو لړ جدي ننګونې را لاړيږي او د خلکو په ژوند کې به د خوښۍ، اسانۍ د تامین پر ځای ځینې د واک او صلاحیتونو پر سر د بحث وړ مسلې را پورته شي، خو هغه وخت ته
انتظار!
اوس ولس تر سپوږمو راغلی، هر څه په ټپه ولاړ دي، هر چا خپل کار او چار د ټاکنو د وروستیو پایلو تر اعلانیدو پريښولی، چې له هر چا پوښتنه کوې، پلانی کار دې څنګه کړ؟ وایی به ټاکنې دې معلومې شي… شپږ میاشتې وشوې، خو لا هم د ټاکنو په تمه دي، خو افسوس دوی دبیچاره ولس له غم بیغمه دي!
ټاکنې یوه ملي پروسه ده او د خلکو په خوښه به حکومت را منځ ته کیږي، ټاکنې د یو منتخب حکومت څخه بل منتخب حکومت ته د سیاسي واک او قدرت د لیږد د پروسې د مدیریت لپاره تر ټولو ښه او غوره میکانیزم دی، به دې هر څوک پوهیږي او د نظر اختلاف پکې ځای نلري.ستونزې به هم وي، خو ټاکنې هغه وخت ټکنۍ کیږي چې کله د خلکود ارادې د تمثيل برخلاف اقدامات تر سره شي او ټاکنې د زور، زیاتي او خپل سریو تر نفوذ لاندې شي، په هغه صورت کې نه ټاکنې موثرې تمامیدلی شي، نه کومه مانا لري، نه د ولسواکۍ تضمین کولای شي، نه دیموکراسي رامنځ ته کیږي او نه هم د خلکو د ارادې تمثيل!
خبرې نه اږدوو او را لنډوو یی په دې چې که ډاکتر عبدالله عبدالله د ټاکنو له پیله تر دې دمه کومه قانوني غوښتنه کړې وي؟! دا تاسو ووایاست؟ که یی خپل شکایتونه په وخت او زمان سره يوې قانوني مرجع ته راجع کړي وي هم ویلای شئ؟ د خلکو رایو ته یی احترام کړی وي؟ قانوني غوښتنو ته یی په ټوله مانا د قانون په چوکاټ کې ځواب ویلی وي او د ټاکنو پروسه یی له بحران سره نه وي مخ کړې، نو کولای شو ووایو چې راتلونکی حکومت به مشروعیت ولري! شک او تردید له همدې ورته بې عدالتیو څخه د وګړو په اذهانو کې رامنځ ته کیږي او په اندیښنه کې لویږي. دلته دوه فکره او دوه قوې سره یو
ځای شوې او په تیره بیا د خپلو نظریاتو اختلافات یی بله ستره کشاله ده، هغه هم په داسې حال کې چې دوه سخت سیاسي رقیبان په یو حکومت کی سره پاتې شول، هر یو بیل منشور او تګلاره لري. که په دغه حکومت کې د ډاکتر عبدالله عبدالله ټیم سره په نیمه فیصله وشي، نو ممکن د کرزي له دولت دلته هم ډیر جنایتکاران، ټوپکسالاران او مفسدین د واک پر ګډۍ کښیني چې بیا د بې ثباتۍ، د لاملونو د پيدا کولو او د سیاسي ټیکاو د راوستلو د لارې د یوې نقشې په توګه د هر اړخیزې طرحې په جوړولو موافقې ته هیڅ نه شو رسیدلی. تر ډیره به د دواړو نوماندانو تر منځ همغږي نه وي او د دولت او
حکومت چارې به ټکنۍ کیږي چې په دې سره به د خلکو او حکومت تر مینځ واټن په زیاتیدو شي او د قانون پر ځای به زورواکي واک په لاس کی واخلي.
خو د داسې ورځې شاهدان دې افغانان بیا هیڅ وخت خدای مه کوي…!
که عبدالله نن وايې چې نه غواړم هیواد د بحران په لوري بوځم، نو دا نن چې تر دې حالت شاهدان یو، دا له کوم اسمانه ټکه را ولویده، نن چې د حکومتولۍ پيل دی، شپږ میاشتې یی د ټاکنیزو ناندریو څخه ډک تیر شول او لا به دې په حکومت کی ګډون په کوم ښه پال او نیت ومنلی شي؟ پرته له شکه چې د ټاکنو په اوله ورځ هم ټول ملت ښکاره او څرګنده وه چې ډاکتر صیب اشرف غني احمدزی بریالی دی، خو د بحران خواته همدا تاسو( ډاکتر عبدالله عبدالله) واست چې د هیواد اساسي قانون، د ټاکنو قانون، مدني قانونونه او نورو نړیوالو قوانینو ته دی هم په ښه نظر ونه کتل او د ټاکنو ملي پروسه دی
له لوی زیان او بحران سره مخ کړه. دلته د واک مساوي ویشنه شوې، نو په هغه کی چې کله کابینه جوړیږي، ممکن دوی داسې اشخاص را مخې ته کړي چې د ځان غوندې اهل کار نه وي او د ډاکتر اشرف غني ټولې تګلاې، پلانونه او منشورونه به له لوی ګواښ سره مخ کړي، ځکه ډاکتر صیب عبدالله عبدالله د تاریخ سابقې لپاره یوازې اویوازې همدومره بس ده چې د بهرنیو چارو په وزارت کې یی کوم ډول کارونه تر سره کړل. دوه سرونه په یوه کټوه کی نه ځایږي، ځکه دوی دواړه سخت سیاسی رقیبان دي، همدا حال دی چې د خلي اور به خرمانډ ته ځي او خدای مه کړه چې د غني د وطن جوړونې لوی ارمانونه له خاورو
سره خاورې کړي.
خدای دې هیڅکله نه کړي…!

0 thoughts on “دوه سرونه یوه کټو/ لیوال افغان”
  1. افغان صیب !ټول درسره منم اوس له وراخه اوبه تیری شوی دا اوبه به په طوپان بدلی شی خو دوخت په تیریدو دغه طوپان به بیا ټول له منڅه وړی دهغه چا په حال افسوس چه دخپل شرین او کاروباری لاس ګوتی ی ددغهشوم ارمان په خاطر قطعه شوی دوی هیلی برعکس راووتی عوض دد چه خپلو ارمانوته ورسیږی تر خاورو لاندی شول نه به دولت وی انه دولت داری دخلکو ازارنه چا بازار موندلی نده.

  2. Dear,
    Both of them Agents ( What do you thing for his 1st assistant Mr. Ghana selected Dostom? )
    From which University Dotom had diploma?
    this was the foreign selection for Mr Ghani.
    for this time when Election commission announced the result & Ghani won the election before go to (Arg) he give resin that is the way for Ghani/

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *