مينه په ډېره ښکلې بڼه مازيګر کتابپلورنځي ته راورسېده!
دا ځل هم مينه په خپلې ځولۍ کې رنګارنګ ګلونه لري.
له مهربانې ژورناليستې ښايسته سعادت لامع سره ښايسته مرکه شوې.
پوهاند دوديال مو د متلونو نړۍ ته وړي، په متل او د متل په ارزښت مو پوهوي.
استاد شرف الدين عظيمي راته له ارواپوهنې وايې چې؛ انسان ولې جنګ کوي؟
انجینرستانه میر زهیر مو د قیمتي ډبرو په برخه کې د فيروزې په رازونو او انګېرنو خبروي.
ډاکتر محمد ابراهیم شینواری راته د ښې وینا کولو هنر رازده کوي.
د ملي ټيم ځوان لوبغاړي شفیق الله شفق شینواري سره هم غږېدلې یو.
همدارنګه دا ځل په مینه کې نورې په زړه پورې لیکنې، شعرونه او لنډې کیسې راټولې شوي دي.
لوستل یې پرتاسو!