Bivalve
د کلاس نوم یې بيوالویا (class Bivalvia) ده د خوړو وړ حلزون (oysters)، د برابرې کچې صدف لرونکی حلزون (clams)، د بانجاني رنګه صدف حلزون (mussels)، سکالوپ حلزون (scallops) تقریبا ۱۵۰۰۰ ډولونه دي، د مولوسکا فایلم (phylum Mollusca) غړي دي. د دې حلزونونو ځانګړنې: صدف یې له مخې خوا وروسته لور ته جلا شوی وي او د دوه دروازو په څېر وي، دواړه صدفونه یې په یوه مفصل کې سره نښتي وي. په ډېرو ډولونو کې یې د ساه اخیستنې برانشونه یوه فلټر کوونکي غړي ته بدل شوي چې د (ctenidia) په نامه یادیږي. بدن یې سر نلري.
د دوه صدفو لرونکو حلزونونو د بدن د اوږدوالي کچه له ۱ ملي متره (۰.۰۴ انچه) تر ۱۳۷ سانتي متره (۵۴ انچه) پورې اوږده شته. کوم چې تر ټولو غټ دي د بدن وزن یې تر ۲۶۴ کیلوګرامه (۵۸۲ پونډه) پورې رسیږي. غټ حلزون یې تقریبا تر ۴۰ کالو پورې ژوند کولای شي. د صدف شکل یې ګرد کروي یا هګۍ ته ورته بیضوي وي.
