نوريه له سهار راهيسي د کوټې په پاکولو او سمولو اخته وه او له ځان سره يې يوه سندره زمزمه کوله چي مور يې ور ږغ کړه: ګوره لوري پام دي وي چي هر څه پر خپل ځای کښېږدې. نن دي ورور تر پنځو کالو وروسته کور ته راځي. تا ته خو يې خوی درمعلوم دی چي په کوچنۍ خبره اسمان ځمکي ته راکښته کوي او د خپل همدې بد خوی له امله يې پنځه کاله په زندان کي تېر کړل. نوريې کرار ورغبرګه کړه: ځه موري ته خو مي دومره ډاروې لکه خدای مه کړه يو ادمخور چي کور ته راځي، څه ادمخور خو نه دی، نن خو زما ورورک راځي وروک .
اکرم چي کله له زندان څخه راووت، نو لومړی د خپل انډيوال سليم دوکان ته ورغی او تر روغبړ وروسته يې وپوښتل چي دا پښتنه څنګه ده؟ سليم ورته وويل چي ښه ده او تر اوسه ستا په تمه ناسته ده. وايي چي ستا پرته له بل چا سره واده نه کوم. د دې خبري په ارېدو اکرم مسکی سو او ليري يې وکتل: دا دی زه راغلم اوس به له خيره واده کوو. سليم ورته وويل: ښه سو چي هغه هلک دي و نه واژه که نه تر اوسه به په زندان کي وای. اکرم غاښونه سره وچيچل او په درد يې وويل: کله چي مي وليد چي زما انډيوالي پښتنې ته په لاره کي ولاړ دی، نو له توانه مي ووته او د چړې وار مي ورباندي وکړ، ما غوښتل چي ويې وژنم، خو اجل يې نه و راغلی او ژوندی پاته سو.
اکرم چي کورته راغی، نو لومړی يې پر نوريې سترګي ولګېدې. د دې پر ځای چي ستړې مسې ورسره وکړي په لوړ اواز يې چيغه کړه: د فيشني لوري پوړنی دي ولي په غاړه کي اچولی دی؟ لکه پښتنه سم يې پر سر کړه. نوريې چي د خپل ورور ږغ واورېد، نو په منډه راغله او خپل لاسونه يې د اکرم په غاړه کي امېل کړل. په دې وخت کي يې مور هم په ژړا راغله او اکرم يې په زړه پوري کلک ونيو.
د اکرم مور په ځوانۍ کي کونډه سوه. اکرم او نوريه په کوچنیوالي کي يتيمان پاته سول. مور يې ډېري بېوزۍ او خوارۍ وګاللې چې اخير يې خپل دوه اولادونه را لوی کړل. اوس يې نو فکر کاوه چي اکرم ځوان سو او دا به پاته ژوند په ارامه سره تېر کړي. د اکرم مور په یوه ښوونځي کي صفا کاره وه. له کومي ورځي راهيسي چي اکرم بندي سوی و، دې به نوريه هم له ځان سره ښوونځي ته بېوله او هلته به يې له دې سره په کارونو کي مرسته کوله.
اکرم سهار مهال تر چايو څښلو وروسته وليدل چي نوريه هم له مور سره د تلو لپاره چمتووالی نيسي. د دې حالت په ليدو سره يې په تندي کي ګونځي پيدا سوې او په شکمن انداز يې وپوښتل: مور نوريه څه کوي؟ مور يې په وارخطا او عاجزانه اندز وويل: زويه کله چي ته بندي وې ما نوريه په کور کي يوازي نه سوای پرېښودای او له ځان سره مي بېوله. اکرم په قهر وويل: بس تر دې وروسته به نوريه ستا سره نه ځي.
اکرم غوښتل چي لومړی ځان ته کار پيدا کړي او بيا مروا ته مرکه ورواستوي. مروا به هره ورځ په ټيليفون کي اکرم ته ويل چي پنځه کاله مي انتظار وکړ، بس دی نور انتظار نه سم کولای، ژر مرکه راواستوه. اکرم به ورته ويل چي څنګه مي کار پيدا کړ، بس په هغه ورځ مرکه دراستوم، خو په تش لاس هيڅ هم نه سم کولای، يو متل دی وايي: تشه لاسه ته مي دښمن يې.
يوه ورځ نوريې د کور غولی جارو کاوه چي د يو چا شپېلکی يې تر غوږ سو. يوې او بلي خوا ته يې وکتله، خو څوک يې تر سترګو نه سو. په دې وخت کي يې بيا شپېلکی واورېد، دريم وار چي يې شپېلکی واورېد، نو پوه سوه چي شپېلکی د کور په دروازه کي دی. په کور کي يې يوې او بلي خواته وکتل او د نوکانو پر سرو سوکه سوکه د کور دروازې ته ورغله، ګوري چي په دروازه کي د هغې انډيوال سردار ولاړ دی. د سردار په ليدو د نوريې بڼه والوته او رنګ يې تک سور سو، په درد يې وويل: سرداره دلته څه کوې؟ ژر له دې ځايه ولاړ سه، که زما ورور خبر سو، نو دواړه به ژوندي پرې نه ږدي. تر دې وروسته يې سردار ته د خبرو نوبت ور نه کړ او ژر يې د کور دروازه بنده کړه.
کله چي نوريې د کور کار خلاص کړ، نو خپلي کوټې ته ولاړه او سردار ته يې زنګ وروواهه. سردار ورته وويل چي زه د کار لپاره بل ښار ته ځم او ژر بيرته ژر نه راځم، نو غواړم چي تر تلو مخکي تا يو وار ووينم. نوريې چي د زړه دربا په غوږو اورېده په ډار او بنده بنده ژبه وويل: ته زما ورور نه پېژنې؟ که را خبر سو، نو قيامت به جوړ کړي، خو سردار پر خپله خبره ټينګ ولاړ و، ويل نه خامخا سره وينو، زه نن تاته په فلاني پارک کي منتظر يم.
نوريه له کوره په يوه پلمه ووته او هغه پارک ته ورغله چي سردار ورښوولی دی. سردار نوريې ته وویل چي زه په دې اوونۍ کي تاته مرکه در استوم او که خدای کول واده سره کوو. په دې وخت کي اکرم هم پارک ته راغی او شاوخوا يې کتله. داسي ښکارېده لکه ده چي هم له مروا سره د ملاقات کولو لپاره همدا ځای ټاکلی وي. کله چي يې پر نوريې او سردار سترګي ولګېدې، نو په خورا قهر او غضب يې ورمنډه کړه او نوريه يې تر چوټي ونيوله. سردار چي دا حالت وليد، نو اکرم ته يې ورحمله کړه چي نوريه ځني خلاصه کړي.
اکرم نوريه پرېښووله او سردار يې تر غاړه ونيو. په دې وخت کي خلک راټول سول او سردار يې له اکرم څخه خلاص کړ، خو ګوري چي د سردار سا ختلې ده. په دې وخت کي پوليس راغلل او اکرم يې حوزې ته بوت. نوريه په منډه کورته راغله او په ژړا يې مور ته وويل: موري اکرم سردار وواژه، هغه زما مينه ووژله …
درې ورځي وروسته نوريه او مور یې د اکرم ليدو ته نظارت خانې ته ولاړې. نوريې اکرم ته وويل چي تا ولي داسي وکړه؟ ما چي ويل ته به ما نېکمرغه کړې، خو تا زه سرتوره کړم او زما مينه دي ووژله.
د اکرم مور چي له نظارت خانې څخه راووته، نو څارنوال ته يې په ژړا وويل: زويه زه يوه بېوزله کونډه يم او بس دغه يو زوی لرم، د خدای لپاره زما زوی راخوشي کړه. څارنوال يو وار نوريې او بيا د هغې مورته وکتل، شاوخوا يې وکتل او بيا يې وويل: ادې ته پوهېږې که نه؟ ستا زوی مړی کړی دی مړی او ته پوهېږې چي د مړي سزا څه ده؟ د مړي سزا مرګ دی مرګ. تر دې وروسته څارنوال نظارت خانې ته ورغی. بریالي چي وليد، نو په زاريو يې پيل وکړ: څارنوال صاحب لطفاً ما خوشي کړه، زه بيا داسي کار نه کوم. څارنوال يې څنګ ته ورغی او کرار يې ورته وويل: ستا د خلاصون يوازي يوه لاره سته. هغه دا چي ستا خور نوريه ماته راکړې. اکرم چي دا خبره واورېده، نو په زړه کي يې ژوند ته هيله پيدا سوه. سترګي يې کښته واچولې او کرار يې وويل: سمه ده.
سبا چي نوريه او مور دوی يې بيا د اکرم ليدو ته ورغلې، نو اکرم مور ته وويل: د نوريې هسي هم رنګ بد سو، ټولو خلکو وليده چي انډيوال يې درلود او ما هغه بې غيرته له همدې امله وواژه. خدای خبر چي له نوريې سره به څوک واده وکړي، که زما منې بس دغه يې پرده ده چي څارنوال ته يې ورکړو. څارنوال ماته ويل که خور دي ماته راکړې خوشي کوم دي.
نوريې چي دا خبره واورېده، نو لويه چيغه يې تر خوله ووته: نه زه داسي نه کوم. ته چي څه کوې هغه مينه ده او وياړ ورباندي کوې، خو زه چي هماغه کار کوم ته يې ګناه بولې او غيرت درته درېږي. ايا ته غيرت لرې؟ ته ما هغه خاين ته ورکوې چي ستا د قتل ګناه پټوي او ستا ګناه ته د بې ګناهۍ کالي وراغوندي؟ خو هغه څوک دي وواژه چي په حلاله نکاح يې له ما سره واده کاوه. ته د بخښلو نه يې، ته قاتل يې قاتل. تا دوه قتلونه وکړل. يو دي سردار وواژه او بل دي د تل لپاره زما مينه ووژله. له دې خبري سره سم د نوريې اواز نور هم لوړ سو او د نظارت خانې په دالېز کي يې ازانګه وکړه: ما هيڅوک هم په بدۍ کي نه سي ودولای. نور دا رواج ختم سو چي قتل به ورور کوي او سزا به يې خور ته ورکول کېږي. له دې سره سم نوريه په چټکو ګامونو د کور خوا ته روانه سوه.