تاند- د ولسمشرۍ دوو مخکښو کاندیدانو وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې ته ویلي چې دوی د شنبې د ورځې انتخابات احتمالاً ګټلي خو د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له لوري د نتیجو اعلان ته انتظار باسي.
وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې ته ډاکتر اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله په جلا – جلا مرکو کې په احتیاط د بري ادعاوې کړي دي.
عبدالله عبدالله تېره شپه په کابل کې په خپل کور کې د وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې خبریال ته په مرکه کې وویل:«موږ په ټولو ولایتونو، ټولو ولایتونو کې ښې رایې ترلاسه کړي دي، که لومړی ونه اوسو نو دوهم خو یوو، په اکثره ولایتونو کې لومړی یوو.»
کله چې له ښاغلي عبدالله څخه وپوښتل شول چې ایا د دې معنا دا ده چې تر پنځوس فیصده زیاتې رایې یې ګټلي او دوهم ځلي انتخاباتو ته اړتیا نشته، ده وویل :«دا د انتخاباتو په خپلواک کمیسیون پوري اړه لري چې اعلان وکړي. خو که مخکې تر مخحکې ووایم، موږ تر نورو په ښه وضعیت کې یوو.»
ډاکتر اشرف غني احمدزي، چې د اکثرو سرچینو، د ابتدايی رایو د نتیجو او د انتخاباتو د څارونکو د څرګندونو پراساس د ټولو شمېرل شویو رایو تر نیمايي زیاتې ګټلي دي، وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې ته وویل:«زموږ ارزونه دا ده چې نتیجه خورا مثبته ده. په لومړي پړاو کې زموږ په بریالیتوب کې شک نشته. خو دا داسي یوه پروسه ده چې باید د انتخاباتو خپواک کمیسیونونه یې وڅاري او اعلان کړي.»
ښاغلي غني، چې په کولمبیا پوهنتون کې یې دوکتورا اخیستې ده، وویل: اوس نه وايي چې څومره رایې یې ترلاسه کړي دي. خو د ده په ویبپاڼه کې د خپلو څارونکو او د محلاتو او انتخاباتي مرکزونو د لیستونو پر اساس ویل شوي چې په سلو کې ۵۸ رایې یې ګټلي دي.
د اشرف غني ویبپاڼې وروسته له دې چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ورڅخه غوښتنه وکړه، د انتخاباتو د پایلو برخه لېري کړه.
د عبدالله عبدالله پلویانو ویلي چې مخلوط حکومت دې جوړ شي. ویل شوي چې حامد کرزي هم د دې نظر ملاتړ کړی دی خو راپورونه وايي چې اشرف غني احمدزي له دې نظر سره سخت مخالفت کړی او ویلي یې دي چې نه غواړي له حکومته سهامي شرکت جوړ کړي.
د عبدالله عبدالله پلوي داوود مرادیان، چې په کابل کې د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز په نوم د یوې غیردولتي موسسې مشر دی، وايي:«د انتخاباتو ګټونکی باید له خپلو سیالانو سره واک وویشي. دا توقع یو شمېر کاندیدانو هم کړې ده.»
مرادیان وايي که داسي ونه شي بایلونکی کاندید به د انتخاباتو پایلې ونه مني.
اشرف غني باوري دی چې د عبدالله عبدالله او نورو کاندیدانو په ګټه زیاته درغلي شوې ده. د ده پلویان وايي، که د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون جعلي رایې حذف کړي ښايي د اشرف غني احمدزي بری لا کره او یقیني شي.
زه پدی باور یم که عبدالله عبدالله مخکی وی کله به هم اشرف غنی سره مشترک حکومت ونه منی . او که اشرف غنی دا کار وکی انتخابات به خپل ماهیت وبایلی او خلک به مایوس شی . شریک حکومت دفساد ادامه ده او خلک دفساد ختمیدو انتظارکوی.وسلام
عبدالله اوبانډ يې په درغليو کې ډېر مهارت لري اوتېر تاريخ هم ثابته کړې ده. دوهمه داچې ولې درقيب سره دواک ويشل. که دټاکنو داهدف وي نوبیاخويې هيڅ اړتيا نه وه.سهامي شرکت خو يې له ټولټاکنو په غیرهم کولی شو.اشرف غني دمعاملې خبره دبي بي پښتو سره په مرکه کې مطلق ردکړې ده.
که شریک حکومت جوړوي نو بیا یې هسې بد کول چې افغانان یې دومره کړول، درې لکه عسکر یې د مرګ له ګواښ سره مخامخ کول، په لسګونو میلیونه ډالر یې بې ځایه مصرفول؟ که اشرف غني دا کار وکړي، تر اوسه خو مې په ګوتو نه راځي چې د خیانت ټکی ورته ولیکم، خو دا به له افغان ولس سره لوی خیانت وکړي. کله چې ۵۰+۱ پوره شي داود مرادیان وي او که داود بې مراده وي ټول به یې حتما مني او که نه یې مني لاس یې خلاص او توره یې تېره. دا سهامي شرکت کرزي جوړ کړی وه چې مارشال او خرشال یې ټول پر اوږو سپاره شول.
موږرایه اشرف غنی ته ورکړه ددلپاره چه واګ اهل کارته وسپاری او وطن ته او ملی ګتو ته کار وشی نه ګروهی او قومی ډلوته او اشرف غنی هم دی تعهد ته ژمن دی
اسلام علیکم!
والله ډیر عجب خلک دی، پښتانه یو متل کوی چی زور می په تا نه رسی مړ به دی پلار کړم که مو وګټله خو صحیح ټاکنی ترسره شویدی او که وه مو بایلله نو واک به راسره شریکوی او که واک نه شریکوی نو ټاکنی نه منو. ولی دا څه ستا خوښه ده، که داسی وی نو دا ۱۳ کاله چی دا ناورین روان دی او په میلونونو افغانان(ملکی او نظامی) چی شهیدان شول دا په څه خاطر،د ټاکنو په سبب د میلونونو خلکو ژوند په خطر کی اچول دڅه لپاره؟ او د امریکا حمله چی په افغانستان وشوه نو ددی هدف څه وه؟ واک خو بی له هغی هم تاسی سره وه خو کرزی به دی لیری کړی وای او خپل ځان به دی ولسمشر اعلان کړی وه. په هر صورت مو نږ خپله رایه اشرف غنی ته په دی خاطر ورکړی چی وړ شخص دی که اړتیا پیدا شی نو بیا هم دوهم پړاو د ټاکنو ترسره کولو لپاره تیار یو هر قسم ګواښ سره ځان مخامخ کوو خو مصلحتی حکومت نه غواړو. په اخر کی بیا هم زمونږ هیله د اشرف غنی احمدزی څخه دا ده چی هیڅکله هم جوړجاړی ونه کړی.
په درنښت