د خوست په تڼیو کې خلکو یو مشهور جاني د خپل قهرمان په توګه خاورو ته وسپاره. همدا کار څومیاشتې وړاندې د کابل په یوه څنډه استالف کې وشو. دواړه کسان حکومت د ځنځیري قتلونو، غلاوو او اختطافونو په تور اعدام کړل، خو د جنازو تر شا یې د خلکو کتارونو او تاثراتو منظره چورلټ بدلوله او فکر کېده حکومت د کوم مشهور ولسي ګوند رهبران وژلي دي.
په همدې وخت په کابل کې د یو مشهور سړي په لومړيتلین کې زرګونو ځوانانو په موټرونو د جنګسالارانو عکسونه لګولي، ترسرونو یې چلتارونه تړلي او د ټوپکو مرۍ یې غوړې کړې دي. ددې کتلې غټان هم له ستیج نه د خلکو د ننګولو په عنوان حکومت ته خپل انتقامي پیغام رسوي.
هم د ولسي قهرمان ترشا د ولاړو معترضینو او هم د حکومتي هیرو په بدرګه د راوتلو ځوانانو نیت د حکومت پرضد بغاوت او تهدیدول دي.
دوه نسلونه له دولته بیګانه دي، یو نسل په کليکې اوسېږي بل په
ښار کې یو له کرکې لېونی دی بل له نازه. یو نسل له دولتي دايرې دومره د باندې رټل شوی- شړلی شوی چې تر ټاکنو ور هاخوا یې له دولت سره د هرتماس هڅه ناکامه شوې او بل دومره دولت ته لنډ دی چې د ناقانونه امتیازاتو اندک پرچاوي د ځان په حق کې د دولت ظلم ګڼی.
دولت په کلي ترحم ونه کړ او د ښار نازدانه ګانو ته یې قانون ددوی د سلیقو او شخصي ګټو تابع وګرځاوه. دولت یوه داسې دایره رامنځ ته نکړای شوه چې کلیوال له نظام سره کوشير کړي او په ښار کې ترقانون لوړ اشخاص له ذوذاتو سره یې د معیارونو تابع کړي.
یوه مشهوره اصطلاح ده چې د خلکو په سرونو حکومت مه کوئ په زړونو یې حکومت وکړئ. په زړونو حکومت کول په ذهني توګه او په رواني توګه سرکار او رعیت سره وصل کوي. چېرته چې ټول وخت یا حکومت ندی شوی یا په سرونو شوی هلته خلک ټول وخت د مخالفت په فکر کې وي او هر مثبت عمل هم ننګوي.
له موږ څخه یوه سیکالوژیکه پوښتنه ده، چې ولې د سرکار باغي د رعیت قهرمان وي؟
کله چې د غېږ نيونې یا سوک وهنې سیالۍ ته کېنو ډېر غښتلی او نسبتاً کمزوری سره لوبېږي؛ وینو چې زیاتره خلک د کمزوري په طرف وي. اساساً خو نندارچيان باید د ځواکمن لوبغاړي طرف ونیسي خو په رواني لحاظ خلک له محکوم طرف سره ځان نږدې احساسوي. له دار څخه راښکته شوي دواړه جانیان د لوبې کمزوري کرکټرونه دي چې په حقه ندي خو د حکومت پر وړاندې یې کلیوال ځان ته ورنږدې کوي.
د ریس خدایداد او حبیب استالف په جنازه کې د راټولو مينه والو مطلق اکثریت یې نه خپل هیروګان لیدلي وو، نه یې تر مرګ مخکې له کارنامو خبر درلود، اما له ولس سره ددواړو مشترکه وجه له دولت سره ټکر و، داسې ټکر چې ناپيژانده ګناهکاران ورخپلوي خو دولت ته د روحیې ګذار ورکوي.
زموږ دکلي اکثره خلک له طالبانو شکایت کوي، چې ظلم کوي، په زور ډوډۍ غواړي، انسانان وژني عشر ټولوي او د خلکو په شخصي ژوند کې مداخله کوي، خو د همدغو طالبانو وژل شوو ته شهیدان وايي، له حکومت نه د شکایت پروخت د طالب لمن ونيسي، پرطالب یې نیوکه سطحي او خواخوږي د اندېښنې وړ ده.
ټول کلیوال طالبان ندي اما له طالب د هرکلیوال ننګه په هغه دولت د غصې سړولو په دود کېدای شي،چې دوی یې د لاس نیوي او مرستې آرمان لري.
پخوا تردې چې د ښار او کلي د کلتور ټکر رامنځ ته شي کلی د حکومت په دښمنۍ کې درول شوی او ملامتي یې هم د حکومت پرغاړه ده.
زموږ د دوو نسلونو د مرورتیا لامل بې عدالتي ده. نا متوازن انکشاف او د امتیازاتو نا متناسب ویش که محرومه طبقه خلک عقده من کوي- راپاروي یې نو بله طبقه خامخا د پردي حق په خوړلو معتادوي. اوس دواړه طبقې د نظام تنسته ځپي او دواړه طبقې په لسیزو لسیزو د حکومت له دننه او بهر د حکومت د نسکورولو په کار روزګار بوختې وي.
هماغه غبرګون چې د ریس خدایداد په جنازه کې یې د یو کلیوال زلمي له خولې اورو په لږ تفاوت مو پرون د لویې جرګې په سټیج د استاد سیاف له خولې واورېد، چې په بې ترتیبه او نامحدودو دولتي امتیازاتو روږدی و او سملاسي د موقعیت په بحران کې دی.