پر پاکستان د انګلستان او امریکا له فشار سره سره پاکستان بیا هم دې ته چمتو ندی، چې په افغان سولې کې رښتینی ګام اوچت کړي. پاکستان د مکارې ګیدړې غوندې لوبه کوي، په لکۍ خپل دغه دوه غربي متحدین او دوستان تېر باسي او په اصل کې له دغې سولې څخه په افغانستان کې خپل سیاسي ښکار کوي.
اټکل همداسې کېدلو چې د ولسمشر شلم سفر به هم محسوسې پایلې ونلري. که څه هم ظاهراً په رسنیو کې د دواړو هېوادونو مشران خوښ ښکارېدل، خو د خبرو اترو پایلې یې تر اوسه هیله مندې نه ښکاري.
له دې سره چې پر پاکستان دا فشارونه ډېر دي، چې طالبان له افغان حکومت سره کېنوي. دا د امریکا، انګلستان او پاکستان ګډه پروژه ده څو د طالبانو یوه لویه کتله له جګړې څخه راورګرځوي، دا چې څه ډول دا بیا د دوی له خپلو ګټو سره مطابق باید پرمخ ولاړ شي. له بده مرغه په دغو خبرو او سوله کې به د افغانستان د ګټو چانس ډېر کم وي.
افغان حکومت او ولسمشر کرزی بیا د پاکستان، انګلستان او امریکا هڅو ته د شک په سترګه ګوري او هغه د خپل دولت او افغانستان په زیان ګڼي. د دغو دواړو لوریو ترمنځ د نظر اختلاف ته چې کله پام وکړو د نږدیوالي شونتیا یې وخت او زیاتې ډیپلوماسۍ ته اړتیا لري.
افغان لوری ملابرادر غواړي، خو په مقابل کې یې پاکستان د ملا فقیر محمد غوښتونکی دی. د افغان طالبانو میز ته د هڅولو په بدل کې پاکستان له افغانستان سره د ستراتیژیک تړون د لاسلیک مسئاله تړلې څه آن پیش شرط وړاندې کوي. د لوبې توازن ته چې کله ګورو له پاکستان سره ډېرې دانې دي، چې کارولی یې شي، له موږ سره یوازې ملا فقیرمحمد دی چې هغه له ملابرادر سره اختصارېږي، د سولې لویه کیسه همداسې پاتېږي. که افغان لوری له سولې وړاندې له پاکستان سره ستراتیژیک تړون ته هوکړه وکړي، ښکاره خبر ده چې پاکستان به ډېرې ناشولتې پرې وتپي، چې دا به بیا افغان دولت ته تاریخي ننګ او داغ وي.
له هندوستان سره د افغانستان نږدې کېدل او د هغوی پوځي مرستې، بلخوا د پاکستان او هند پر پوله وروستۍ شخړې هم پاکستان دې ته هڅوي چې پخپلو چنو وهلو کې له احتیاط څخه کار واخلي. د پاکستان د څو لسیزو سیاست او بیا وروستی لس کلن سیاست ته په کتو سره د میا نوازشریف حکومت چې یو پنجابی حکومت یې ګڼلی شو او د پاکستان استخباراتي اداره هم د پنجابیانو په لاس کې ده، ددې شونتیا به کمه وي چې سم د لاسه داسې اقدامات وکړي، چې په افغانستان کې د سولې په برخه کې ګټور واقع شي. که څه هم د نواز شریف حکومت یو با صلاحیته حکومت دی، خو خپله نوازشریف د افغان دښمنۍ یوه اوږده مخینه لري او وبه نه غواړي، خدای وکړي چانس د خپل ځان او هېواد په ګټه ونه کاروي.
که په دغه سفر ځای پر ځای د ناکامۍ ټاپه ونه وهل شي او د خبرو اترو او مفاهمې لپاره د یوه چینل د پرانستلو پېلامه وي، دا به ښه وي او پدې ډول به چنه وهل ادامه پیدا کړي او دواړه څه، څلور واړه طرفونه به خپلې عیني ګټې داسې ترلاسه کړي چې نسبي ګټه ټولو ته ورسېږي. د افغان پلاوي له راتګ څخه وروسته به معلومه شي چې کیسه کومې خواته روانه ده.