تاند، جمعه، د اسد ۱۸مه: په سعودي عربستان کې د حج مراسم پیل شوی او نن سلګونه زره حاجیان د منی خواته خوځېدلي دي چې هلته به د خېمو ښار اباد کړي.

د سعودي رسنیو د معلوماتو په اساس سږ کال دغه هېواد ته دوه نیم میلیونه حاجیان رسېدلی چې په دې کې ۲۵۰ زره د انډونیزیا حاجیان دي.

د سعودي د حج وزیر حاتم بن حسان قاضي وايي، سږ کال یې د حج اتلس لکه ویزې په انلاین ډول پلورلې دي.

سبا شنبه د ذي الحج نهمه د عرفې ورځ ده چې حاجیان به په کې د عرفات په میدان د ماسپښین او مازیګر لمونځونه کوي او تر ماښامه به هلته وقوف تر سره کوي.

بیا به ټول حاجیان مزدلفېته روانېږي، د ماښام او ماسختن لمونځونه به کوي او شنه اسمان ته به شپه سبا کوي.

د ذوالحجې په ۱۰مه به حاجیان په مزدلفه کې شیطان په کاڼو ولي، قرباني به کوي او سرونه به خريي.

سږکال به د تاریخ لومړی ځل وي چې حاجیان به په پرله پسې ډول درې ورځې خطبې اوري، لومړۍ خطبه نن د جمعې د ورځې ده، دویمه خطبه به د شنبې په ورځ مسجد نمره کې د حج خطبه وي او وروستۍ خطبه به د یکشنبې په ورځ د لوی اختر خطبه وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *