تاند، دوشنبه، د دلوې ۱۴مه: د ټاكنيزو شكايتونو كمېسيون وايي، تر راتلونكو دوو ورځو به د ولسمشرۍ ټاكنو د پايلو په تړاو خپلې پرېكړې له خلكو سره شريكې كړي.

د دغه كمېسيون د چارواكو په وينا، ۵۰ فيصده تصمیمونه د دوى لخوا نيول شوي او تر راتلونكې چهار شنبې به يې ټولې پرېكړې وروستۍ شي.

د ټاكنيزو شكايتونو كمېسيون منشي او وياند محمد قاسم الياسي نن د دوشنبې په ورځ يوې خبري ناستې ته وويل، دوى خپل ټول تصميمونه په خپلواكه توګه او د قانون او طرزالعملونو په چوکاټ کې نیولي دي.

بل پلو د ټاكنو څارونكي بنسټونه د ټاكنيزو شكايتونو كمېسيون پر كارونو نيوكې كوي او زياتوي، دا كمېسيون نه شي كولاى، چې په ټاكنو كې عدالت ټينګ كړي.

د افغانستان د رڼو ټاكنو د بنسټ مشر محمد نعيم ايوب زاده وايي، ياد كمېسيون تر سياسي فشار لاندې دى او دا د دې سبب كېږي، چې د ټاكنيزو شكايتونو كمېسيون ونه شي كړاى خپل تصميمونه په خپلواكه توګه ونيسي.

د نوموړي په خبره، دا كمېسيون د ټاكنو له څارونكو بنسټونو او رسنيو سره معلومات نه شريكوي.

په ورته وخت كې د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاكنو د بنسټ رئيس محمد يوسف رشيد وويل، ټاكنيزې ډلې په خپلو دريځونو سره د ټاكنيزو شكايتونو كمېسيون تر رواني فشار لاندې راوستى دى.

دى وايي، ښايي دغه فشار د ياد كمېسيون پر كارونو اغېز وكړي او ونه شي كولاى، چې عدالت ټينګ كړي.

د قانون پر بنسټ، د ټاكنيزو شكايتونو كمېسيون تر راتلونكې شنبې وخت لري، چې د ولسمشرۍ د ټاكنو په اړه خپله وروستۍ پرېكړه اعلان كړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *