تاند- یوې ترافیکي پېښې په کندوز کې د بي بي سي له افغان خبریال احمد یما شېرزاد او د کندوز د ملي تلویزیون د تخنیک امر محمد ناصر غفوري څخه ژوند واخیست.

د دوی جنازې به نن خاورو ته وسپارل شي.

دا پېښه په پلخمري کې تېر ماښام هغه مهال وشوه چې دوی په خپل موټر کې له کابله کندوز ته روان ول.

ویل شوي چې یما د پېښې په ځای کې سا ورکړه خو غفوري په ټپي حالت کې تر روغتونه ورسول شو او همالته یې سا پرې کړه.

بي بي سي وايي، یما شېرزاد له لسو کلونو راهیسي دې راډیو ته په پښتو اودري ژبو له کندوز او نورو شمالي ولایتونو راپورونه ورکول.

د یما په اړه خلک وايي چې تکړه ژورنالیست و او د شمالي ولایتونو حقیقي تصویر یې په خپلو راپورونو او تحلیلونو کې وړاندې کاوه.

نوموړي په خپلو راپورونو په شمالي ولایتونو کې د سپورت په وده او لوبو ته د خلکو په هڅولو کې هم مهم رول ادا کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *