تاند، یکشنبه، د قوس ۳مه: د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي، په راتلونکو دوه کلونو کې به د افغانستان د صادراتو برخه کې دوه چنده زیاتوالی راشي او کچه به یې ۲ میلیارده ډالرو ته ورسېږي.
د سوداګرۍ وزارت سرپرست اجمل احمدي نن په کابل کې د کرنیزې ودې یو کنفرانس ته په وینا کې وویل، په ۲۰۱۵ کال کې د افغانستان صادرات له ۶۰۰ میلیونه ډالرو کم وو، خو په تېر ۲۰۱۸ کال کې دا کچه ۸۵۰ میلیونه ډالرو ته ورسېده او سږ کال دا ګراف په ۱ میلیارد ډالرو ودرېد.
ښاغلی احمدي وايي، حکومت هڅه کوي راتلونکي کال ته د افغانستان د صادراتو اندازه یو نیم میلیارد او بل کال ته تر ۲ میلیارده ډالرو واړوي، خو په همدې حال کې افغانستان ته بیا همد اوس د کال د ۷ میلیارده ډالرو صادرات کېږي: (( موږ هڅه کوو چې د صادراتو او وارداتو تر منځ بیلانس رامنځته کړو، د همدې لپاره مو په هېواد کې په نویو ۱۲ صنعتي پارکونو کار پيل کړی دی، تر څو د توکو د تولید په برخه کې هم خودکفايي خواته ولاړ شو، همدا راز مو د کرنیزې ودې لپاره د کرنې خونه هم پرانیسته.))
په همدې حال کې د کرنې وزیر وايي، ډیر ژر به د افغانستان د کرنیزې ودې لپاره تدوین شوې تګلاره جوړه او پلې کړي: (( په دې کار سره به د افغانستان لپاره د معیاري کرنیزو محصولاتو او شې ګټې زمینه برابره شي.))
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان کرنه د غیر میکانیزه توب له کبله هر کال د وچکالۍ او اقلیمي تغییراتو ښکار ګرځي چې له کبله یې د افغانستان د کروندګرو حاصلات نیمايي ته راکوزېږي او دوی په بازار کې هم خپل توکي نه شي پلورلي.