تاند- یو دوه کسیز الیکترونیک موټر جوړ شو چې G5 اینترنیټ لري او د هغه په وسیله له نورو موټرونو سره ارتباط ټینګوي.
د سیټ (Seat) موټرجوړولو کمپنۍ د ۲۰۱۹ م کال د موبایل په نړیوال کانګریس کې د مینیمو (Minimo) په نوم د دې الیکترونیک موټر لومړنی ماډل نندارې ته وړاندې کړ.
دا موټر پر دې سربېره چې اسوده او خوندي دی، د یوه موټرسایکل ځانګړتیاوې لري؛ یعني کوچنی دی، په اسانه هر ځای درول کېدای شي.
د مینیمو یوه بله ښېګڼه د هغه بېټرۍ ده. کله چې د موټر د بېټرۍ چارج خلاص شي، په یوه ځانګړې وسیله کې بیا چارج کېدای شي. د دې موټر جوړوونکې کمپنۍ پېرېدونکو ته متبادله بېټرۍ هم ورکوي.
تراوسه لا دا موټر په لومړنیو پړاوونو کې دی او ډېرې ځانګړتیاوې یې لا څرګندې نه دي.
خو څه چې ښکاره شوي هغه دا دي چې د موټرسایکل په شان مخته یو څراغ لري او دروازې یې د پاس خوا ته پرانیستل کېږي.
د سرعت په اړه یې ویل شوي چې د موټر د خاوند عمر ته په کتو ټاکل کېږي؛ مثلاً د تنکیو ځوانانو لپاره به یې سرعت په یو ساعت کې ۴۵ کیلو متره او د نورو لپاره ۹۰ کیلو متره وي.
اوس دا موټر د هسپانیا د بارسلونا په واټونو کې ازمویل کېږي.