ګران شیدا زیری راکړ، چې ( بدلون) دوه کلن کیږي. ماویل : پل دې بختور شه !
هو بدلون دوه کاله مزل وکړ او د وینو او لنبو پر لیکه یې د زرغون هیلمند هیلې تاندې وساتلې. هغه هیلمند، چې یووخت د نړۍ ترټولو مرګونې سیمه وه، خو لا یې د سولې او پرمختیا لنډه دمه نه وه کړې، چې بیا د جګړو پر تاو واوښته .
دجګړې اوسولې پاڼې واوښتې، خو په هیلمند کې یو نسل راستر شو، د پوهې، ژمنتیا، ويښتیا، روښانتیا او بدلون نسل. ودان افغانستان ګوند په خپله زرینه کارنامه کې یوهم په هیلمند کې د بدلون اخبار د منظم خپراوي داسې ځلانده څپرکی لري، لکه په بیرغ کې یې له ختیځه د راختونکي لمر وړانګه .

ژمنه او له هېواد او ولس سره مینه خو همدې ته وايي، چې د جګړې د ښامار غړانګې او زهرجنې لنبې د لښکرګاه په کوڅو ورننوتلې، خو ( بدلون ) ونه درېده، ته وا هیلمند والو خپلې وروستۍ هیلې په همدې اخبار پورې تړلې وې او جګړه ځپلي ولس خپلې اوښلنې سترګې د ودان افغانستان ګوند زلمیو کادرونو ته غړولې، چې په پراخه تیاره کې د امید دا وروستۍ ډیوه ترې مړه نه شي او په مېړانه یې ژوندۍ وساتي.
د ودان افغانستان ګوند شاه زلمیو د خپلو ځورېدلو هیلمندوالو او ټولو افغانانو د ې هیلې ته هرکلی ووایه ، د وینو اولنبو ترمنځ یې خپل استوار قامت همداسې ولاړ وساته ، هو بدلون ونه درېده او هره اونۍ د هیلمندي مینه وال ترمخ د سولې او ودانۍ د سپين وزر په څېر خورېده .
د بدلون هرې ګڼې تر بلې خپله بڼه بدلوله ، لیکنې یې لا پسې پخېدې او ژورو ته تللې، ( بدلون) د خپلو مینه والو او لوستوالو لاس نیولی و او په ملي کچ د سیاسي ـ ټولنیز شعور پر لاهسکو څوکو یې ورخيژول، د هېواد مینه یې ور تزریقوله ، پر خپلو اوبو یې د خپلې زمکې سمسورولو ته هڅول، د سراسري اقتصاد تیوري یې کرښه کرښه ورلوستله ، ورځ تربلې یې پر دې باوري کول، چې که څه کیږي، پخپله به یې کوو، او که نه پردي هيڅوک نه شته ، چې زموږ لاس ونیسي:
کس نخارد پشت من
جز ناخن انګشت من
بدلون یوازې وعظ نه کاوه، بلکې د هیلمند دخلکو ستونزې یې هم را څرګندولې، چې حکومت او ملت پرې خبر شي، خو د خپل ګوندي پرنسیب پربنسټ یې یوازې شکایتونه نه کول، بلکې هڅه یې داوه، چې حللارې او له ستونزو څخه د ځان ایستلوکړنچار هم وښيي.
بدلون اوس د افغانستان د رسنیو په تاریخ کې په یوه الګو او حرفه یی شهکار بدل شوی دی. بدلون اوس د دې زمانې د افغاني هوډ سېمبول دی.
بدلون په دوو کلونو کې ترهرې بلې رسنۍ د افغانستان د ژغورلو لپار ه ډېر فکر تولید کړ، د دې ترڅنګ یې هیلمندي ځوان کادرونه افغانستان ته وروپېژندل، د افغاني فرهنګ تخلیقي او تحقیقي اثار یې خپاره کړل، سیمه ییز خبرونه او خبرتیاوې یې چاپ کړې او لوستونکیو ته یې په خپلو سرمقالو کې د سیاسي ټولنیزې ژغورنې لارې وښودې.
زما د ژوند یو ویاړ به دا وي، چې د بدلون د خپراوي ټیم ملګری پاتې شوی یم .
زه په خپلو ګوندي ملګرو او هیلمندي کادرونو ویاړم.
بدلون د ې د ودان افغانستان د راختونکي لمر په څېر ځلانده او روښانه وي، عمر یې اوږدشه .
بدلون اوونيزه/ دوهم کال/۵۲ سمه / پرلپسي ۱۰۴ مه ګڼه/چهارشنبه/ قوس/۳/ ۱۳۹۵