تېره اونۍ مونږ د دوه سترو غونډو شاهدان وو. لومړۍ د نړيوال اسلامي سازمان له لورې د علماؤ د غونډې، په دې غونډه کې د ۳۷ اسلامي هيوادونو (له پاکستان او ایران پرته) علماؤ د سعودي عرب په کوربه توب د افغانستان روانه جګړه فتنه وګڼله او پر طالبانو يې غږ وکړ چې سوله وکړي او د افغان دولت سره خبرو ته کيني تر څو امن او سوکالي رامنځته شي.
د نړۍ د اسلامي هيوادونو د علماؤ دا غوښتنه د هر افغان غوښتنه او ارمان دی چې جګړه دې پای ومومي او طالبان دې د وسله والې مبارزې پر ځای د سياست او خبرو له لارې خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.
خو طالبانو د علماؤ غوښتنه او د ولس ارمانونه (سولې) امریکايې پروژه وګڼله او د جنګ دوام يې تر هغې جاري وګڼل تر څو يو بهرنی وګړی هم افغانستان کې موجود وي. بله لویه غونډه په بروکسل کې د ناټو سرمشريزه غونډه چې د افغان امنيتي ځواکونو سره يې تر ۲۰۲۴ ميلادي کال د مرستو تضمين او افغانستان ته د نويو سرتېرو لېږد پايله وه.
که د دواړو غونډو پايلې او غبرګونونو ته يې متوجه شو (د بهرنیو ځواکونو تر وتلو د جنګ ټينګار او د نورو بهرنیو ځواکونو راتلل) نو واضح ده چې يوې نتيجې ته رسېږو چې جنګ به لا دوام مومي او ممکن له پخوا هغې به زور اخلي؛ له دواړو غونډو وروسته د هيواد په ډيرو ولایتونو کې (ننګرهار، غزنی، پکتيا او. . .) د جنګ د زور بيلګې معلومېږي.
دواړه لورې (امریکا او طالب) غواړي جنګ دوام وموي، د دریدا لپاره يې له ولسي پاڅون پرته بله لاره نشته. نو که واس غواړي چې جنګ دې پای ته ورسېږي ولسي پاڅون ته هر څو زر اړتيا ليدل کېږي او که نه د اوس په شان د خدای فضل و کرم ته معطلېږي او یا په تمه دي چې معجزه وشي، حالات خدای په خپل فضل و کرم مهار او هيواد مو د سولې له نعمته برخمن کړي نو ستونزمنه پدې ده چې خدای واضح او په سریحو آیتونو سره ويلې؛ خدای د يوه قوم حالت تر هغې نه بدلوي تر څو يې دوی بدلولو کوشش ونکړي. 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *