ژوند

دا لومړی ځل و، چې له هيلۍ سره يې اوږدې خبرې پيل کړې وې او هيلۍ هم د ده هره خبره په ورین تندي منله. هيلۍ ته يې مخامخ وویل: «که زه درته د واده وړاندیز وکړم…» هيلۍ د صمد خبرې ورپرې کړې او په خوندوره مسکا چې د چا خبره د ټولې نړۍ رنځ هم پرې دوا کېدلی شوی، ورته وویل: «دا پیوند په سر سترګوم منم او بیا دا خو مې د ژوند لوی ارمان هم و.»

صمد د هيلۍ په دې خبرې سره له ډېرې خوښۍ په کالیو کې نه ځایېده او زړه يې د ټټر له وړې پنجرې الوتل غوښتل او غوښتل يې لکه د هيلۍ په څېر د خپل ښار پر هره کوڅه پروازونه وکړي او هره کوڅه او د کوڅې هر وګړی له دغې نامحدودې خوښۍ خبر کړي.

صمد څه شېبه غلی ودرېد. ښايي دا چوپتیا به یې هم له ډېرې خوښۍ یا له ډېرې حیرانتیا وه. ده په لومړۍ ځل ځان نېکمرغه احساساوه. ده ته دا خوښي نااشنا وه، ان دا چې پخپله خوښي ورته نااشنا وه او په لومړي ځل يې تجربه کوله. لومړۍ تجربه هرومرو د حیرانتیا او له ځینو ناارادي حرکاتو سره مله وي.

صمد له ځان سره وویل: «هيلۍ ان زما د ژوندانه په اړه رانه ونه پوښتل. دا يې هم راته ونه ویل، چې زه د هغې وړ نه یم.»

د صمد حیرانتیا بې دلیله نه وه. صمد ته وریاد شول، چې هيلۍ څنګه يې د ده لیکونه بې ځوابه پرېښي وو.

له دې سره سم د پلار خبره هم ورپه زړه شوه، چې ورته ویلي يې و: «که نجلۍ ته د واده وړاندیز یا د مینې وړاندیز وشي او غلې یا چوپه پاتې شي، زویه! د هغې وړاندیز په “هو” درنیسه.»

صمدا په زړه کې د هغې چوپتیا او د لیکونو نه ځوابونه په نېک فال ونیول.

صمد، هیلۍ له لاسه ونیوله، زړه يې په ټوپو شو، ګوتې او ټول بدن يې داسې لړزې واخیست، لکه سړی چې تبې نیولی وي.

هیلۍ ورته وویل: «واده یواځې د عاشقانه تندې د اشباع لپاره نه وي؛ بلکې د ژوند په رنګونو کې د ډوبېدو او د یوه او بل په روح کې ورکېدل هم دي.»

هیلۍ لګیا وه، ښه اوږده شېبه يې په خوندورو کلمو سندریزې خبرې وکړې او صمد د زړه په غوږو ورته غوږ غوږ و.

صمد حیران شو، چې هيلۍ دا شاعرانه خبرې له کومه زده کړې؛ ځکه هغې فارمسي درسونه لوستي وو او تر څنګ يې چې ده څومره پلټنه کړې وه، هیلۍ په شاعري او ادبیاتو کې وخت لګول بې ګټې بلل. تر دې حیرانونکې دا چې ده يې له خورلڼو دا هم اورېدلي و، چې هيلۍ د انسان پر رواني ناارامۍ باور نه لري. هر څه د شربتونو، ګولیو او پیچکاریو او لنډه دا چې په درملو د درملنې وړ بولي. خو هغې همدا اوس يې د یو او بل په روح کې ورکېدل او د یوه او بل د روح ارامي د واده موخه وګڼله.

صمد د نيکتايي غوټه لږه سسته او کورتۍ يې منظمه کړه. له جېبه یې کاغذي دستمال وویست او د تندي خولې يې پرې پاکې کړې، په کاغدي دستمال لیکه لیکه خیري ټول شول.

صمد په دغه نړۍ کې ځان په جنت کې ولاړ ليده. ده لوستي و، چې په جنت کې هېڅ غم نشته؛ هر څه چې د سړي په زړه کې تېر شي او ویې غواړې، په هماغه شېبه ورته مخې ته اېښودل کېږي او د حورو ارمان يې ځکه زړه ته لار نه کوله، چې هيلۍ یې له هر بل مخلوقه ښکلې ګڼله.

صمد خوارکی نه و ملامت، مینه په سړي همداسې کانې کوي، د معشوق هر عیب نغاړي او ایډیال بنیادم ورته جوړوي.

صمد، هیلۍ ته وویل: «ستا شاعرانه خبرو حیران کړی یم، تا خو له شعره کرکه کوله؛ خو اوس…» د ده خبرې يې یو ځل بیا ورپرې کړې او په نرمه لهجه يې ورته وویل: «زه هغه نه یم، زه هیلۍ یم؛ خو هغه هيلۍ نه یم.»

د صمد حیرانتیا لږ نوره هم زیاته شوه او په اندېښنه کې شو. ووېرېد، چې خدای مه کړه لکه چې د هيلۍ له اروا سره نه وي مخامخ شوی. دا چې د هيلۍ لاس يې په لاس کې و او اروا د لمس وړ نه وي، یو څه ډاډه شو. د خپلې حیرانتیا د پټولو لپاره يې موضوع بدلول غوښتل. دا ځل هيلۍ وار پرې مخکې کړ. یوه څو ګامه يې واخیستل، پر یوې ډبرې ودرېده. وړوکی پاڼ و. لاندې یې اوږد سیند بهیده، د سیند پر غاړه کوچنۍ تنکۍ ونې او کبله شنه شوي وه.

_ که زه درسره واده ونه کړم؟

_ بیرته به مې خپلې نړۍ ته ستون شم. نه رښتیا، ستون به مې کړي، یو ناپېژانده حس. دا حس د يو څو شېبو لپاره زما په زړه کې مړ شوی، همدا چې ته مې ولیدې، نه يې احساسوم.

_ ته له کلونو راهیسې له دې ښار څخه ونه شوې وتلی، بلې نړۍ ته ستنېدل دې راته ناشوني برېښې، ټنګه دې په جېب کې نشته.

_ زما نړۍ ته تګ بې بيې دی. په هغې نړۍ کې ښه تجربه لرم، د ژوند کولو په چل پوهېږم، اوس اوس مې رنځ زغمل هم زده کړي دي. ډېر نور درسونه هم شته، چې باید زده یې کړم. ستا د نړۍ په رڼاګانو کې هم زما د نړۍ تورتمونه تت تت څرګندېږي؛ خو زما په نړۍ کې ستا د نړۍ څرک نشته، زما نړۍ سوچه نړۍ ده؛ خو ستا په نړۍ کې زموږ د نړۍ څیزونه هم وینم.

په همدې وخت کې له لرې د امبولانس غږو واورېدل شو، یوه ډله خلک هم ترې ګردچاپېر ولاړ و. په شکور کې یو کتاب او دستمالونه اېښودل شوي وو او د خلکو په یوه دایره کې دا شکور هر یوه ته ورکول کېده او په حرکت و. خو له دې دغې دایرې نه درې ګامه شاته يو هلک چې سیوری يې په دایره کې پر ناستو کسانو هم ورغلی و، سترګو ته دستمال نیولی او سلګیو اخیستی و.

صمد، هیلۍ ته مخ ورواړاوه او ورته ويې ویل: «ته څنګه هغه هیلۍ نه یې؟»

_ زه اوس ستا په نبض روانه یم؛ تا چې هر ډول فکر کاوه، زه هماغسې کوم. ټول کارونه مې ستا له ارادې سره سم روان دي، ان دا هم ویلی شم، چې ستا په اراده نه؛ بلکې په یوې بلې نامحسوسې ارادې روانه یم. زه هېڅکله ستا لیکونه نه لولم او که زما په خپلې ارادې وی، له تا سره واده مې خپل ارمان نه ګاڼه. دا ویلی شم، چې ته هم په خپله اراده نه یې روان. ته هغه څه چې په خوبونو کې يې وینې، د رښتیا کولو ارمان یې لرې. زه ستا یو خوب یم، هر خوب نه رښتیا کېږي.

صمد خوله خبرو ته جوړوله، چې د هيلۍ تر پښې لاندې ډبره له ځایه بېځایه او ښکته په رغړېدو شوه. ډبرې په نژدې سیمې کې انګازې جوړې کړې. ډبره په ډېرې چټکۍ تر پاڼ لاندې پر يوې پیشو وربرابره شوه او په دې سره سم د صمد له خولې ناڅاپي چیغه ووتله او ورسره سم له خوبه هم ويښ شو. په تندي يې غوټه غوټه خولې درېدلې وې، ټول بدن يې لړزېده، یو ګیلاس اوبه په یوه دمه تر ستونې تېرې کړې، څو څاکې اوبه يې پر غاړه لیکه لیکه روانې شوې او ګرېوان يې لوند شو.

بهر تورتم و، چوپه چوپتیا وه، د ساعت د عقربې ګرځېدا په منظم ډول د شپې چوپتیا ماتوله، تر څنګ يې نوی لیک چې همدا نن ماښام يې بشپړ کړی و، د میز پر سر اېښودل شوی و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *