تاند- په وروستیو دوو کلونو کې، چې اروپا ته په لکونو افغانانو، عراقیانو او سوریه والو د پناه لپاره مخه کړې، د پناه غوښتونکو له لوري د اروپايي هیوادونو پر ښخو د جنسي تېریو ګڼ راپورونه خپاره شوي دي.
خو اوس د لومړي ځل لپاره د یوې سویډنۍ ښځې له لوري له دوو افغان ځوانانو څخه د جنسي سو استفادې راپور ورکړای شوی دی.
د بریتانیا مېل ورځپاڼې د سویډن د (Eskilstuna Kuriren) ورځپاڼې له مخې ویلي، دغو دوو افغان هلکانو ادعا کړې چې سویډنۍ ښځې خبرداری ورکړی و چې که د دې غوښتنه ونه مني له سویډن څخه به یې خپل هیواد ته بېرته واستوي.
په راپور کې ویل شوي چې دې ښځې، چې نوم یې افشا شوی نه دی، دواړو افغانانو ته ویلي چې د جنسي مقاربت په ترڅ کې یې فلم ثبت کړي چې وروسته یې دا وګوري.
سویډنۍ ښځې د افغانانو ادعا رد کړې خو د سویډن (Eskilstuna Kuriren) ورځپاڼې، چې فلم یې ترلاسه کړی دی، ویلي چې په ویدیو کې هغه څه له ورایه ښکاري چې دوو افغان ځوانانو ادعا کړې ده.
د دوو افغانانو نومونه امید او طارق ښودل شوي خو د ښځې نوم د دې لپاره پټ ساتل شوی چې لا د قضیې په اړه څېړنې روانې دي.
ورځپاڼه د دوو افغانانو له قوله لیکي:«د کور خاوندې موږ سیکس ته مجبوره کړو. دا پوهېده چې موږ مجبوریت لرو، او هیڅوک زموږ مرسته او ملاتړ نه کوي.»
هلکان ادعا کوي چې له ښځې سره یې په سورملنډ (Sörmland) سیمه کې د هغې په کور او هوټل کې ۴ یا ۵ ځلي مقاربت کړی دی.