افغان سفیران او د بهرنیو چارو وزارت فرهنګي ریاست مشرتابه د کرکټ بورډ له ادارې څخه لیدنه وکړه.
د افغانستان کرکټ بورډ په بلنه د بهرنيو چارو وزارت د فرهنګي چارو رئيس ښاغلى عبدالقهار عابد، په استرالیا کې د افغانستان سفير ښاغلى نصیر احمد اندیشه او په هندوستان کې د افغانستان سفير ښاغلى شيدا محمد ابدالي نن د افغانستان کرکټ بورډ له دفتر څخه رسمي ليدنه وکړه.
د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئيس ښاغلي شهزاده مسعود او اجرائيوي رئيس ډاکټر نور محمد مراد راغلو مېلمنو ته هرکلى ووایاست او دافغانستان کرکټ بورډ د اداري جوړښت، تاريخ، کورني کرکټ او نړيوال کرکټ او په دواړو برخو کې د لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړل.
راغلو مېلمنو په کورني او بهرنۍ کچه دافغانستان کرکټ ته د پرمختګ او ودې ورکولو په برخه کې د خپلو همکاریو ژمنې ورکړې. د کرکټ بورډ مسئولينو وويل چې هندوستان د کرکټ د نړۍ يو له مهمو او پرمختللو هېوادونو څخه دى او په هندوستان کې د افغانستان له سفیر شیدا محمد ابدالي څخه غوښتنه وکړه چې د ديپلوماتيکو او سياسي اړيکو له لارې د هند کرکټ بورډ سره د افغانستان کرکـټ بورډ د اړيکو په پراخولو کې همکاري وکړي ترڅو افغانستان وکولى شي د هند له تجربو او پرمختګونو څخه ګټه پورته کړي.
ښاغلي ابدالي هم دا خپله وجیبه وبلله چی پدې اړه به پوره هلې ځلې وکړي او د زياتو همکاريو ډاډ يې ورکړ. په پای کې راغلو مېلمنو د افغاننستان کرکټ بورډ او ملي لوبډلو وروستۍ لاسته راوړنې وستایلې او ويې ویل چی ورزش او بالخصوص د کرکټ له امله مونږ اوس په هر ځای کې په ډېر وياړ سره په اړوندو هېوادونو کې د خپل هېواد استازيتوب وکړو. د افغانستان کرکټ بورډ مسئولينو د راغلو مېلمنو له راتګ او د همکاریو له ژمنې مننه وکړه .
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئس داکټر نورمحمد مراد پرون د بهرنیو چارو فرهنګي څانګې رئیس عبدالقهار عابد او په استرالیا کې د افغانستان له سفیر نصیر احمد اندیشه سره په یاد وزارت کې وکتل او هغوى ته يې د افغانستان کرکټ څخه دليدنې بلنه ورکړې وه.