د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ په سیبک،ادم خیل،امبوخاک او فقیري سیمو کې تېره شپه د بېلابېلو پېښو په ترڅ کې د یو لوړ پوړي قوماندان په ګډون ۱۸ طالبان وژل شوي او دوه ملکي وګړې ټپیان شوي دی .

د چک ولسوالۍ په سیبک،ادم خیل او فقیري سیمو کې تېره شپه د بېلابېلو هوایي عملیاتو په ترڅ کې د وسله والو طالبانو یو لوړ پوړی قوماندان ملاقاسم د ۱۷ نورو وسله والو مخالفینو سره وژل شوي دي .

په ترسره شویو عملیاتو کې ملکي وګړو او امنیتي منسوبینو ته کوم زیان ندی اوښتی.

د یو بل خبر له مخې د چک ولسوالۍ په امبوخاک سیمه کې د محمد اکبر په نوم یو کس د خپل منځې شخړې له امله یو پلار او زوی په ډزو سره ټپيان کړي دي .

د محمد اکبر خان په نوم یاد کس له پېښې وروسته د امنیتي ځواکونو له لورې نیول شوی .

درنښت

عطاالله خوږیاڼی

د میدان وردګو ولایت ویاند

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *