تاند- راپورونه وايي چې د ولسي جرګې له لوري د حکومت د نوې کابینې غړیو ته د اعتماد رایې له ورکولو مخکې دوه کاندید وزیران د وزارت له چوکۍ تېر شوي دي.
بخدي خبري اژانس وايي چې په ارګ کې یوې سرچینې ورته وویل چې د مالیې د وزارت لپاره نومول شوي وزیر جیلاني پوپل او د کرنې او مالدارۍ د وزارت لپاره نومول شوي وزیر یعقوب حیدري انصراف کړی دی.
داسي ښکاري چې د حیدري نوم له لیسته حذف کړای شوی وي. وروسته له دې چې نړیوالو پولیسو یا انټرپول وویل چې حیدري د دوی له لوري په ایستونیا کې د مالیې د نه ورکولو او درغلۍ په تور د تعقیب کېدونکو کسانو په لیست کې دی، ارګ وویل چې د هغه په اړه تحقیقات کوي.
یعقوب حیدري نن په کابل کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې د افغانستان له حکومته یې غوښتي چې د کرنې د وزارت لپاره ده کاندیداتورۍ وځنډوي څو د خپلې دوسیې غم وخوري.
حیدري ادعا وکړه چې د ایستونیا حکومت د ده د شتمنیو د غضبولو لپاره دسیسه جوړه کړې ده.
ده همداراز وویل:«د ولسمشرۍ مقام ته وړاندیز کوم چې زما د موضوع تر څرګندېدو پوري زما کاندیداتوري وځنډوي.»
خو د جیلاني پوپل د انصراف علت تراوسه پوري نه دی څرګند.
ناتایید شوي راپورونه وايي چې پوپل په خپله غوښتي چې نوم دې یې له لیسته وایستل شي.
نوموړی د مالیې وزارت مرستیال و او یوه موده د سیمه ییزو اورګانونو د خپلواکې ادارې رييس پاتې شوی دی.
ویل شوي چې په واشنګټن کې د افغانستان سفیر اکلیل حکیمي د ښاغلي پوپل پر ځای د ماتلیې وزارت ته وړاندیز شوی دی.
د ۴ نویو والیانو ټاکنه او څارنوالۍ ته د یوه معرفي
په همدې حال کې ناتایید شوي راپورونه وايي چې ولسمشر غني د کندهار، فراه، غزني او هلمند لپاره نوي والیان ټاکلي دي.
د دې راپور له مخې، چې لا رسماً تایید شوی نه دی، محمد معصوم ستانکزی د کندهار، اصف ننګ د فراه، انجنیر ملنګ ابراهیمي د غزني او حیات الله حیات د هلمند والیان غوره شوي دي.
د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې د دې راپور له تاییده ډډه وکړه. ویې ویل چې دوی ته په دې اړه څه نه دي ویل شوي.
تر دې مخکې ولسمشر د هرات، کندوز او پکتیکا والیان تبدیل کړي دي.
په همدې حال کې د فراه والي محمد عمر شېرزاد او د دغه ولایت څو نور جګپوړي مامورین په شپږ ملیونه او ۲ لکه ډالره اختلاس تورن شوي او څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.
د ولسمشر محمد اشرف غني په حکم د والي محمد عمر شېرزاد تر څنګ د فراه د امنیه قومندان، د ملي امنیت رییس او د ګمرک کمیشنر د تحقیقاتو لپاره څارنوالۍ ته پېژندل شوي دي.
ښاغلی اولسمشره ! خدای دې دګران هیواد او دګرانو هیواد والو په خدمت کې بریالی ، ژوندی ، هڅا ند اوموفق لره. موږ دې ملا تړ کوو ! الله ج دې وس اوتوان درکړې چې ټول خاینان اواختلاس ګرانو ته جزا ورکړې. امین
سلام لطفا گمارل په ږمارل باندی ولیکی مننه
د سر دښمن می هوښیار خوښ دی
زه د ناپوهه په دوستی پښیمانه یمه
کله چی افغانان مجبور شول د پاڼډ او پړانګ ترمنځ ځانونه وباسی نو غربی هیوادونو ته لاړل. هلته دوی نسبتا آرامه فضا پیداکړه او د خپلی تعلیمی سطحی د لوړولو لپاره یی له موقع نه استفاده وکړه چی شاید سبا لپاره د دوی او د هیوادوالو په ګټه له خپلو زده کړو ګټه واخلی . په غربی هیوادونو کی اوسیدل او پاته کیدل آسانه کار نه دی باید د اوسیدو شرایط پوره کړی. زما په نظر له بی کفایته او ناپوهو وزیرانو نه چی نه ځان او نه ټولنی ته خدمت کولای شی همدا دوه تابعیته وزیران ښه دی. د افغانستان اساسی قانون هم چاته اجازه نه ورکوی چی د افغانستان له تابعیته محروم شی. کله چی یوڅوک د هیواد تابعیت ولری ، ترڅو چی کوم چا واضیح جرم نه وی کړی هغه بری الزمه دی او هغه هر مقام ته کاندید کیدلای شی، که څوک خیانت کوی هغه په هر حال کی کولای شی. مونږ باید له خپلو تحصیل کړیو هیوادوالو ګټه واخله ، خپل هیواد ودان کړو . د تعصب او بدبینی خبری نور هم د هیواد والو ترمنځ کرکه او نفرت زیاتوی. پدی 30-40 کلونو کی په میلونونو هیواد وال له هیواده باندی تللی ، هلته میشت شوی ، تحصیل یی کړی او ښی لاسته راوړنی لری. دا به حیف وی چی مونږ لاتراوسه د پردیو د خوشحالی لپاره له داسی تنګ نظریو نه کار اخلو. نه یی په خپله دا ویجاړ هیواد جوړولای شو او نه نورو ته موقع ورکوو.
آیا تاسو څه فکر کوی چی تورن اسمعیل چی یو جهادی شخصیت دی او دا لس کاله د اوبو او برښنا وزیر وو دی هیواد ته یی ښه خدمت کړی او که یو انجنیر چی پدی رشته کی یی په خارج کی تحصیل کړی او ښه تجربه ولری خو په ضمن کی دهغه هیواد تابعیت هم ولری؟ د تورن اسمعیل خان سرمایه له وزارت نه مخکی هم خلکو ته معلومه وه او اوس یی حساب وکړی
پوپل د ماليې وزارت له نوماندۍ څخه د تېرېدو لاملونه په ګوته کړل
د ماليې وزارت لپاره نوماند وزير غلام جيلاني پوپل له خپلې نوماندۍ څخه د تېرېدو لاملونه د يو شمېر وکيلانو ډېرې او بې ځايه غوښتې په ګوته کړې.
ولسي جرګې او ارګ ته ځينو نږدې سرچينو د مرغومي په ٢٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې غلام جيلاني پوپل د ماليې وزير په توګه له خپلې نوماندۍ لاس په سر شوى دى.
سرچينو زياته کړې وه، په پام کې نيول شوې چې په واشنګټن کې د افغانستان پخوانى سفير اکليل احمد حکيمي د جيلاني پوپل پر ځاى وټاکل شي.
ارګ ته يوې نږدې سرچينې پژواک اژانس ته وويل چې غلام جيلاني پوپل د ولسي جرګې د وکيلانو د بې ځايه از زياتو غوښتنو له امله دغه پرېکړه کړې ده.
سرچينه د پوپل له خولې وايي : (( يو شمېر وکيلانو له ده څخه يواځې د هېواد په بېلابېلو ګمرکاتو کې تر ٤٠٠ پورې د خپلو کسانو د مقررۍ غوښتنه کړې ده. ))
ارګ ته نږدې يادې سرچينې وويل چې دغه راز ځينو نورو وکيلانو په وزارت کې د معينيتونو ترڅنګ د ګڼ شمېر رياستونو او مديريتونو د ورکړې غوښتنې هم ترې کړې دي.
سرچينه زياتوي چې په ولسي جرګه کې يو شمېر وکيلانو پنځه کسيزې ډلې جوړې کړې، څو له کانديد وزيرانو سره د رايو پر سر معاملې وکړي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، له دغو ډلو څخه يوې يې له پوپل څخه د پنځوس زرو ډالرو غوښتنه کړې ده.
دغې سرچينې زياته کړه، چې ځينو ښځينه وکيلانو بيا د پوپل ترڅنګ له يو شمېر نورو کانديد وزيرانو څخه له دوه زره ډالرو نيولې تر پنځو زرو ډالرو پورې غوښتي دي.
سرچينه وايي،د ماليې کانديد وزير غلام جيلاني پوپل د يو شمېر وکيلانو دغوښتنو له منلو ډډه کړې او له همدې امله د ياد وزارت له کانديدۍ څخه تېر شوى دى.
ټاکل شوې چې نوماند وزيران او دوه رييسان سبا د سې شنبې په ورځ ولسي جرګې ته د باور رايې اخيستلو لپاره ور وپېژندل شي.
خو د ولسي جرګې نايب منشي عرفان الله عرفان پژواک خبري اژانس ته وويل :(( ما تر اوسه داسې څه نه دي اورېدلي او فکر هم نه کوم،چې پوپل صاحب دې د وکيلانو په اړه دغه شان څرګندونې کړې وي.))
عرفان زياته کړه ،چې د جرګې غړيو له هيچا څخه د پيسو او يا کوم بل شي غوښتنه نه ده کړې او يواځې د تجربې او تخصص په پام کې نيولو سره رايه ورکوي.
ګران ورور سپین ډیر ښه مالومات ور کړیدې. که دګران ورورسپین مالومات ثقه وې نود ښاغلې اولسمشر څخه په ډیره درنا وې هیله کوو چې دغه اشخاص په نوم دوکیلانوچې اصلا ملې خا ینین دې با ید اشد مجا زات شې. او په اسا سې قانون کې تغیر را ولې چې نور او لسې جرګه موږ ونلرو.مننه
د ولسمشر اشرف غنی د ښی حکومتولی لپاره یو بل ښه ګام. مونږ له ولسمشر سره یو او د ده د هر ښه تصمیم هرکلی کوو
جلالتماب رئیس جمهور افغانستان
زمونږ په افغانستان کی د افغانستان داسی رښتینی بچی شته دی چی د افغانستان هر وزارت او هره بله اداره په دیره ښه توګه پر مخکی بیولای شی او دی وطن او وطنوالو ته له هر یو ده دوهم ملک طابیعت لرونکی افغان څخه ډیر خدمت کولو جزبه او جرئت هم لری. که چیری تاسی نشی کولای چی داسی اشخاص پیدا او پارلمان ته یی معرفی کړی نو مونږ او د افغانستان ټولی مدنی ټولنی ستاسی په خدمت کی یو. په داخلی افغانانو ستاسی د اعتماد کولو په هیله
078-505-7934
« حب الوطن من الایمان » .
د خپل هیواد قدر سړی ته هغه وخت معلوم شی چی مسافر شی او له خپلو خپلوانو ، هم ژبو ، هم دینو خلکو نه لری چیرته ژوند وکړی.
نن زمونږ نړۍ دومره وړه شوی لکه یو کلی . نن به په خپل کور کی وی او سبا به په استرالیا، اروپا یا امریکا کی. خو پښتانه وایی یا خپل کور او یا خپل ګور. د علم زده کول ، نورو هیوادونو ته مهاجرت یا سفر کول کوم شرعی او قانونی ممانعت نه لری که څوک خیانت کوی په خپل هیواد کی یی هم کوی . امیر محمد یعقوب خان خو بل هیواد ته نه وو تللی خو له انګلیس سره یی د ګندمک ننګینه معاهده امضا کړه او نیم هیواد یی انګلیس ته ور وباخښه. که ببرک کارمل روسیی ته تللی او سور لښکر یی افغانستان ته راوست ، طالبانو له پاکستانه پنجابی لښکری راوستی. زما مطلب دادی چی د خیانت روحیه که په چا کی وی ضرور نه ده چی بل هیواد ته لاړشی.
دا منم چی د یوه وزارت یا ریاست ټول واک باید یوه شخص ته ورنکړل شی او دا د ولسی جرګی دنده ده چی وخت نا وخته له اجراییوی ارګانونو د کار په باب پوښتنه وشی . د هیواد ملی منافع ایجابوی چی له تکړه او متخصصه ، باسواده او با تجربه کسانو نه باید ګټه واخیستل شی . حتمی نه ده چی هغوی د وزیران شی کیدای نوری دندی ورکړل شی . د پاکستان د اتمی بم پلار عبدالقادر خان په هالند کی اوسیده او هلته یی زده کړی کړی وی او نن یی خپل هیواد د نړۍ له سیالانو سره سیال کړ. محمودطر زی په عثمانی امپراطوری کی اوسیده او کله چی هیواد ته راستون شو تر ټول نورو هیواد والو نه یی زیات خدمت دی مظلوم هیواد ته کړیدی. د هغه له برکته افغانستان خپل استقلال لاسته راوړ او د عصری ژورنالیزم اساس یی دلته کیښود. له نړیوالو سره یی د افغانستان اړیکی ټینګی کړی او تر نن پوری زمونږ سفارتونه په مسکو، روم ، پاریس ، لندن کی دهغه د لاس نښی دی. هیله ده خپلو هیواد والو په باب چی د نړۍ په هر ګوټ کی وی، عادلانه او مثبت نظر تقویه شی .
محترم ورورحسن صاحب ډير سلامونه !ستاسو ددواړو تبصيرونه ډيره مننه ، مطالب اونظرونه خو ډير دی اما تاسو بنيادی موضوع څيړلی،زه يو څه وايم چی زه دوطن پر مالی لګښت دماستری اوأن ددوکتورا تر سرحد رسيدلی يم نو زه داخپلی زدکړی اوتجربی ګورته يو سم،يا هغه صادقانه دخپلو خلکو د خدمت وړ وګرزوم.موږبايد دصادقانه خدمت کولو په وړاندی دهيچانه ونه ډارسود . دوستانومخ پر وږاندی دمحترم جمهور ريس غنی دپلانونو دبريا په لور .ژوندي اوهوسا دی وی زموږ ملی کدرونه دادوطن ملی پانګه.
ګرانه وروره حسن جانه سلامونه او درناوی مې ومنی.وروره ! چې ودغه ته وګورم چې صدیق چکرې چې دحج او اوقافو پخوانی وزیروو غلاوې دحاجیانو څخه وکړې اوولاړی لندن ته چې هیچا توان نه کې پیدا چې وهیواد ته یې را ولې او جزا ورکړې.نو وایم چې داولسې جرګې پریکړه به سمه وې. اوچې ستا سې دعبدالقادر او مرحوم محمود طرزې بیلګې ته وګورم بیا وایم چې ستا سې خبره سمه ده. ستا سې څخه مننه
ښا غلیه ولسمشره ! خدای دې وکړي چې هغه اور چې په افغانستان کې بل شویدی دخدای (ج) په مرسته او د ریښتینواو وطندوستو افغانانو په سرښندنه ، ستاسې تر زعامت لاندې په ډېره ځیرکۍ مړ او له منځه یوسۍ او دهغې پر ځای په وطن کې د سولې او ثبات څخه د ډکې فضا په رامنځته کېدوسره ددې مظلوم اولس لاره ورک کړی کاروان د منزل مقصودته ورسوۍ .