رحمت جمالزی

دا هغه کلیمې دي، چې د ولسمشرۍ ټاکنو مخکښ نوماند ډ‌اکتر اشرف غني احمدزي د خپل مخکښ سیال لپاره کارولې دي. په داسې حال کې، چې د روان کال د وري میاشتې په شپاړسمه نېټه ولسمشریزې او ولایتي شورا ټاکنې وشوې، د دې ترڅنګ چې په ملي او نړیواله کچه وستایل شوې، له درغلی، تخلفونو او سرغړونو هم نه وې پاکې.

په دغو ټاکنو کې شاوخوا اته نوماندان چې اووه تنه یې پښتانه او یو تن یې تاجک چې په ښکاره نوموړی هم ځان پښتون بولي د سیالۍ ډګر ته راووتل، خو د پښتنو د رایو وېشل کېدو له امله هېڅ پښتون نوماند او د تاجکو او هزارګانو د رایو د نه پوره کېدو له امله هېڅ نوماند ۵۰+۱ رایه پوره نه کړه او ټاکنې دویم پړاو ته ولاړې.

خو په دې منځ کې یو تن نوماند، چې د بریا لپاره یې ټولې هیلې په لومړي پړاو کې وې دا مهال دویم پړاو ټاکنو ته له تګ وېرېږي او په بېلابېل ډول دا پیغام رسوي، چې ګني ده په لومړي پړاو کې ګټلې ده.

دغه ټیم په دې باور دی، چې د دوی د بریا یوازېنی چانس لومړی پړاو و، ځکه تاجکانو او ډېری هزارګانو یوه تن نوماند خو پښتنو اوو تنو نوماندانو ته رایه ورکړه، چې دا چاره لامل شوه، ترڅو د پښتنو رایې ووېشل شي او هېڅ نوماند ونه شي کولای کافي رایې ترلاسه او ولسمشر شي.

دا مهال افغان ملت ته ډېره ساده شوه، چې له دوو نوماندانو ډاکتر اشرف غني احمدزي او ډاکتر عبدالله عبدالله یو تن د خپل راتلونکي ولسمشر په توګه وټاکي، اوس شپږ تنه نوماندان، چې شاوخوا یو نیم میلیون (1561543)  رایې یې ضایع کړې وې نشته دي.

مهم ټکی دا دی، چې په راتلونکي پړاو کې د دغو رایو برخلیک څنګه کېږي، دا رایې تر ډېره په هغو سیمو کې دي، چې هلته پښتانه اوسېږي او ډاکتر اشرف غني احمدزي پکې ډېره رایه ترلاسه کړې وه.

د اشرف غني احمدزي سیال ټیم وېره لري، چې په راتلونکي پړاو کې به دا رایې برخلیک ټاکونکې شي او د اشرف غني له ټیم سره په یوځای کېدو به نوموړی ولسمشر شي.

له همدې امله دوی دا مهال تبلیغاتي جګړه پیل کړې او غواړي د یو شمېر احساساتي افغانانو اذهان مخشوش او دې ته چمتو کړي، چې په لومړي پړاو کې دوی ګټلې وه خو له دوی سره درغلي وشوه او کله چې دوی په دویم پړاو کې ټاکنې بایلي دوی به له هغې تبلیغاتي جګړې او یو شمېر احساساتي ځوانانو په عملي ډول کار واخلي او ناورین ته د لارې هوارېدو هڅې به وکړي.

خو په مقابل کې اکثریت اوس په دې اند نه دي، چې نور خلک تاوتریخوالي او بې ځایه اعتراضونه نه کوي او ولسواکي غواړي، ټول به د ټاکنو خپلواک کمېسیون له خوا اعلانېدونکې پایلې مني.

بلخوا دغه ټیم اوس په دې هڅه کې دی، چې له دغو شپږو نوماندانو سره خبرې اترې وکړي او له هغوی سره له هر ډول معاملو کولو وروسته هغوی دې ته چمتو کړي، چې له دوی ملاتړ وکړي، خو د دوی د دې هڅو په اړه اشرف غني احمدزی چوپ پاتې دی او باوري دی، چې د نوماندانو له ملاتړ سره سره به رای ورکوونکي ده ته رایه ورکوي، ځکه اوس ټاکنو بشپړ قومي رنګ اخیستی او پښتون به پښتون او تاجک تاجک ته رایه ورکوي.

دا چې د عبدالله عبدالله ټیم په لومړي پړاو کې پر خپلې بریا ټینګار کوي دا له قانون څخه سرغړونه او تبلغاتي جګړه ده چې غواړي د خلکو اذهان مخشوش کړي.

له دې ټولو سره په څنګ کې د لګښتونو او بیا ځلي چمتووالو او د درغلیو سازمانوونکو حق الزحمې خبره هم په بشپړ ډول مطرح ده، داسې ویل کېږي، چې د اشرف غني مخکښ سیال په لومړي پړاو کې ۶۵ میلیونه ډالره لګښت کړی دی او د هرو سلو زرو رایو د اخیستلو لپاره یې دوه نیم لکه ډالره لګولي دي، چې په دویم پړاو کې په دومره پراخه کچه لګښت کولو توانايي نه لري.

له تېرو دیارلسو کلونو چې ولسمشر حامد کرزی په واک کې دی، د افغانستان اجرایوي چارې تر ډېره د جمعیت اسلامي ګوند په لاس کې دي، د افغانستان پر شمال سربېره د هېواد په ټولو برخو کې سیمه ییز ملکي او پوځي کلیدي چارواکي په یو ډول له جمعیت اسلامي ګوند سره تړاو لري او په سازمان شوي ډول ځای پرځای شوي دي.

په لومړي پړاو کې دغو ټولو مسوولانو په پراخه کچه لاسوهنه او درغلۍ وکړې، ښه بېلګه یې موږ کابل ته نېږدې پروت ولایت وردګ ورکولای شو، په دغه ولایت کې اته ولسوالۍ دي چې دوې یې هزارګان او شپږ نور یې ټول پښتانه او پښتانه یې په ټولیز ډول د اشرف غني ملاتړي وو، خو د دغه ولایت او یو شمېر ولسوالیو امنیه قوماندانان د جمعیت اسلامي ګوند غړي دي او په ټاکنو کې یې په دغه ولایت کې له نا امنۍ په ګټې اخیستنې عبدالله عبدالله ته صندقونه ډک کړل، هماغه وو، چې عبدالله عبدالله دا مهال په وردګو کې په لوړه فیصدي کې دی او په ټول هېواد کې په همدې ډول.

نتیجه ګیرۍ ته ځو، هغه سیمه ییز چارواکي، چې په تېر لومړي پړاو ټاکنو کې يې پراخه درغلي وکړه باید له دندو ګوښه او پر ځّای یې بې غرضه او خپلواک کسان وګمارل شي.

د ټول هېواد په کچه د په ځانګړې توګه په پښتني سیمو کې رای مرکزونه پرانیستل شي او ټولو ته د په یو شان رای پاڼې ورسول شي او همدا راز دې له تېرو ټاکنو په تجربې له غرمې مخکې رای پاڼو ختمېدو شکمنې موضوع ته رسېدنه وشي.

امنیتي ځواکونه دې یو ځل بیا په بشپړه توګه امنیت خوندي او خلکو ته د فضا برابره کړي، چې په ټاکنو کې ونډه واخلي.

او په پای کې خلک دې نور د خپل برخلیک په ټاکلو پوه او په پراخه او میلیوني بڼه را ووځي رایې د ورکړي او نړیوال د هک پک کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *