پلۍ کیمپ په یوه وچ ډاګ کې جوړ شوی و. هره خوا غټې او وړې ډبرې وې، چې ځینو به یې د لمر وړانګې بیرته منعکس کولې. دلته یو ډول خځندې وې؛ خادمۍ یې بللې. دوی اوږدې او تیرې لکۍ درلودې، په همدې به یې ځانونو ته سوري کول. دا خځندې خړې وې، ټکنده غرمه به ښکار پسې راوتلې. خولې به یې وازې نیولې وې، لکه تندې چې رااخیستې وي؛ خو د اوبو درک نه و.
ماشوم وم؛ همدلته مو په وطن کې د جګړو له ویرې، دوستان میشت و او ورکره تللی وم. دوی خپل شنه باغونه، د اوبو ډکې ویالې پرې ایښې وې او په وچ ډاک کې لکه خادمۍ اوسیدل.
دلته به اوړي کې لیوني سپي پیدا کیدل او د کډوالو ماشومان به یې داړل. زما د تره لمسی، ډولی شیرعلم یې هم و داړه. دولس کلن و خو؛ دومره هوښیار او خپل دوستی و، چې تصور یې نه کیده.
د شیر علم ناروغي زور شوه. عصاب یې ګډوډ شول. کټ کې به پروت و. څوک نه ور نږدې کیدل. یو دم به یې چیغه کړه: کشر ورور مې راولئ. چې ور نږدې به یې کړ؛ نو د خولې لګولو هڅه به یې کوله. بیا به یې چیغه کړه: نو زه مو ولې تړلی یم؟ ولې مو کوټه کې بند کړی یم؟
مورې! زه خو ستا زوی یم کنه، شیرعلم یم. مور به یې مخ واړو، لپه لپه اوښکې به یې تویه کړې او نوره به غلې ناسته و.
یو دم به کټ کې کیناست: مورې! که مړ شوم کلنګي چرګ مې حلال نکړئ. ښه یې وساتئ. مورې! که مړ شوم، دلته مې خښ نه کړئ. تاسې به ټول وطن ته لاړ شئ او ما به دلته یوازې پریږدئ. و مورې، دلته قبر کې ډاریږم. که بیا مې لیونی سپی وخوري او دې سره به چیغې شوې.
بالاخره شیرعلم مړ شو. دا ښایسته شیرعلم یې د خپل وصیت خلاف له مجبوریته په هماغه سپیره کیمپ کې ښخ کړ او پریمانه خاورې یې پرې واړولې.
مور یې ډيرې بدې ورځې کولې. میرمنو ورته نصیحت کاوه. یوې ورته ویل: د چا اولاد چې ماشومتوب کې مړ شي، په هغه دنیا کې د مور شفاعت کوي. جنت ته یې له ځانه سره بیايي. مور، چې د خپل ښایسته زوی درد په زړه داغلې وه، په ژړا یې وویل: دوزخ مې قبول دی، اولادونه دې رانه نه اخلي… د اولاد مرګ خپله دوزخ دی ….
های،
نن د هماغې مور د زړه یوه بله قطره جلا شوه. خو دا لیوني سپي جدا نکړه. دا د جګړې بلا وخوړ. دا داسې بلا ده چې له کابو نیمې پیړۍ زموږ پر هډونو شخوند وهي، خو لا یې د مړښت درک نشته.
مور ته به د خپل ځوان زوی جسد یوسي. هغه به له کونډې نږور او کوچني یتیم لمسي سره ور نږدې شي؛ خو زړه به یې نه مني چې مړ دی. پر ټنده به یې ښکل کړي. ټنډه به یې سړه وي. د مور پر هډونو به زلزله ګډه شي، خپل ګران او پردیس شیرعلم به ور یاد شي، بیا به دې بل زوی ته وګوري، یو دم به چیغه کړي:
اخ، لکه چې له بل زویه هم خلاصه شوم. اخ، لکه چې بیا یې دوزخ ته ننویستم….
د اولاد په درد کړیدلې مورکۍ!
زما د مرحوم تره دردیدلې لورکۍ!
زغم درته غواړم. پوهیږم سخته ده. زه چې د دې کرښو په لیکلو بې واره اوښکې تویوم او ساه مې بنده بنده کیږي، نو ستا به څه حال وي. خو چاره څه ده مشرې خورې؟
های، خلکو!
د جګړې لیونۍ سپۍ وتړئ. دا ختمه کړئ. دا هره ورځ نوي نوي بچي زیږوي. دا هره ورځ زموږ بې جوړې او ښکلي ځوانان د اردو، پولیس، طالب…. په نوم خوري. دا بلا د وطن مور له خپلو خوږو اولادونو خلاصوي. دا بورې میندې په ژوندوني دوزخ ته ټيله کوي او دا…
د تلې ۳۰مه، ۱۳۹۸
عکس د لغمان د الینګار د اوسېدونکي ذبیح الله دی چې پرون په روزګان ولایت کې شهید شو.