لیکوال: ظاهر پښتون
له کومې ورځې څخه چې په ګران هیواد کې د شوروي او امریکا ترمنځ سوړ جنګ زموږ په وسیله پیل سو په دواړو طرفو کې زموږ هغه مسوولې ډلې واقع وی چې مشرانو یې ځانونه د افغانانو وارثان او رهبران بلل او هر یوه د خپلو بادارانو او شخصې ګټو لپاره ګران هیواد په وینو داسې ولمباوه چې تر اوسه یې د پاکیدو کوم درمل نه ښکاری.
چې د همدغې بدبختی جګړی له امله د نړۍ او خاصتآ د سیمه یزو هیوادونو د سیالیو څخه ولویدلو او همدغو بدبخته مشرانو ګران هیواد د رقیبو هیوادونو د سیاستونو او زور ازمایلو لپاره زموږ د وینو بهیولو د سیالۍ ډګر کړ چې په همدی جګړه کې شهیدان،کونډۍ،یتیمان او معیوبین پریږدو په میلونونو افغانان د ګران هیواد څخه کډه کولو ته اړ سوه چې په همدغو کډوالو کې زیاته اندازه افغانان ایران او پاکستان ته ستانه سول خو په افغانستان کې د سیاسې حالاتو او د نظامونو د بدلونونو په وجه په زیاته اندازه هیوادوال بیرته هیواد ته راستانه سوه خو هغه بدبخته افغانان چې لا تر اوسه د کډوالۍ شپی او ورځې سبا کوی نه یې چا حال واخیست او نه یې چا په درد سر و ګراوه چې همدغه بدبخته افغانان چې نن کډوال دی د چا له امله هلته په ذلالت د ژوند چاری مخ ته بیایې؟
چې په دغو کډوالو کې که موږ د ډیورنډ د کرښې دی غاړی بلوچستان د ستونزو په اړوند لږ پلټنه وکړو د نړۍ په هیڅ ګوټ کې به هم داسې په ذلالت او خواری ژوند و نه لیدل شې چې همدغه افغان کډوال یې په پنډغالو کې تر سره کوی خو له یاده یې باید و نه باسو چې د ملګرو ملتونو د عالی سازمان یا یو ان ایچ سی ار او ځینو نورو انجوګانو لخوا په تعلیم،صحت او اوبو په برخه کې ورسره مرسته کیږی خو دا مرسته د دوی د درد لپاره درمل نه جوړیږی.
که چیری اسلامی او د ملګرو ملتونو قوانینو ته وګورو پر دی خبره ټینګار کوی چې د یو ټولنۍ سمون او پرمختیا په علم سره کیږی او نړیوال دا خبره مونږ افغانانو ته راجع کوی چې ستاسې بربادی او جګړی د بی علمی په وجه ترسره کیږی نن چې افغان دولت ته وګورو هغه ټول ګروپونه چې به سوړ جنګ کې ښکیل وه نن پر یو سترخوان سره ناست دی او خپل د ژوند د هوسایې او د چوکې په مزو بوخت دی او د همدی دولت سره د نړۍ ټول طاقتونه مرستندوی دی خو تر اوسه پوری یې د هغو بدبختو د سرنویشت لپاره هیڅ ونه کړل.
په بلوچستان کې دا وخت شاوخوا ۷۰۰۰۰ زده کوونکې په شخصی او یا د انجوګانو په مرسته په زده کړه بوخت دی چې د نهم ټولګې څخه تر دولسم ټولګې پوری د لوست لپاره کتاب نه لری او د ښوونکې لپاره تنخواه نه لری په کویټه کې د پوهنې د وزارت لخوا یو استازی لری خو آتیشه یې رسمیت او اسانتیاوی نلری په دی دولسو کلنو کې د وزارت معارف لخوا یوه توره وهل کیږی چې د دولسم ټولګېو د فارغینو اسناد ورکوی ایا دوی افغانان نه دی؟ او دوی د دی خاوری د سباون ساتونکې نه جوړیږی؟
یواځې سږ کال ۳۵۰ د دولسم ټولګیو فارغین د کانکور د ازموینې لپاره چمتو شوی او بیا دلته د کانکور د ازموینې په وخت کې بیا په یو بل نوم ستایل کیږی د( خارج از مرج) نو دا هغه پوښتنې دی چې هم هغو مشرانو او د ګران افغانستان د بربادولو اصلی لامیلینو ته راجع دی چې د دوی د سیاستونو او شخصی ګټو په خاطر و کډوالی ته مجبوره سوه ایا د دی افغانانو د بچیانو د سباون زمه واری د چا په غاړه ده؟ ولی د مور او میری سلوک ورسره کیږی ایا دوی افغانان نه دی؟
