رواغجن

 

یو دروغجن مړکېږي او هغې بلې نړۍ ته ځي.

هلته د جنت  دروازو ته مخامخ درېږي، بیا نو یولوی دیوال ګوري، چې ډول ډول ساعتونه پرې راځړېدلي وي.

له یوې فرښتې پوښتنه کوي، چې دا ساعتونه د څه لپاره دلته راځړول شوي؟

فرښته ځواب ورکوي:

دا ساعتونه درواغ معلوموي، او هر څوک په ځمکه یو درواغ لرونکی ساعت لري او کله، چې هغه کس،   درواغ  و وايي د ساعت ستن یې یوه درجه مخکې ځي.

سړي وویل، څومره حیرانوونکې، هغه به د چا ساعت وي؟!

فرښتې ځواب ورکړ:« هغه تر اوسه یو درواغ هم ندې ویلي؛ نو ځکه یې ساعت هم مخکې والی نه دی کړی».

واه !!! د باور وړ نه ده، ښه!! نو دا ساعت د چا دی؟

فرښتې ځواب ورکړ:

د ابراهیم لینکلن، ستن یې بیا بېځایه شوه!

ډېره حیرانونکې ده او رښتیا زما ساعت چېرته دی؟

فرښتې ځواب ورکړ:

 هغه د سرپرستو فریښتو په خونه کې دی او له هغې نه د چت د پکې په حیث کار اخلي.

 

…………………………………………………………..

 

 

لوی خلک لوی عدد خوښوي

 

کله چې له هغه سره ستاسې کوم ملګری خبري کوي، هېڅکله د مهمو شیانو په اړه پوښتنې نه کوي.

هېڅ وخت پوښتنه نه کوي.

غږ یې څه ډول دی؟

کومې لوبې یې ډېرې خوښېږي؟

پتنګان راټولوي اوکه نه؟

پوښتنه کوي

څوکاله یې کیږي؟

څو ورونه لري؟

وزن یې څومره دی؟

پلار یې څومره حق اخلي؟

او له دې پوښتنو وروسته هغه فکر کوي، چې هغه یې پیژندلی.

که چېرته لویو انسانانو ته ووايې، چې یو کور مې ولیدو، چې له پخو او سرو خښتو، چې د پنجرو غاړې یې له شمعو او بامونه یې له کوترو ډک وو. ممکنه نده، چې څېره یې جوړه کړي.

نو باید ورته ووايي، چې د سلو میلیونو تومنو په ارزښت مې یو کور ولید نو ګورې به، چې غږیې لوړ شي، واه څومره به ښکلې وي!

 

 

 

 

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *