د مينې ډالۍ
یوې سخي ښځې په غریزه سیمه کې سفر کاوه چې یوه قېمتي ډبره یې دیوه لښتي ترڅنګ پیدا کړه .
یوه ورځ وروسته یو داسې مسافر سره مخ شوه چې ډېر وږی و .
سخي ښځې خپل دسکول را خلاص کړ تر څو له هغه مسافر سره یو ځای غذا وخوري .
وږي مسافر د سخي ښځې په ورغوي کې هغه قیمتي ډبره ولیده ، نو ډېره یې خوښه شوه او له هغې یې وغوښتل چې هغه ډبره ده ته ورکړي .
سخي ښځې هم بې له ځنډه هغه ډبره هغه ته ورکړه . مسافر له خپل بخت ډیر خوښ وه ،چې له هغه سره مخ شو او له خوښې په جامو کې نه ځاېده .
هغه پوهېده چې ډېره با ارزښته ډبره یې لاسته ورغلي ، چې کولاې شي د خپل عمر تر اخره ارامه ژوند وکړي ، خو څو ورځې وروسته مسافر سړی په دې لټه کې شو، چې څنګه وکولای شي هغه سخي ښځه زر پیدا کړي .اخر یې هم کله چې هغه پیدا کړه نو ډبره یې بیرته ورکړه او وې ویل « ډیر فکر مې وکړ زه پوهېږم چې دا ډبره څومره ارزښتمنه ده خو هغه بېرته تاته درکوم ، په دې هیله چې تر دې یو باارزښته څیز ماته راکړي.
که کولاې شي هغه مینه ماته راکړه چې چې تاته یې دا قوت درکړ چې دا قیمتي او با ارزښته ډبره ماته راکړې .
هيله
یوه ورځ مې پرېکړه وکړه ، چې نور هرڅه پریږدم ، لکه کسب کار ، ملګري ، مذهب …. او بالاخره ژوند مې ! نو بس لاړ م ځنګل ته ، چې د ورستي ځل لپاره له خدای تعالی سره خبرې وکړم .
خدای ج ته مې وویل: ایا کولی شې د ژوند د دوام لپاره راته علت راوړې؟
د هغه ځواب حیران کړم.
هغه وویل:
ایا د سرخس او بامبو ونې ګورې؟
ځواب مې ورکړ:
هو
بیا یې وویل:
هغه وخت مې ، چې د بامبو او سرخس ونې پیدا کړې ، له هغو مې په ډېر ښه توګه ساتنه وکړه .
هغوی ته مې په پوره توګه لمر او غذا ورکړه ، ډېر وخت تېر نه شو ، چې سرخس له خاورې پورته او ټوله ځمکه یې ونیوله ،خو له بامبو خبر نه وم .
زه له هغې څخه ناهیلې نه شوم، په دویم کال سرخسونو ډېر پرمختګ کړی و او ځمکې ته یې ځانګړې ښکلا ورکړې وه، خو له بامبو بیا هم احوال نه و.
ما بیا هم له بامبونو مخ و نه ګرځولو
په درېیم او څلورم کال هم د بامبو ونو نمو ونه کړه.
خو زه بیا هم ناهیلی نه شوم .په پنځم کال د بامبوانو د غټيدو نښې ښکاره شوې، د سرخسو په پرتله کوچني او لنډ وو، خو د شپږو میاشتو په تېریدو سره د هغو لوړ والی له ۱۰۰ فوټو واوښت.
پنځه کاله په دې تېر شوي وي وو څو د بامبو ریښې ښې قوي شي.
ریښو بامبوان قوې کول او هغه څه، چې په ژوند کې د هغه ضرورت و، ورته یې برابرول
خدای تعالی همدارنګه زیاته کړه:
ایا ته پوهیږې، چې په دا دومره کلونو کې، چې ته له ډېرو سترو مشکلاتو سره مخ وې په حقیقت کې تا خپلې ریښې قوې کولې؟ ما په دا دومره وخت کې ته نه یې پریښی څنګه ، چې مې بامبوان ندې پریښي.هر وخت خپل ځان له نورو سره مه پرتله کوه، بامبو او سرخس دواړه سره بیل بیل بوټي دي، خو دواړه د ځنګل په ښکلا کې مرسته کوي. یو وخت به راشي ، چې ته به وده وکړې او ته به لوړ شې!
ما ترې وپوښتل زه به څومره لوړ شم او څومره ونه به وکړم؟
په ځواب کې یې له ما وپوښتل، بامبو څومره وده کوي؟
ځواب مې ورکړ، هرڅومره چې وکولی شي.
ويې ویل، ته هم باید وده وکړې، هرڅومره چې کولی شې.
دغه کیسې د ژباړن د (مینې محکمه) نومې کتاب کې چاپ شوې دي یادونه: