خلک به څه  وايي ؟؟

 

 غوښتل مې دې نړۍ ته راشم ، په عمومي زېږنتون کې مې بابا مور ته وویل

یوازې خصوصي روغتون  !

مور مې وویل

ولې ؟

ویې ویل خلک څه وايي؟

غوښتل مې ښوونځي ته لاړشم، زموږ د کوڅې ښوونځي ته. مور مې وویل غیر انتفاعې یې! پلار مې وویل ولې؟ مور مې وویل، خلک به  څه وايي؟

له بشري علومو سره مې مینه وه، پلار مې وویل…

صرف ریاضي! و مې ویل ولې ؟

و یې ویل، خلک به څه وايي !؟

له یوې کلیوالې او اطرافي سره مې مینه وه، غوښتل مې ورسره  واده وکړم. خور مې وویل، زه به مړه شم. و مې ویل ولې؟

ځواب یې راکړ

 خلک به څه وايي؟!

غوښتل مې د واده د مراسمو پیسې مې د ژوند پانګه کړم . پلار او مور مې وویل، مګر  زموږ د جنازو نه به وشړل شې.

و مې ویل، ولې؟ و یې ویل، خلک  به څه وايي؟

غوښتل مې د خپلو راسره شته پیسو په اندازه په لاندې ښار کې یو کور اجاره واخلم. مور مې وویل. وای زما لپاره !!!

 و مې ویل، ولې؟ ویې ویل، خلک به څه وايي؟

له واده وروسته مې لومړنۍ ملمستیا وه، غوښتل مې ساده او مینه ناک وې، ښځې مې وویل، مات شو، همدا اوس ؟! و مې ویل، ولې؟ ویې ویل خلک به څه وايي؟!

غوښتل مې یو ښکته ماډل موټر واخلم، تر څو مرسته راسره وکړي، لاس او پښې مې شي ، ښځې مې وویل ، خدای دې مرګ راکړې. ورته مې وویل، ولې ؟ ویل یې، خلک به څه وايي؟!

زوی مې غوښتل دنیا ته راشي، خو  په عمومې زیږنتون کې، پلار مې وویل، صرف په شخصي روغتون کې

ومې ویل:

ولې؟

ویل یې خلک به څه وايي؟

زوی مې غوښتل ښوونځي ته لاړ شي، خپله ټاکلې ریشته ولولې، واده وکړې …

غوښتل مې مړ شم، دقبر په سر مې بحث شو، زوی مې وویل، د قبرونو لږ وړاندې مې ښځې چیغې کړې. لور مې وویل، څه شوي؟ ویل یې ، خلک به  څه وايي؟!

خلکو او ورور مې د فاتحې لپاره په یوه وړوکې مسجد کې د مراسمو د نیولو تابیه ونیوله، خور مې اوښکې توې کړې ویې ویل، خلک به څه وايي؟!

مړو خښوونکو  په قبر ساده شناختې کیښودې، خو ورور مې ویل، خلک به  څه وايي!

خپله یې زما په قبر یو مرمرینه تیږه کیښوده، چې زماعکس هم پرې ځړېدلی و.

ما دلته اوس په یوه ژوره کنده کې کور جوړکړی او ټوله پانګه مې د ژوند تیرولو لپاره یوې جملې زیاته نده، خلک به څه وايي؟!

د هغه خلکو، چې زه یې له خبرو سرګردانه وم او اوس د یوې شیبې لپاره زما په فکر کې نه دي.

مات شو

 

مات شو، د سړي غږ و، چې له خونې راته او ښځې بې غمه خندل د خونې منځ له ماتو ښېښو نه ډک و.

څنګه، چې سړي له یو طرفه هم  نه شوای کولای د شیشوله منځه ځان وباسي؛  نو یو قدم شاته لاړ اوخپله پښه یې پرې کړه مخکې لاړ پښه یې نوره هم پریکړه. څو دقیقي وروسته خونه له وینو ډکه شوه، له ځانه سره یې فکر وکړ باید چې صبر وکړي، ځکه بله لار نلري نو خپلې  پښې یې له لاسه ورکړې، ډير زیات درد یې ورته کاوه، خو ځان یې ورسره عادې کړ.

پرته  له پښو یې ځان د ښځي خواته ورساوه .

ښځې بیا وخندل سړي هم وخندل. اوس دواړه پښي نلري دوه خونې له شیشو اووینو ډکې دي ، هلته تر هغې پاتي شول، چې مړه شول. وینې د خونې په منځ کې وچې شوې، کور د څه مودې لپاره خالي و، بیا نوې کورنۍ په کې مېشته شوه.

خو د کور په هره برخه کې د سړي غږ پاتې و، هغه غږ چې ویل به یې «مات شو» په همدې خاطر په هغه کور کې هیڅوک نه پاتې کېدل. کور یې ویجاړ کړ، د مڼو او ګلابو  ونې یې وکرلې. خو مڼو د وینو خوند کاوه.

ونې یې هم له بیخه وویستې او یوازې خاورې پاتې شوې . خو بیا هم په خاوره کې د سړي غږ پروت و.

اوس کلونه له هغه وخته تېر دي اوس په هغه ځای کوڅه جوړه شوې اوس د هغوی کور د کوڅې په یو پیچومې کې پروت دی. اوس هم کله چې خلک د کوڅې له هغې پېچومې او ګوښي ځای نه تېریږي، د سړي اواز اوري، چې وايي « مات شو»

اوس د هغه پیچومې نوم زمونږ په ښار کې مشهور دی، پیچومی مات شو.

اوس زه په هماغه کوڅه کې یم ، غواړم ځان هم راټول کړم.

One thought on “دوې لنډې کیسې/ ژباړن ذبیح الله رحیمزی”
  1. سلامونه
    خوندوری او له معنا ډکی کیسی چي په نوی فورم او سبک لیکل شوی دي ژباړه یی هم ښه او عالی ده خو ژباړن ته په کار ده چې د اصل لیکوال او ما خذ نوم هم د ژباړې تر څنګ ولیکي او که ددغه لیکوال اثر اول ځل پښتوته ژباړل کیږی پخپله د لیکوال لنډه معرفی به هم بې ګټې نه وی
    جا نداد

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *