قهرمان هلک
یو لس کلن هلک چې په یوه ټرافیکي پیښه کې یې چپ لاس له منځه تللی وو، د رزمې لوبو دزده کړو لپاره د جودو یو استاد ته وسپارل شو.
د هلک پلار ټینګار کاوه او له جودو استاد یې هیله کوله ، چې له زوی یې یو اتل جوړکړي.
استاد ورسره ومنله او ورسره یې ژمنه وکړ، چې یو کال وروسته به یې له زوی څخه د ټولو کلپونو قهرمان جوړوي.
شپږ میاشتي یې د هغه د بدن په جوړښت کار وکړ او په دې شپږ میاشتو کې یې د جودو یو هنر هم ور یاد نه کړ.
له شپږو میاشتو وروسته، خبر خپور شو، چې یو میاشت وروسته سیمه يیزې سیالۍ په ښار کې تر سره کیږي.
د جودو استاد لس کلن هلک ته فقط یو هنر ور زده کړ او د سیالیو د رارسېدو پورې یې په هماغه هنر کار کاوه .
خو سیالۍ ترسره شوې، هلک وکړای شو په هماغه خپل یو هنر خپل سیالان مات کړي!
درې میاشتې وروسته هلک په دې وتوانېد، چې په خپل هماغه یو هنر د کلپونو ترمنځ په سیالیو کې ګټونکی شي .
کله چې سیالۍ پای ته ورسیدې، هلک د بیرته راتګ په وخت له خپل استاد د خپلې بریا د راز پوښتنه وکړه.
استاد یې وویل: ستا د بریالیتوب راز په دې کې و، چې لومړی په هماغه یو هنر کې ته په ځان ډېر متکي وې، دوهم ستا کامیابې لار او هیله هم همدا هنر و او درېیم دا چې ستا د کامیابۍ لار دا وه، چې د سیال کیڼ لاس ونیسې ،چې تا چپ لاس نه لره !
نو ورته وايي، چې په ژوند کې په یاده لره، چې د خپلو کمرزورو نقطو څخه د قوې نقطو په توګه ګټه پورته کړې.
واقعې کټونکی څوک دی؟
زما اته کلن زوی ښه ځغاستونکی و او زیاترو سیالیو کې به یې مډال راووړ.
یوه ورځ یې د سیالۍ د کتو لپاره ورغلم. په لومړۍ لوبه کې یې د سرو زرو مډال تر لاسه کړ.
دوهمه لوبه پیل شوه، هغه ښه پیل وکړ؛ خو په پای شېبو کې ښه ونه ځلید او څلورم نمبر کې راغی
هغه ته د ډاډګیرنې لپاره ورغلم هسې نه چې د څلورم مقام په ګټلو ناخوښه وي.
زوی مې یوه معصومانه خندا وکړه اوه یې ویل:
مورې دغه راز بیا درته وایم د اوس لپاره دې ماسره وي.
ورته ځیره شوم زوی مې خپلو خبرو ته ادامه ورکړه
ما یو مډال وکاټه، خو زما ملګري نیکولاس یو مډال هم ونه ګاټه.
او ډېره هیله یې همدا وه ؛ چې یو مډال خپلې بوډۍ مور ته یوسي. د همدې لپاره مې پرېښود چې هغه اول شي.
ومې پوښتل نو ولې څلورم شوې؟
وې خندل او ځواب یې راکړ:
وا نیکولاس پوهیږي، چې زه ښه ځغاستونکی یم.
خو که زه دوهم کېدم هغه په هر څه پوهېده اوس نو کولای شم ووایم چې پښه مې تاوه شوه او شاته ولویدم.