په پښتو ژبه کې یو متل دی، چې وایي: چرته چې اوسې، په خوی به د هغو شې.
او بل د یو مشهور ویناوال وینا ده، چې وایې: څه دې چې ذهن ته ننیستل همغه شی به دې له ذهنه خارجږي.
څه معنا؟
یو کس چې کله د طب پوهنځی لولي او اړوند کتابونه یې لولي، نو د د څخه په هرو مرو ډاکتر جوړېږي.
که یو څوک د ادبیاتو پوهنځی لولي او د ادبیاتو اړوند کتابونه مطالعه کوي، نو خامخا به ادیب ترې جوړېږي.
همدا رنګه که چېرته په هر رنګ ټولنه کې ژوند کوې، د همغه ټولنې د خلکو په څېر به کړه وړه تر سره کوې. د هغه ټولنې خلکو که جنګ کاوه، تا سره به هم جنګي مفکوره وي، او که هغه خلک ښه با استعداه او هوښیار خلک وو نو هرو مرو به یې پرتا هم سیوری پروت وي. نو ماته د هغه دوه کسانو کتابچې دا خبر ښه په ډاګه کوي. چې لومړی یو ښاري هلک دی او دوهم کس یو کلیوال هلک دی. د دوی کتابچې مې په پرتليز ډول له یو او بل سره مقایسې کړلې، چې د نوموړې خبرې صبوت لاس ته ځینې راغی.
د ښاري هلک کتابچه:
ښاري هلک په کتابچه کې یو کښل شوی انځور ښکاري. په نوموړي انځور کې، دې هلک یو پوخ سړک رسم کړی او پر سر یې یو لوړ ماډل موټر کښلی، څنګو ته یې د ښایسته منځېرې تر څنګ څو دوکانونه هم رسم کړي دي، چې د ډېر څه خبرې کوي.
د کلیوال هلک کتابچه:
کلیوال هلک په کتابچه کې هم یو انځور راکښل شوی، چې په دې انځور کې یې پوخ روډ (سړک) انځور کړی، د سړک د پاسه یې څو پرله پسې، کتار موټران رسم کړي. شا او مخ ته یې په جنګي وسلو بار موټران کښل شوي دي. او د څو متره په فاصله له لرې ځای څخه څو له موټر سایکل څخه ښکته شوي کسان چې د ټوپکونو سره ګوته په نښان ناست دي او د سړک په لور ډزې کوي، انځور کړي دي. او همدا رنګه د سړک له لوري هم زیاتې ډزې د هغوی په لوري شوې دي.
نو د دې دواړو له انځور جوړونې څخه دا په ډاګه کېږي، چې د ښاري هلک ژوند په داسې ماحول او چاپېریال کې تېر شوی او تېرېږي، چې له جنګ او جګړې څخه پاک او لرې دی. د ده انځور جوړونه داسې هم وایې، چې نوموړی د یو ښکلي موټر د لرلو آرمان لري. او د پاخه روډ او دوکانو انځورونه داسې وایې چې دی د یو فعال او ودان هېواد راتلونکي ته سترګې په لار دی.
او د کلیوال هلک انځور جوړونه بیا دا په ډاګه کوي، چې نوموړی هلک په یوه داسې سیمه کې ژوند تېروي چې له جنګ او جګړې سره یې سر اوکار دی. او په انځور کې له موجودو کښل شویو شیانو څخه داسې معلومېږي چې نوموړی هلک د ټوپک، موټرسایکل او جنګ سره مینه لري.
پایله: نو دا متل چې وایې: چرته چې اوسې، په خوی به د هغو شې. او دا خبر چې څه دې ذهن ته داخېل کړل همغه به دې له ذهنه خارېږي. پر ځای خبرې دي. هره منطقه او د خلکو خصوصن د هلکانو لیدلوری، چې په هر رنګ چاپېریال او ټولنه کې وي. د همغه چاپېریال، ټولنې او د هغه ځای د خلکو په شکل او تقلید به عمل تر سره کوي. او د هغوی په رکم به ګرځي.
لیکنه: مخلص “درمل ” ۱۳۹۸ هـ . ل کال