تاند- د افغانستان د مالیې وزارت نن /سې شنبه/ دوې کمپنۍ د نوي کابل بانک د اخیستو لپاره په شرایطو برابرې اعلان کړې.

د مالیې وزارت د خزاینو عمومي رييس محمد اقا کوهستاني په یوه خبري غونډه کې وویل چې یو شمېر کمپنیو د نوي کابل بانک د اخیستلو وړاندیزونه یا افرونه ورکړي وو چې د هغوی په منځ کې دوې په شرایطو برابرې وپېژندل شوې.

کوهستاني جاینټ سټک (Joint Stack Company) او د پاکستان مسلم کمرشل په شرایطو برابرې کمپنۍ وبللې.

ده وویل چې د نوي کابل بانک د پلورلو په شرایطو کې یو دا په پام کې نیول شوی چې د دغه بانک هیڅ پخوانی ونډه وال په داوه طلبۍ کې برخه نه شي اخیستی او همداراز د نوي کابل بانک داوطلب باید د دولت تخنیکي او مالي شرایط پوره کړي.

کابل بانک د کرزي د حکومت په دوره کې دېوالبه شو، نژدې یو ملیارد ډالره شتمني یې د بانک د ونډه والو او مسوولانو له لوري ووهل شوه.

محمد اشرف غني له واک ته رسېدو وروسته تر هر څه وړاندې د کابل بانک د دوسیې حل کولو ته ملا وتړله، په سلګونو ملیون ډالره حیف و میل شوې شتمني یې له اختلاس کوونکو څخه ترلاسه کړه خو لا هم د دغه بانک د شتمنۍ ډېره برخه نه ده حصول شوې.

د کابل بانک دېوالیه توب په افغانستان کې خصوصي سیکتور، په تېره بیا خصوصي بانکدارۍ ته، چې تازه یې تجربه د بریالیتوب په لور روانه وه، سخت ګوزار ورکړ.

One thought on “دوې کمپنۍ د نوي کابل بانک د اخیستلو په شرایطو برابرې اعلان شوې”
  1. اې خدایه داڅه روان دي!
    د خبر عزتمندو لوستونکو
    سلامونه درته وړاندې کوم
    دخدای جل جلاله له درباره څخه ښه روغتیا او سرلوړي درته غواړم.
    ددې خبر په لوستلوسره مې د وجود وېښتان ودرېدل او هغه د دوو کالنو وړاندې د یوه ناپاکه شخص خبره راته سترګو ته ودرېدله چې د یوه بانک په انګړ کې راته ویلي وو چې: ګوره نوی کابل بانک به هرومرو په پاکستاني بانکونو پلورل کیږي!
    ما هغه وخت دغه کس ته ویلي وو چې، داسې لېونتوب به هېڅکله افغان حکومت ونکړي، ځکه زمونږ د ټول هېواد د کارکوونکو مکمل معلومات، ځانګړي مالی اسرار، د بانکونو ترمنځ حقیقي تعامل او نور زیات مهم معلومات له دغه بانک سره پراته دي، چې په دوی کې ملکی او نظامي کارکوونکي ټول ورګ‌‌‌ډ دي.
    دغه کس ښه په ټینګارماته ویلي وو چې: که هر څومره دغه پروسه اوږده هم شي، بیا به هم نوی کابل بانک د پاکستان وي!
    اوس خو له دې خبرڅخه په ډاګه د هماغه ناپاکه شخص خبره په تله پوره را وختله او داسې ښکاري چې ورو ورو افغان حکومتي چارواکي، دمالیې وزارت او د ټولو په سر کې د هېواد ملي اقتصادي عالي شورا غواړي چې نوی کابل بانک پاکستاني ګرغېړنو منګولو ته وسپاري.
    وړاندیزونه:
    • له هرڅه مخکې دې په اړه کورنیو سوداګریزو ګروپونو او لوریو ته لومړیتوب ورکړل شي.
    • بیا دې مختلط افغانی او نړیوالو ګروپونو ته په ګډه لاره هواره شي چې، پاکستاني، ایراني او هندي لوري پکې نه وي.
    • نړیوالو ګروپونه دې له دې وروسته لومړیتوب ورکړل شي، خو پاکستانیان، ایرانیان او هندیان پکې نه وي.
    • د مالیې وزارت دې له افغاني سوداګریزو لوریو سره یو ځای دد غه بانک برخه وال شي او وروسته یې دې په ورو ورو هغه وخت یوازې افغاني خصوصي سکټور ته وسپاري چې د مالیې وزارت پدې ډاډمن شي چې د یاد بانک اداره د قانوني او بانکي دودنو سره سمه پرمخ روانه ده.
    که داسې ونشي او په پټو سترګو دغه د افغان ولس بانک پردیو وسپارل شي نو تراقتصادي او بانکي ګټو به یې امنیتی او استختباراتي زیانونه نورو لوریو ته زیات وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *