په یوه دیني موضوع باندې د لیکلو لپاره باید لازمه علمي وړتیا ولرو او د دې تر څنګ د لیکلو د فني او هنري استعداد لرونکي هم اوسو، چې په پښتو لیکل کوو ،نو باید د دې ژبې لږ تر لږه اساسي قواعد او اصول هم زده کړو او څرنګه چې مضمون او موضوع مو دیني ده ،نو د عربۍ الفاظ به هم کاروو، بیا نو دا هم لازمه ده چې د عربۍ د املا او انشا قواعد هم مراعات کړو، او د دې لپاره چې لوستونکو ته مو خپل پېغام واضح او څرګند رسولای وي؛ د دواړو ژبو د لیک نښو یا علامات الترقیم کارونه ښه په دقت سره وکړو، مونږ دا تعلیمي لړۍ د همدغو موخو د حصول لپاره شروع کړې، هیله ده چې دا لړۍ ګټوره ثابته شي، په نني بحث کې مونږ د ځینوعربي الفاظو او په ځانګړي ډول د همزې د استعمال په هکله سره غږېږو.

1د ’’همزې‘‘ استعمال: (الف) ـ وصلي همزه چې د عبارت په شروع کې راشي ، هغه به د حرکت سره لیکلی شي ، مثلاً : [اِقْرَأُوا الْقُرْآنَ] کې اوله همزه. که د عبارت په منځ کې د کامې (،) او نقطې (Full stop) نه پس راشي ، بیا به هم په حرکت سره لیکلی شي ، مثلاً : [لِأَصْحَابِهٖ یَوْمَ الْقِیَامَةِ، اِقْرَأُوا ].

په وصلي همزه باندې کله هم د همزې نښه (ء) مه لیکئ، یعنې: أ، إ په ځاى یوازې الف (ا) ولیکئ ، او که د حرکت لیکلو موقعه وي ، نوبیا پرې حرکت لیکئ ، مثلاً : د [اِقْرَأْ] اوله همزه به د الف په شکل کې لیکلی شي ، ددې د لاندې به د همزې نښه ’’ ء ‘‘ نهٔ لیکل کېږي۔ (ب):قطعي همزه به د همزې علامت ’’ ء ‘‘ سره لیکلی شي ، لکه : [أَحْمَدُ ، إِکْرَامُ ، أَسْئِلَةٌ]۔ قطعي همزه کوم کوم ځاى راځي؟ 1 د اِفعال باب په ټولو صیغو کې راغلې همزه قطعي همزه ده ، لکه : [أَکْرَمَ ، أَرِنَا ، مُؤْکِلَهٗ]۔

2 د اسم تفضیل همزه ، لکه : [أَکْثَرُهُمْ ].

3 د کلمې خپله د مادې همزه ، لکه : [إِفْکًا ، إِثْمٌ ]۔

4 د ’’ واو‘‘ یا د ’’ یا ‘‘ په بدل کې راغلې همزه ، لکه : [أَحَدٌ، مِئَةٌ]۔

5 د جمع مُکَسَّر همزه ، لکه : [أَخْبَارٌ ، أَقْلَامٌ ، تَحْتَ أَرْجُلِهِمْ ]۔

6 د حروفو د سر همزې ، لکه : [إِنَّ ، إِلٰی ]۔

7 د اَعلامو همزې ، لکه : [إِدْرِیسُ ، إِبْرَاهِیمُ]. 8

د ضمیرونو همزې ، لکه : [ أَنَا ، أَنْتَ ]۔

9 د متکلم همزه ، لکه : [ أَقُولُ ، أَکْتُبُ ].

10 د فعلِ تعجب همزه ، لکه : [مَا أَحْسَنَهٗ ، أَحْسِنْ بِهٖ !!]۔ ! د ندا همزه ، لکه : [ أَ ، أَيْ۔]۔ (ج): د ’’داود‘‘ د واو د پاسه به نهٔ همزه لیکلی شي، نهٔ پېښ ، او نهٔ به د ’’واو‘‘ نه پس د بل ’’واو‘‘ اضافه کولی شي۔ لفظ : [ الملائکة ] همداسې لیکئ۔ (د): د ’’واو مده‘‘ او ’’لین‘‘ اوهمدارنګه د ’’یا مده‘‘ او ’’لین‘‘ نه بعد که همزه وي، نو دا همزه به د ’’واو‘‘ یا ’’یا‘‘ د پاسه نهٔ لیکل کېږي بلکې د دغو نه بعد به لیکلی شي ، لکه : [سُوءَ الْعَذَابِ ، سَوْءَةَ] او [نِيئَ ، شَيْئٌ]۔ اوکومه ’’یا‘‘ چې په ویلو کې نهٔ راځي ، همزه به د هغې د پاسه لیکلی شي ، لکه : [تُجْزِئُ ، لِکُلِّ امْرِئٍ ]۔ 2 تشدید: (الف): د عربۍ په عبارت کې چې کوم ځاى تشدید وي، نو هلته به د تشدید نښه شد( ّ) د قاعدې سره سم لیکلی شي، لکه: [خَیْرُکُمْ مَّنْ تَعَلَّمَ الْقُرْآنَ وَ عَلَّمَهٗ۔] (ب): د مشدَّد حرف اعراب به په دې شکل وي : [بَّ ، بِّ ، بُّ ، بًّا ، بٍّ، بٌّ۔] (ج): د نونِ ساکن، یا د نونِ تنوین نه پس که د ’’یرملون‘‘ حرفونو د مجموعې نه کوم حرف راشي ، نود ادغام په وخت کې به شد لیکلی شي ، لکه : [مِنْ وَّرَاءِ] کې په ’’واو‘‘ او [غَفُورٌرَّحِیمٌ ] کې په دویمې ’’را ‘‘ باندې به شد لیکل کېږي. (د): ’’ اَلْ ‘‘ لام تعریف چې کله په داسې اسم راشي چې اول حرف يې حرفِ شمسي وي ، نو د اَلْ لام په حرفِ شمسي کې مدغم کېږي او په دغه حرف شمسي به شد لیکلی شي او د اَلْ په لام به د سکون نښه( ْ) غړوندی نهٔ لیکل کېږي ، لکه : قَالَ النَّبِيُّﷺ کې ’’نون‘‘ او [وَالشَّمْسِ ، وَالسَّمَآءِ] کې شین او سین۔ 3 د الف مقصوره (ولاړ زور) استعمال : (الف): الف مقصوره به د اخري حرف (ي) نه په مخکې حرف باندې لیکلی شي ، لکه : [مُوسٰی ، عِیسٰی] دا به په دې انداز: [ مُوسیٰ، عِیسیٰ] کې نهٔ لیکل کېږي. (ب): [عَلٰی ، إِلٰی] او داسې نوروالفاظو باندې به الفِ مقصوره (ولاړ زور) د لام پسې متصل لیکلی شي ، نهٔ به د لام د پاسه لیکلی شي او نهٔ د ’’یا‘‘ د پاسه. (ج): په کوم لفظ چې الفِ مقصوره راغلی وي ، د ورپسې لفظ سره د میلاوېدو په وخت کې به الف مقصوره (ولاړ زور) په پروت زور بدلیږي ، لکه : [ عَلَی الْفُلْکِ ، إِلَی الْـمَسْجِدِ]. (د): [کَذٰلِكَ ، هٰذَا ، ذٰلِكَ] او داسې نورر الفاظو باندې به ولاړ زور لیکلی شي. (ه): [الصَّلَاةُ ،الزَّکَاةُ ،الرِّبَا] او داسې نورالفاظ به همداسې په الف سره لیکلی شي. 4 تنوین: په نصبي حالت کې به تنوین د الف نه په مخکې حرف باندې لیکلی شي ، لکه : [وَلَدًا ، مُحَمَّدًا] اوداسې نورـ دا به د [وَلَداً ، مُحَمَّداً ] په شکل کې نهٔ لیکل کېږي ، یعنې تنوین به د الف د پاسه نهٔ لیکل کېږي۔. تنبيه: ځينې عربي الفاظ په پښتو كې د پښتو د الفاظو په شان استعمالېږي، يعنې ګويا كې مُفَغَّن شوي دي، لكه: فوراً ، حتماً، قصداً او داسې نور، نو تنوين به د د دغو الفاظو په اخري حرف ، يعنې الف ليكلی شي، ځكه چې په دې شكل كې ښه ښكاري. 5 ’’ مد‘‘ او ’’ لین‘‘ : کله چې د ’’واو‘‘ ، ’’الف‘‘ او ’’یا ‘‘ نه مخکې حرکت د دوى سره موافق وي ، یعنې د ’’واو‘‘ نه مخکې پېښ ، د الف نه مخکې زور او د ’’یا‘‘ نه مخکې زېر وي ، نو دوى ته حروفِ مدّه وايي ، اوکله چې د دوى نه مخکې زور وي ، نو بیا ورته ’’حروفِ لِین‘‘ وايي۔ (الف): د حروفِ مَده د پاسه به د سکون علامت( ْ) غړوندی نهٔ لیکل کېږي ، لکه: [صَالِحِینَ ، مُسْلِمُونَ] او داسې نور. (ب): د حروفِ لین د پاسه به غړوندی ( ْ) لیکلی شي ، لکه : [قُرَیْشٌ ، بَیْتٌ ، یَوْمٌ ، خَوْفٌ] او داسې نور . (ج): ولاړ زېر یا نسکور پېښ د واحد مذکر غائب په (منصوب یا مجرور) ضمیرونو باندې اچولی شي ، لکه : [ إِنَّهٗ ، بِهٖ ، نَصَرَهٗ] او داسې نور. لېکن کله چې د وروسته لفظ سره میلاو شي ، نوبیا ولاړ زېر یا نسکور پېښ نهٔ لیکل کېږي ، بلکه د نسکور پېښ په ځاى صرف سیده پېښ او د ولاړ زېر په ځاى پروت زېر راځي ، لکه :[یَأْ کُلُهُ الذِّئْب ، بِهِ اللهُ]. 6 ’’ ي‘‘ هره ’’یا ‘‘ چې لوستی شي ، مده وي که غیر مده ، لین وي که غیر لین، د هغې د لاندې به ټکي لیکلی شي ، لکه : [جِيئَ ، صَلاتَيِ الْعِشَاء ، أَخِي ، فِي ، مَالِيَ] او داسې نورـ هغه ’’یا‘‘ چې د هغې د پا سه الف مقصوره وي ، د هغې لاندې به ټکي نهٔ لیکل کېږي ، لکه: [مُوسٰی ، عَلٰی ، إِلٰی ، حُسْنٰی] همدارنګه هغه ’’یا‘‘ چې د هغې د پاسه همزه لیکلی شي او یوازې د همزې د کور حیثیت يې وي، نو د هغې لاندې به هم ټکي نهٔ لیکل کېږي ، لکه [تُجْزِئُ ، لِامْرِئٍ] او داسې نور. 7 اِعراب او حرکات : (الف): په غیر نصابي کتابونو کې په حرف باندې به یواځې زیات راجح او غوره اعراب یا حرکت لیکلی شي ، لکه: [بِأَرْضِ فَلَاةٍ] [ بِأَرْضٍ فَلَا ةٍ] هم لوستی شي ، یا [مَا مِنْ خَطْوَةٍ أَحَبُّ إِلَی اللهِ ] [ أَحَبَّ إِلَی اللهِ] هم لوستی شي ، نو په دې کې به یو اعراب لیکلی شي ، همدارنګه [شَعْرَةٌ] او [شَعَرَةٌ] ، [حَلَقٌ] او [حِلَقٌ] دواړه طریقو سره حرکت راغلی دی ، نو زیات راجح حرکت به لیکلی شي ـ همدا شان په روایت کې د صیغې یا نسخې د اختلاف په صورت کې به زیاته راجحه صیغه او نسخه لیکلی شي ، لکه : [تُعْطَی الْغَنَائِمُ] لفظ [یُعْطِي الْغَنَائِمَ] هم لوستی شي ، نو په دې کې به سیاق ته په کتوسره اوله صیغه راجحه ګرځولی شي۔ (ب): غریب او نا اشنا الفاظ به په حرکاتو سره واضحه کولی شي، لکه: [أُبَيّ بن کعب ، سَلَمة بن أَکْوَع ، عَبِیدة ، عُبَیدة]۔ 8 د تخریج حوالې : (الف): چېرته چې د اشتباه او غلطۍ احتمال وي ، نو هلته به په تخریجي حوالو کې هم په عربي الفاظو باندې شد ، ولاړ زور (او داسې نور) لیکلی شي ، لکه: [اَلتَّعرِّي] او [مَثْنٰی ، مَثْنٰی]. او که اشتباه نهٔ پېښېدله ، نو بیا په تخریجي حوالو کې په عربي الفاظو حرکات نهٔ لیکل کېږي. همدارنګه د نسبت په ’’یا‘‘ لکه : [ اَلْمَدَني ] ، شمسي حروفو، او [النبي] او داسې نورو الفاظو باندې به شد نهٔ لیکل کېږي، او په [عَلٰی ، إِلٰی] باندې به ولاړ زور نهٔ راځي. (ب) قرآن مجید: د ټولو سورتونو نومونه ، د هغوى املا او رسم الخط به د سیمې د چاپ مصاحفو مطابق وي ، لکه : د [اَلْمُرسَلات] په ځاى به[اَلمُرسَلٰت] او د [الإِسْرَاء] په ځاى به [بَنِي إِسرَائیل] لیکلی شي. او د سورتونو د حوالې دا طریقه ده : [ البقرة 2 : 121] اوداسې نور. (ج): په تخریج کې به هم د قطعي همزې خیال ساتل کېږي، د كُتُبِ سته او داسې نورو کتابونو نه د حدیث د تخریج لیکلو دا طریقه ده: [صحیح البخاري، الإیمان ، باب جامع أوصاف الإسلام ، حدیث:62۔] او د مسند أحمد د حوالې دا انداز دی:[مسند أحمد : 2/ 165] او داسې نور. نور بیا

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *