تاند- پاکستاني ورځپاڼه (دي نیوز) وايي چې په بلوچستان ایالت کې د یوه مهم قوماندان وژل کېدو افغان طالب مشران او د هغوی کورنۍ اندېښمنې کړي دي.
ملا علم، چې د طالبانو نوي مشر ملا اختر محمد منصور ته وفادار و، د نامعلومو وسله والو له لوري د جنورۍ په اوومه / د تېرې پنجشنبې ورځ/ کوټې ښار ته نژدې په کوچلاغ کې ووژل شو.
طالبانو وروسته د خپل دغه قوماندان وژل کېدا تایید کړه.
دي نیوز وايي چې ځینو طالبانو د ملا علم د وژل کېدو تور د افغانستان د ملي امنیت پر ریاست لګولی خو نور فکر کوي چې دا کار ناراضو طالبانو کړی دی.
تراوسه هیچا یا هیڅ ډلې د نوموړي د وژلو مسوولیت منلی نه دی.
ملا علم په زابل کې د ملا محمد رسول په مشرۍ د طالبانو د بلې ډلې پر ضد په خونړیو جګړو کې ښکېل و چې په نتیجه کې یې د طالبانو مشهور قوماندان ملا منصور دادالله او د هغه مشر ورور حاجي لالا هم ووژل شول.
دي نیوز وايي چې د زابل په جګړو کې یو شمېر ازبکستاني سختدریځي هم، چې له ملاداد الله سره یوځای شوي ول، د ملا علم له لوري ووژل شول.
په وروستیو څو کلونو کې په بلوچستان ایالت کې، چې د طالبانو د قیادي شورا او مشرانو دېره ځای دی، یو شمېر نور طالب مشران او قوماندانان هم وژل شوي او طالبانو ویلي چې د دوی مشران او قوماندانان د افغانستان د ملي امنیت د عواملو له لوري ترور شوي دي.
په همدې تړاو طالبانو په بلوچستان ایالت کې ۵ افغانان ونیول او وروسته یې اعدام کړل.
This is a clear evidence that Taliban Government is based in Kota, Pakistan and they have court, jails and commanding center there. how they hanged up 5 innocent Afghans there? what was their crime?