استاد شهسوارسنګروال
ددوشنبې ورځ دجولاې دوه ويشتمه نېټه،چې دلېږدي لمريزکال دچنګاښ له يودېرشمې سره برابره وه،دامريکا ولسمشردونالډ ټرمپ،دپاکستان له لومړي وزيرعمران خان سره له خبرووروسته خبريالاتوته دخبروپه لړکې چې دسترګوکونجونه يې لاورسره ورغلي وو،په داسې حال کې،چې دخولې تنابونه يې شليدلي ښکاريدل ،په يوه داسې هېوادټوپ کړل،چې له امريکا متحده ايالاتو نه څلورنيم زره کاله مشردی،افغانستان يادووم،چې پنځه زره کلن ژوندی تاريخ لري اودامريکا متحده الات په څوارلسوه دوه نوي کال دنړۍ په جغرافېيه کې،چې دګريوان ريښکۍ يې له شمېره وتلې وې،وزيږيد .
ولې افغانستان دتاريخ له پېرنه دمخه (قبل التاريخ) بياترمخزيږدي اوورپسې دعيسی (ع) ترزوېکړې پورې ديوه پرمختللي تمدن درلودونکی هېوادوو…
دې کې شک نشته،چې افغانستان دڅلورلاروهېوادوواوهرښکېلاکګر،کوښښ کاوه چې افغانستان لاندې کړي،ولې دجګړې په ډګرکې ترې خپلې ککرۍ پاتې شويدي…
دهخامنشيانوکروش همدلته سروخوړ،سکندردکونړپه سردروکې دخپلووينونندارې ته ګوته په خوله شو…سساساني يزدګردله خپل تاج اودب دبې سره،دعربوجنګيالېيوله وېرې افغانستان ته پناه راوړه،افغانانوعربوته وويل،داسلام سپېڅلی دين منو،خودتاسوواک اوځواک نشوځغملی،خپل اوښان موله شتوبارکړئ درځی…موږپريږدئ چې داسلام دين تياروګوټونوته وځلوو…چنګيز،تيموراوبابردافغانانووينې توې کړې له ککرېيويې برجونه ودرول خوتابع يې نه کړل…انګريزانودرې وارې په افغانستان بريدونه و کړل ،هغوانګريزانو،چې ترمپ صاحب تاسودهغوغلامان وئ …ولې په افغانستان کې داسې وځپل شول،چې نړيواله دب دبه يې په اوبولاهوشوه …
دامريکې ولسمشره ! ستا هغه دښمن،چې ته يې په ويتنام کې په ګونډوکړې،په سراومال دې تالان ګډشو،له شرمه دې نړۍ ته سترګې نه درلودې…شوروي اتحاديادوم،ولې همغه شوروي،چې دبرېتانې په څېر يې ټولواکمنۍ کې لمرډوبېده په افغانستان کې داسې ماته وخوړه،چې نه يوازې مړشوبلکې پړهم شو…ټولواکمنئ يې برغنډ برغنډ شوه…
رابه شوستا زورته!داله يوې لسېزې ډېره موده کېږي تاسوپه افغانستان کې جنګېږی اوداسې خونړي بريدونه موپه بېوځلوافغانانووکړل،چې ساری په نړۍکې نه ليدل کېږي…ايا تاسودبمونودمورپه نوم وسله په افغانستان کې ونه کاروله؟دادتاسوخونړي بمونه اوبمبارئ نه وې،چې دځمکې له تله يې اوبه راستې؟…يوازې تاسودجاپان په څېراټوم بم په افغانستان استعمال نکړ،نورخوهېڅ داسې وژونکې وسله په امريکا کې پاتې نشوه،چې په افغانستان کې مونه وي استعمال کړي…اياپه دې اتلسوکلوکې موجګړه وګټله ؟چې ته لاپې کوې که زه وغواړم دافغانستان جګړه وګټم په يوه اونۍ کې داکار کولی شم اوداهم کولی شم،چې په لسوورځوکې افغانستان له نړۍ نه ورکړم…
موږافغانان په کلي کورکې هغه چاته ،چې لاپويې ښکرکړي وي اودنړۍ په شرم نه پوهېږي هغه ته وايو؛ډرت …؛که څه هم تا داډول لاپې شمالي کورياته هم کړې وې…تادمکسيکواسمان هم په لوټوويشتلی وو…همدغه پاکستان ته واروارتاسوګواښ وکړ،چې په اصطلاح له موږه؛احمق پولي؛اخلي اوموږبه دډالروچينه پرې بنده کړو…خونن تاسووويل،چې موږ به ځواکونه داسلام اباد په سلااومشوره باسو…
تاسوايران ته هم ګواښ وکړولې تراوسه يې موږکومه پايله نه ده ليدلې !؟داتاسونه وی ،چې دلندن ښار،ښاروال صديق خان موڅووارې په تشواوتوبوتووګواښه،تاسوپه امريکا کې څونجونې،چې سپينانې نه وې په ډېرې بې شرمې موورته ونه ويل،چې له امريکا نه ووځی…ايا تاسوددېپلوماسۍ په نوم کومه سيپاره لوستې ؟ داتاسونه وی،چې دبريتانېه لومړۍ وزيرې ته مو وويل،چې زما سلااومشوره يې ونه منله اوداروپا له ګډبازاره يې پښې سپکې کړې…هغې يوازې دشونډوپه پاس اچولوځواب درکړاودايې دروښوده،چې تاسې لااوس هم زموږسېاسي بچيان استئ…
هوداچې تاسواودتاسوپه څېرسياسي ياغيان داخبره کوي يولامل يې زموږخپله کمزوري ده…موږسره نړۍ مرسته وکړه خوموږپه شخصي ګټوبلډنګونه پرې ابادکړل … نوځکه امريکا وايي،چې دتاسوداردواوپوځ روزي زما په لاس کې ده ،چې دريې نکړم دولت موله ماتې سره مخامخ کېږي اودارښتيا وايي،چې که کرزي صاحب له يوې خواداوطن په څولنډه غروخرڅ کړ…اوهمدارنګه بل لورته پاکستان په طالبانوسېاسي تجارت کوي او دهمدې طالب په مټ له امريکې نه امتېازات ترلاسه کوي…دغه سېاسي مارکيټ يې دومره پياوړی کړی ،چې امريکا ته په نره وايې څومره پېسې راکوې،چې طالب درسره خبروته کينووم؟ هوټرمپ داخبره سمه کوي،چې موږيوسلواوولس ميليارده ډالره درکړل،ولې مو خپل هېوادپرې ودان نه کړ؟چې اوس موخولې وازې نيولي دي…هوکې تاسوتاسوترمپ کولی شی دافغانستان حکومت وګواښی،ولې ددې حق نه لری اوهم نشی کولی،چې افغان وطن ته سپکاوی وکوئ،چې زه به يې دنړۍ له نخشې نه وباسم …يووخت بريژنف هم لکه زوړاوښ له خولې ځګونه بادول،خودافغان ولس زوريې وليد…زه تاته هم وايم ،دې کې شک نشته چې ډېرزورور يې،ولې داهېره نکړ ې :
ټيټ مې مه بوله غورځنګ را باند ې مکړه
زه په دې افتادګئ کې لوې ګړنګ يم
سلام استاد
په سیاسی علومو کې یوزعیم، سفیر، دبلومات , او چارواکی خانګړی تعریف لری او د سیاسی اخلاقو پر بنا خپل دریځ را حرګندوی او حتی به سوشال مېد یا کې خبل ظرفیت څېړ ی او انسانی معاشرت ته دېره باملرنه کوی خو بادا باد سیاست نه هم د بسوګۍ واده جوړ شوی . له بده مرغه موږ به خبله دېری سهوې او خطاوې کړی چې جبران یی اوس ناممکن بریښی د مثال په توګه کرزی اوس پښيمانه دی ، زاخیلوال چیرته وه او له کوم سورکی یی کرزی سره اړیکی بیدا کړل ، دادفر سبنتا له شولې مولې او بیاوې سره څه وکړل ، چې اوس ګواښیږی
په سیا سی او دپلو ما سی دریځ ، ډګر و اړیکو کې باکستان تنظیمونه له نړۍ بې برخې کړی ول او له بلې خوا یې په اقتصادی لحاظ به یوه اسلام کې په و۷ کوټو یابرخو ووېشل . دملګرو ملتو نه یی په جلا توګه د کډوالو په نوم په هوایی شمېر و زیاتې مرستې تر لاسه کولې افغانا ن یې په خپلو افغانو ووژل دومره چې داغوړ القاب د تنظیمو نو به وخت کی راڅرګند شول بل وخت کې نه دی شوی ستت دیپارتمنت سره د دوی مستقا اړیکی تړلی ول د پښتو او دری ژ بی ترمنځ یې پکه ډیره وو هله حتی ر بانی یی رامخ ته کړ . چا عبد الحکیم کتوازی بېښور ښار کې له منخه یوړ . چا مجروح
،شهیدکړ او څوک بیا له خبلو دښمنانوسره به یوه کتار کی د ملت غم خوری . همد ا کوم اهمدا !!! له بیله کیدای شی داسې نور مهم دبلوماتیک ستراتزیک، استخباراتی، او پوخی کارونه شوی وی چې افغا نان هېڅ ور نه خبر نه وی نو ځکه ترمپ د افغانستان کړکیچ د اسلام اباد په ترازو تلی او په کمه ورته ګوری یا یی مهمه نه ګنی خو زمونږ خورکه سفیره به په واشنګتن کې څنګه د خبل ولس استازیتوب به سیاسی لحاظ وکړی او په کو مو خبرو اترو یا دیالوګ مخکې له دې چې باجوه خبله کڅوړه تر څنګه کړی وا یی مځکه هغه سوزی چې او ر پرې بلیږی
موږ به په بل چا څه تور لګوو ټوله ګنا ه دهغه چا ده چې ددې مظلوم ملت له ملی هویت سره یې لوېې جفا کړی او په هره کاسه کې مړۍ وهلی
عمران دا وایی چې دا فغانستان کړکېچ دجګړې په زور پای ته نه رسیږی دا خو ښکاره خبره ده خو دطرحی وجوهات او ابعاد نور دی او دلته له عمران او دهغه له تمې مخکې د خلیل زاد دسولې پروسه هم روانه ده که خلیل زادرښتیا ژمن او مخلص وی نو هغه به و کړای چې دسولې محراق او ابعاد یوازې د افغا نا نو په توافق او هوکړه پای ته ورسوی او هم به دترمپ لباره ځواب ولری او که نه دا دنورو دپلوماسیو بل اړخ رامنخ ته کېدل دی چې هر کس ا و ناکس به په خړو اوبو کې ماهی نیسی چې پاکستا ن دغه ډول سوداګرس کې ددالرو خوند ډیر ښه پېژ نی
قل موتوا بغیظکم…..
اینها و آنهائیکه با مسلمین و بشریت حسد و کینه دارند آنچه درما تخفی الصدور پنهان دارند بیشتر ازین است که ګاهی پرتاب می کنند و از همین جهت است که مسابقه تسلیحاتی و ترویج فساد ړرا براه انداخته اند واین در عین حال حمله بر عالم اسلام و بشریت است که ټرمپ ډهل آنرا می نوازد
و ثابت شد که این تاجر شاخدار به رفاه ،احترام متقابل واحترام به دیګران ارزشی قایل نبوده و همیشه از موقف ګو زوری ،ګرګانه تمثیل می کند و کالانعام بل هم اضل همین است
پس درس این است که با دقت بخود اندیشیده و بحیث ملت نامدار تاریخ با درک تمامی عوامل قوت یک ملت عزیز و معزز دوباره تجدید قوا نموده واز یاوه ګویی های ارذل بشریت خود را برهانیم و مردانه زیست تا مورد هجوم هر ناکس و تازیان اجنبیان واقع نشویم