دريمه برخه
ليکوال :شريف الله دوست(سرواني)
د ابو هاشم سرواني د ژباړل سوې شعر تاريخي ارزښت:
د ابو محمد هاشم سرواني ژباړه دپښتو ادب تاريخ په لرغونې دوره کي دطلايې پير زرينه لړۍ او کړۍ ده، دسرواني شعر موږته دامير کړور ۱۳۹هجري څخه تر ۳۵۰هجري کلونو شيخ رضي، شيخ نصر او شيخ بيتټنی پوري دپښتو ادب تاريخ (۲۰۰) دوسوه کاله شته ډکه کړې ده.
په تاريخي لحاظ ابو محمد هاشم دپښتو ادب په تاريخ کي دعربي فکر او ادبي تحول لومړنی اوښکارندوی استازي او استاد دی( حبيبي،۴۵۶مخ)، دپښتو ادب په تاريخ کی لومړنۍ ژباړه همدا ژباړه شعردی، لومړنی طنزيه کلام همدا بللای سو، د ده له ژوند، علمي او ادبي هڅو څخه پوهيږو چي په درېيمه هجري پيړۍ کي پښتانه د ديني او ادبي علومو لپاره په زياته پيمانه منځنۍ ختيځ عربو هيوادونو،لکه مصر، شام، عراق، حجاز او نوروته تلل ، نه يوازې دا چې سرواني دوره کي دپښتو ادب خصوصيات پېژندلای سو بلکې دنوموړي عصر کي دعربي شعر او ادب خصوصيات او د عرب شاعرانو د شعر تخيل ، محتوا ، شکل ، ټوليز او ټولنيز ادبي محور هم تر يو حده پېژندلای سو هغه چي ښه بېلګه يې د هاشم سرواني له عرب استادانو څخه ابن خلاد غنايي او طنزيي شعرونو بېلګې دي.
په سياسي تاريخي لحاظ دهاشم سرواني له عصره پوهيږو چي ۲۲۳ــ ۲۹۷هجري کلونو د افغانستان دخپلواکې پاچهۍ طاهريانو ځوړ او صفاريانو دټولواکۍ عروج تېر سو، همداسي منځني ختيځ عراق او شام کي دعباسيانو د ټولواکۍ سياسي حالات د يادولو وړ دي ، همداسې دې وخت کي دصفاريانو تر کنټرول او واک لاندي سيموکي ثبات ټينګ، بُست الرخج، زينداور،سروان، سند ، هند،هرات ، فراه ، عراق، ماوراء النهر، شام، مصر، دجنوبي اسيا، مرکزي اسيا، منځني اسيا هيوادونو دافريقا تر پولو پوري دعلومو او فنونو زده کړې يوه نه شلېدونکي اړېکه موجوده وه، په ازادانه ډول خلک دعلم او پوهي دحاصلولو لپاره ديوه هيواد له قلمرو څخه تېرېدل اوبل هيواد ته به دزده کړو لپاره تلل.
د دريمې هجري پېړۍ له ټولنيزو حالاتو هم پوهيږو چي اسلامي هيوادونو داسلامي اخوت او ورور ولۍ په فضاء کي يوبل ته په وړيا توګه ديني او ادبي علوم ښودل، دوی کي ښه بېلګه د ابن خلاد مشهور په ابو العينا عراقي ده چي لسيزي يې دهاشم سرواني خراساني او افغاني شاګردپه روزلو کی ستړيا وي وګاللي تردې چي په دې خدمت کي ړوند او شبکور سو خوبيايې هم دخپل علم، فيض د خپلو شاګردانو څخه نه سپماوه، هغه وخت کې دکورني او بهرني توپير اصطلاح مطرح نه وه ، نوپه تاريخي لحاظ موږ نه يوازي په ادبي برخه کي بلکي په ټولنيزه اقتصادي(يعني د درهم حُب) جغرافيايې لحاظ(له سروان او بُست څخه ترعراق) او دهغه وخت دخلکو داجتماعي عيبونو او اخلاقو جاج هم اخيستلای سو.
په تاريخي لحاظ د ابو هاشم سرواني دشعر دژباړي موجوديت موږته دې پيړۍ کي دپښتو ژبي د سيال ژوند پيغام رارسوي، که چيري د ابو هاشم سرواني دري ،پاړسي اودعربي شعر پيژندي کتاب(سالو وږمه) زموږ په واک کي وای ، نولومړنی دري شعرپه تاريخي لحاظ د همده و، لکه څنګه چي دهلمند لرغونې سيمه دپښتو لرغوني ادب دتبارز سيمه ده، همداسي د دري پاړسي لومړنی شعر هم ديوه هلمندي شاعر محمد بن وسيف (ساکزی) لخوا ويل سوی دی، او ديعقوب ليث صفاري(هلمندي)(۲۶۰هجري) په ستاينه کي يې پاړسي شعر ووايه. ([1])وايې کله چي يعقوب ليث هرات، فتح کړ، شاعرانو به دپاچا په ستاينه کي په تازي ژبه کي (عربي شعرونه) ويل يعقوب ليث ورته وويل، هغه شعرونه چي زه يې په مفهوم اومانا نه پوهيږم ولې وويل سي، کله چي صفاري يعقوب د رتبيل شاهانو ورستی واکمن زنبيل و واژه وصيف ساکزي يې په ستاينه کي داشعرونه ووايه:
ای اميری که اميران جهان خاصه وعام بنده وچاکر ومولای وسک بند وسګانند وغلام ازلي خطئ([2]) درلوح که ملکی بوهيد بی([3]) ابي يوسف يعقوب بن الليث همام([4]) |
همداډول دابو هاشم سرواني سالو وږمه کتاب چي دعربي اشعارو دعروضو اړوند کتاب و، دعربي ادبياتو دتاريخ په برخه کي ارزښتناک شمېرل کيږي، په تاريخي لحاظ دابو هاشم سرواني لاسته راغلې شعري ژباړه د دوو لويو بشري او ادبي حوضو: عراق او خراسان(افغانستان) ځانګړې توګه دهلمند په تاريخ کي طلايې ارزښت لري.
د هاشم سرواني نيمه پېړۍ سفرونه:
په ټولنيز لحاظ دهاشم سرواني علمې سفرونه دځانګړې ارزښت وړ دی اغلب چي هاشم سرواني به په ۲۴۵هجري ، دوه ويشت کلنۍ کې له کوره مسافر سوی وي او دهلمند دسروان(سنګين) اوسنۍ ولسوالۍ څخه نيولې تر عراق ، شام او حجاز (اوسني عربستان) پوري دعلم په تلاښ زرګونه کيلومتره سفرونه کړي دي امکان لري چي هاشم سرواني په خپل شاوخوا نيمه پېړۍ سفرونو کي دبيت الله حج هم کړی وي او کېدای سي چي خپل ژوند کي دسفرنو يونليک او سفرنامه او ياداښتونه هم ليکلې وي هغه چي دا مهال زموږ لاسونو کې نسته.
د ابوهاشم سرواني دشعر ژبنی ارزښت
ژبه په بشري نړۍ کي د پوهولو اوراپوهولو اړينه او ارزښتناکه معنوي وسېله ده، چي دنړۍ د وګړو ترمنځ دتمدونو ترمنځ دعلومو او فنونو دليږد راليږد، مهمه واسطه هم بلل کيږي.
د ابو محمد هاشم بن زيد سرواني ژباړل سوي شعر کي په ژبني لحاظ د دوو ژبو پښتو او تازي(عربي) دواړو تاريخي شاليد څرګندوي، لومړی داچي، د(معجم الادباء، ج۷،ص،۶۱) له مخي موږ دابن خلاد دعربي شعر لرغوني ژبنۍ بڼه دعلم اللغات له مخي په ښه ډول څرګنديږي، دوهم زموږ دهدف پښتو ژبي دلغوي او ژبني نظام حالت په درېيمه هجري پيړۍ کي ښه ترا څرګنديږي چي يوه پيړۍ شاوخوا تر امير کروړ وروسته، دپښتو ژبي په قشر کي، پرديو مستعارو وييونو په ځانګړې توګه تازي الفاظو نوک ځای کړی دی، چي د زرغون خان نورزي او پير روښان تروخت سوک ځائيدوته خبره رسېدلې ده!.
په ژبني لحاظ زموږ پرملي او وطني ژبو(پښتو ــ دري) باندی د ګاونډيو ژبو اغيز ښندل او اغيزمنول په پرتليز لحاظ په ښه ډول څرګنديږي.
په مستعارډول دعربي ژبو څخه پورونه دپښتو په نسبت ترډېره زموږ وطني ژبي دري کړې ده، يوزياته سلنه وييونه او الفاظ يې له عربي ژبي څخه اخيستي دي، په ځانګړي توګه هغه لغاتونه چي ريښه يې عربي وي( ص،ض، ط، ظ، ع،غ،ث اوف) په لوړه سلنه په دري ژبه ور ننوتي دي چي ښه لېلګه يې دمحمدبن وصيف ساکزي ستايونکی شعر دی.([5])
په ټوله کي ويلای سوچي په ملي او وطني ژبوکي دتازي لغاتونه تر پښتو – دري ژبي ته په اسانۍ لاره پيداکړې ده، دپښتو ژبي دلږي پوروني يو علت هم کېدای سي داوي چي دپښتو ژبي خپل هجاوي زياتي دي او تر ډېره له ځانه پوره ده.
ابو محمد هاشم سرواني دعربي ادبياتو د پوهاند په توګه
پټه خزانه دلرغوني پښتانه په حواله ليکي:
((ابو محمد هاشم په بُست کي له علماو او فصحاؤ څخه لوستنه وکړه او وروسته ولاړ په عراق کي يې په کلو—کلو دلويو علماو څخه سمع وکړه)).([6])
پټه خزانه مو دابو هاشم سرواني دبهرنيو زده کړو خبروي او وايې هغه علوم چي په بُست کي لوستل کېده هغه يې ولوستل وروسته عراق(بين النهرين) ته ولاړ او هلته يې دلويو او ستر علماو څخه علوم دزه کړل، چي دارواښاد سرواني د استادانو علماوو له ډلي څخه د يوه تن لوی عالم اوفاضل (ابن خلاد په ابو العينا) پېژندوی څخه خبريږو چي دژوند حال به يې تر خپل سرليک لاندي راوړل سي.
په پټه خزانه کي دابو محمد هاشم سرواني ديوه ليکل سوي اثر (سالو وږمه = نسيم ريګستان) دکښنګ او تاليف خبره کوي، دپټې خزانې دمعلوماتو له مخي چي ياد کتاب کي دعربي اشعارو فصاحت او بلاغت څېړل سوی و، له دې څخه څرګنديږي چي، ابو هاشم سرواني په ديني،مذهبي او فقهي علومو سربېره په عربي علومو او ادبياتو کي هم لوړي زده کړي کړي ، داچي هغه وخت په عربي علومو او ادبياتو کي کوم موضوعات لوستل کېده،يو شمېر عرب پوهان يې پر نصاب يوه خوله ندي، خويو مشهور قول چي علامه(زمخشري ۴۶۷ــ ۵۳۸هجري) يې هم مني دادي:
دعربي ادبياتو علوم پر دوولس ډوله څانګيزو علومو باندي ويشل سوي دي، لکه:
۱ــ صرف.
۲ــ نحوه.
۳ــ عروض.
۴ــ قافيه.
۵ــ لغات.
۶ــ قرض، د ق فتحه او رپه سکون شعر ويل. ۱۲
۷ــ انشاء.
۸ــ ليک.
۹ــ بيان.
۱۰ــ معاني.
۱۱ــ محاضرات.
۱۲ــ اشتقاقونه.([7])
ابو هاشم سرواني په درېيمه هجري پيړۍ کي تېر سوی او د ا وېشنه په څلورمه او پنځمه هجري پيړۍ کي سوې ده، په پو رتنيو علومو کي داسي هم سته چي دابو هاشم سرواني په عصر کي تازه څېړل سوي او پيژندل سوي دي،دادب دپوهي په فروعوکي لاندي ښاخونه هم شامل وو:
۱ـ دخط پوهه،که څه هم نورو په اصول کي شمېر لي.
۲ـ نقدالشعر ياقرض الشعر.
۳ـ دتاريخ او قصص پوهه.
۴ـ دټبر پوهه.
۵ـ دمسالک اوممالک (جغرافيې)پوهه.
۶ـ دامثالو پوهه . (دمتلونو پېژندل).
۷ـ د دوا وينو پوهه: چي تدوين سوي شعرونه او دهغوی مصنوعي ترکيبونه يې څېړل.
۸ـ د اغلوطاطو پوهه: هغه لفظونه او ترکيبونه يې ځېړل چي دژبي له قياسي قواعدو سره يې سمون نه درلود.
۹ـ د روايتونو پوهه: دهغه ولسي شاعرانو شعرونه چي حافظي ته يې سپارل چي داحوال دروايت له سموالي څخه اوناسموالي څخه يې بحث کاوه.
سربيره پرپورتنيو څانګو، ادبي پوهي نوري اصلي او فرعي څانګي هم درلودې، چې دعربو ترڅنګ يې په خراسان کي د پښتو او دري ژبو مينه والو هم د زده کړي تکل وکړ، چي د دوی په منځ کي ابو محمد هاشم سرواني هم دخپل خاپوړو له ټاټوبي (سروان) څخه پښې سپکي کړې لومړی په بُست کي دعلومو د زده کړي او حاصلولو لپاره استوګن سو، له دې ځايه يې دعراق په لورمخه کړه او لسيزي يې دخپل علم او پوهي د زياتوالي لپاره په عراق کي تېر کړل تر څو لومړی خپله دعربي علومو له فيضه برخمن او وروسته ترلاسه سوې پوهه خپل هيواد والوته را انتقال کړي دادی دوولس سوه کاله وروسته هم ځوانان دبورسونو او سکالرشپونو له لاري او ياهم په خپل شخصي لګښت عراق ، هند، ترکې، چين، مصر اروپا، منځنی ختيځ اومرکزي اسيا هيوادونوته د لوړو زده کړو لپاره ځي ، دا اړتيا ابو محمد هاشم سرواني له ننه(۱۲۰۰کاله) پخوا احساس کړې وه.
په قوي احتمال چې ابو محمد هاشم سرواني دعربي ابياتو نژدې ټول اصول او فروع زده کړي اولوستي وه ترڅنګ دديني او مذهبي علومو سره هم اشنايې پيداکړې وه او پايله کي دعربي ادبياتو پوهاند ورڅخه جوړ سو.
نورهم سته
اخځيلک او لمنليک :
- [1]ــ کانديد اکا ډميسن محمد ابراهيم عطايې، هلمند دکلتور دکلتور په ساحه کي، دوهم چاپ ۱۳۸۹، ۱۲۰مخ.
- [1]ــ اصل يې خطی دی.
- [1]ــ سم يې به دی.
- [1]ــ تاريخ سيستان، ليکوال ناڅرګند، دملک شعرا بهار په زيار. ۲۹۷مخ.
- [1]ــ پو هاند عبدالقيوم، ادبيات تطبيقي، انتشارات سعيد کال، ۱۳۸۸، ۸۹مخ.
- [1]ــ محمد هوتک،پټه خزانه، ۱۱۴۲هجري، دعلامه حبيبي په سريزه، ۱۳۵۶کال.
- [1]ــ ويکي فقه، ويبپاڼه، ادبيات عرب.