لیکوال:شرف الدین عظیمي
په دې وروستیو څو اونیوکې له مازوخیستو مراجعینو سره ډیر مخ کیږم ، په دې اړوند مې په خوا یوه لیکنه کړې وه ، خو نه پوهیږم څه شوه ، راځئ له دې ستونزې سره به آشنا شو. مازوخیزم یا ( Masochism ) ځان ځورونه یوه اروایي ناروغي یاهم ووایم چې یوه جنسي ګډوډي ده که فرد په کې خلکو ته ځور اوعذاب ورکوي ، درناوی یې نه کوي ، رټي یې او نور داسې کارونه کوي ترڅو خپله له جنسي اړخه خوښ شي . داځورونه داسې ده چې فرد دنورو دآزارولو څخه دنورو له درد څخه چې زغمي یې ارضاکیږي ، داکارونه معمولآ په جنسي اړیکه کې هم ترسره کیږي چې واړه کارونه يې دخولې لګول ، په غاښ کول او په څپیړه وهل دي چې دواړه لوري خوند ترې اخلي په لنډو کې یې درته ووایم هرهغه بدني صدمه چې فرد یې ځانه ته وررسوي اونښې یې په بدن کې ښکاره شي او لامل یې هم ذهني فشار او استرس وي ، مازوخیزم یا ځان ځورونه یې بللی شو. په مازوخیزم څنګه پوه شواو څومره مهم اوګواښمن دی ؟ له مازوخیزم څخه ډارپه کار دی عادي ګڼل یې ښه خبره نه ده ، ویل کیږي چې د امریکې په متحده ایالاتوکې نږدې دوه میلیونه امریکایان مازوخیزم لري ، اودا په داسې حال کې ده چې ډیرځله یې خلک په اړه یې خلک چاته حال هم نه وایې کنه په نوره دنیاکې یې داخته کسانو کچه ډیره لوړه ده . مازوخیست یا ځان ځورونکی ډیرې څرګندې او مالومداره نښې لري چې زه به یې دبیلګې په توګه څونښې ستاسوسره شریکې کړم چې ځان سوځونه ، ځان په چاقووهل دلاس رګونه پرې کول ، دشیشې خوړل ، دلړم خوړل ، دتیږو او میخونو خوړل ، ځان ښکاري کول ، دبدن په غړو دخپلې معشوقې نوم لیکل ، دویښتانو او دسترګودبڼو ویستل اوشکول دمرداروڅیزونوبویول اوڅټل او آن خوړل ، له وینې ، رخم او مړو سره مینه ښوودل اومیل ، ځان په غاښ کول ، دکالیو زدویل او خوړل په ځان وژنه لاس پورې کول ، له دیواله سره سرجنګول په شیشه اوتبر یا تیشه لاس وهل په سترګوکې ګوتې ننه ایستل ، په ډیر افراطي ډول خندل اوژړل ، دګریوانه څیرې کول ، ځان برق ته ورکول ، خلک په لغتو وهل ، له څارویوسره جنسي اړیکه ، خود ارضایي ، په افراطي ډول ګناه ، ناامیدي ، خښم اودخوند احساس ، خالکوبي ، په بدن کې دسیخانو ننه ایستل ، په بدن باندې په ستنه لیکل ، ځان په یوځای کې راځوړندول ، ځان ته شاک ورکول اوداسې نورې کړنې هغه کارونه دي چې مازوخیزستان یې معمولآ ترسره کوي . مازوخیزم څوډوله دی او ولې پیدا کیږي ؟ مازوخیزم په دری ډوله دی : ۱ :- رواني مازوخیزم :- رواني مازوخیزم هغه ډول دی چې په جنسي ژوندکې لیدل کیږي ، او کنځلې ، دژبې زخم ، رټل ، سپکول ، سپکې سپورې ویل یې نښې دي . ۲:- هیجاني مازوخیزم :- هیجاني مازوخیزم بیا هغه مازوخیزم دی چې ، په کمزورو، نالوستو، له ذهني اړخه په خاموانسانانوکې لیدل کیږي ، په شعر ، طعنه ، انځورول ، خیال بافي کول تمایلات او دا ډول نورې کړنې یې معمولا څرګندولای شي . ۳ :- جسمي مازوخیزم :- جسمي مازوخیزم بیا هغه مازوخیزم دی چې بدني ځورونې ، شکنجه ، دپوستکي ویستل ، دغوښې پريکول ، سوځول او داسې نور نښې او نښانې وي او په خواشنۍ سره وایم چې دا ډول یې زښته ډیرهم دی ، په ژوندکې منفي تجربې او بې زړه توب ناوړه اوستونزمن وړکتوب ، ځوریدل ، ژور خپګانونه ، ورزني استرسونه ، ډیرې نیوکې اوترانتقاد لاندې راتلل ، دیوه پلوي او ملاتړ نه شتون ، غیر عادي جنسي اړیکې ، لوڅو فلمونو او انځورنوته کتل ، جنسي محرومیتونه ، د ودونو سختول او ستونزمنول ، زورواکي او دیکتاتوري ، د دردونو او ستونزو زغمل ، په وړکتوب کې ترتیري لاندې راتلل ، دګناه او خطا احساس ، د شیزوفرنیا لرل ، د وسواسونو دوام او نه رغول ، په وړکتوب کې جنسي کنجکاوي ، په زندان کې یا کوم بل ځای کې دشکنجې یاځورونې تیرول ، له ستونزو دستونزو اوربړو تیښته اویا هم دهغوی توجه کول ، په ځان دکنترول راوستل ، په ناوړه او نامطلوبه ډول ځان ته دخلکو پام راګرځول ، دخپل قهر او غصې کینول او کمول ځانته جزا ورکول ، اعتراض کول ، له ځان نه دنفرت څرګندول ، فقر او بې وزلي ، طبعیض او تعصب لرل ، ټولنیزې ستونزې ، تحصیلې ستونزې او په کانکورکې پاتې راتلل ، فرهنګي ستونزې او مشکلات ، کورنۍ ستونزې ، او داسې نور هغه څه دي چې یو فرد په مازوخیزم اخته کولی شي او اخته کوي یې خو فروید په دې باور و چې په لاشعوري ډول هم مازوخیزم ترلاسه کیږي . څه کولای شو ؟ په دې برخه کې باید ووایم چې خپله مازوخیست او کورنۍ یې هم مرسته ورسره کولای شي ، دخپلو ښو دوستانو سره خبرې وکړئ ، هغه څه چې ځان ته ضرر پرې رسوي باید له ځانه یې لرې کړي ، ځانته باید یوه ښه دنده ( مصروفیت ) پیدا کړي وخت او ناوخت باید حمام وکړی ، دیخ ټوټې دې په لاس کې ونیسي ، موم دې په خپل لاس کې کښې کاږي ، مرچ دې وخوري ، زنجبیل او د انګورپوستکي هم ورسره مرسته کولای شي ، ورزش دې وکړي ، ژور نفس دې وباسي او داسې نورکارونه شته چې خپله دې وکړي ، کورنۍ هم مرسته ورسره کولای شي ، لومړنۍ مرستې ورسره کولای شي ، ژر یې روغتون ته بیولای شي ، پاملرنه ورته کولای شي ، ارواپوه ته یې مشورې ته بیولای شي ، په کارونو کې مرسته ورسره کولای شي ، خبروته یې غوږ نیولای شي چاپیریال ورته سمولای شي ، له عاطفي اړخه یې خوښ ساتلای شي ، مینه اودرناوی ورته کولای شي ، مطالعې ته یې هڅه ولای شي ، رسامۍ او نقاشۍ ته یې هڅولای شي او دا مرستې ډیرې مهمې هم دي . بله لویه درملنه یې اروایي درملنه ده چې په دې درملنه کې څوخبرې دیادولو وړدي چې د دوستانوسره به یې شریکې کړم دا خبره باید یاد وساتو چې د مازوخیست درملنه یوازې ارواپوه کار دی ، اوراپوه مرسته کوي چې خپلې کړنې ډیرې هوساکنترول کړي ، خاطرې اوستونزې یې هم ارواپوه کولای شي پرې هیرې او ورغوي ، ځینې اروايي تمرینونه هم ارواپوه ورته وړاندیزکولای شي ، په ډله ییزه مشاوره کې هم ګډون کولای شي ، کورنۍ ته یې هم ځینې وړاندیزونه کولای شي کیدای شي درملوته هم اړتیا پیدا شي او دا مشور
سلا مونه او نېکې هیلې
زمونږ د ټولنې طبیب استاد دانشمند او ستر څېړونکی ستړی مه شې تاسې یو ځل بیا د تاند وېب پاڼې دروند محترم مهربا ن میلمه یاست ا و ستاسې خبرې اترې زمونږ د ماتې
ګوډې ،کړکېچو نو خوړلې، لوڅې او بربنډې ټولنې لپار دارو او درمل دی زه ستا خبرې او اترې په ډیرلری ځای کله نا کله دافغانتان له ملی تلویژن څخه اورم ستا دا خبره زما ډیره خوښیږی چې تاسې وایی: کله به موږ کې بدلون راځی او کله به مونږ په بدلو باور لرو ؟او همدا رنګه کله به په ذهنی او عینی شرایطو ته د بدلون غاړه ږدو؟ مونږ خو نور سیاست وخوړو نړۍ هم ملا راتړلې ده
زه مبالغه نه کوم او په دې باور هم نه یم چې تاسې ته تشرفاتی یادونه وکړم خو زه پوهیږم چې تا سې یو مطلب په څه ډول څومر ادب او ظریف نزاکت کې راسپړی
رښتیا هم که مونږ وغواړو اوخپلو تصامیموکې صادق او مخلص واوسو او د پوهې جهان بینی ته دخپلو اسلامی عقادو په رڼا کی اهمیت ورکړو فکر نه کوم چې بارکج به منزل نمیرسد ور نه جوړ شی مونږ ډیر کار ته ضرورت لرو هرې خبرې نه مود سیاست پېټی جوړیږی چې نه شو ترې خلاصېدای مونږ ددې فرهنګ لرې کول غواړو که جا پان نه یو خو دخپلواکۍ همزولی یی یو