کله چې هم کوم مسلمان تروريستي عمل اجرا کړي، په غربي هيوادونو کې بې ګناه عام انسانان او يا پخپل هيواد کې خلک، ښځې ماشومان او ځوانان ووژني، ارزښتناکې وينې وبهوي، وېره خپره کړي، د خدای پر ځمکه فساد جوړ کړي او خلک په غم او ماتم کېنوي، نو رسنۍ او د نظر خاوندان لومړی د دې پوښتنې په ځواب پسې ګرځي، چې د بريد کوونکي انګېزه څه وه؟ کله چې دين-اسلام د بريد کوونکي د انګېزې په توګه ياد شي، نو مسلمانان په قهر شي، وايي دا له اسلام سره هيڅ اړيکه نه لري او دا رسنۍ دي، چې د مسلمانانو پر ضد احساسات راپاروي، په دوی کې يو شمېر يې استدلال کوي، چې د غرب او په ځانګړي ډول د امريکا بهرنۍ پاليسې د دا ډول بريدونو سبب او انګېزه ده، دوی کوښښ کوي چې تروريستي بريدونه د غرب د بهرنۍ پاليسۍ پر وړاندې د عکس العمل نتیجه وښيي، خو هيڅکله دغه استدلال نه شي کولای چې د پاکستان په مدرسو کې تحریف شوی اسلام د تروريزم د هڅوونکي عامل په توګه نفي کړي؛ که د آی ایس آی له لوري د ديني متونو ناسم تعبير يې بولئ او که د ديني علم په جامه کې د جهالت، افراط، تاوتريخوالي خپرولو او يا بل هر نوم ورکوئ.
اوس پوښتنه دا ده، چې د اسلام د ديني پوهې په جامه کې دغه جهالت، افراط او تاوتريخوالی له کوم ځايه سرچينه اخلي؟ ښکاره خبره ده، چې سرچينه يې جاهل ملايان او له ډيورنډه پولې پورې زرګونه مدرسې دي، چې د علم په نوم د جهالت خپرولو او وحشت کارخانې ورته ويلای شو، دغه مدرسې د پښتنو پر خاوره د پنجاب د تروريستي دولت له خوا حمایه کيږي او بېلابېلو تروريستي اهدافو لپاره کارول کيږي، د نړۍ په ډېری هيوادونو کې مدرسې شته، خو په کوم ډول چې دغه مدرسې فعاليت کوي د نړۍ هيڅ یوه ديني مدرسه د ديني علم تر نامه لاندې دغسې جهالت نه خپروي او نه د افراطي افکارو کارخانې دي، بلکې د پاکستاني مدرسو برعکس په تفاهم او انسان دوستۍ يې بنسټ ايښودل شوی دی، په افغانستان کې هم اوس ډېری مدرسې جوړې شوې دي او په خپلسري ډول هغه ملايان پکې تدريس کوي، چې د پاکستان په مدرسو کې يې د دين افراطي بڼه زده کړې ده او لکه د پولې ها خوا قبايلي سيمو په څېر په نه کنټروليدونکي ډول فعاليت کوي، دولت ته پکار دي، چې د مدرسو په برخه کې پراخ اصلاحات پلي کړي او په داخل کې د ديني مدرسو له حاله ځان خبر وساتي.
په دويم قدم کې بيا قبايلي فکر، خرافات، جهالت، ناپوهي او د غيرت او ننګ په نوم قبيلوي کوډونه، د مډرنايزيشن او نويو پرمختګونو او بدلونو پر وړاندې حساسيت او غبرګون هغه څه دي، چې زموږ په سيمه کې د تروريزم په لا ډېره هڅونه کې رول لري.
د دې تر څنګ له وضعيت څخه ګټه اخيستونکی ځواک او سيستم د پاکستان دولت دی، چې تروريزم ته يې زمينه برابره کړې، مرسته ورسره کوي، کنترولوي يې او د نورو پر ضد ترې د خپلو موخو لپاره استفاده کوي.
په دې منځ کې مسلمانان په نړيواله کچه بدناميږي، ژوند يې ترخيږي او په بېلابېلو هيوادونو کې د خلکو له کرکې سره مخ کيږي او افغانان دي چې د ډيورنډ پولې دواړو غاړو ته تباه کيږي، خو د مخنيوي او له حالت سره د مبارزې کار ډېر پڅ او کمزوری دی.
دښمن معلوم دی او ور سره د مبارزې لپاره بايد ټول يوځای شو او په ګډه مبارزه وکړو. هغوی چې ديني پوهه لري، د دين د ناسمو تعبيرونو او د تروريزم د هڅوونکو تعبيرونو پر ضد دې ژبه او قلم و کاروي او د ديني افراط او غولوونکو ديني تعبيرونو پر وړاندې دې مبارزه وکړي.
په ټولنيزه کچه له جهل او ناپوهۍ سره عملي مبارزه پکار ده، که دښمن ښوونځي سوځوي موږ بايد خپل خلک لا ډېر تشويق کړو، چې ماشومان ښوونځيو ته وليږي، په نجونو زده کړه وکړي او له زده کوونکو سره مرسته وکړو چې زده کړې ته دوام ورکړي، که دښمن پوهنتون سوځوي موږ بايد لا خپل ځوانان لوړو زده کړو ته تشويق کړو او لاسنيوی يې وکړو.
بايد د ټولنيز تاوتريخوالي پرضد کمپياين وکړو د فرهنګي اصلاحاتو په اړه له خلکو سره بحثونه وکړو، د ناوړو دودونو او بې ځايه ننګ، غيرت مخنيوی وکړو، د مډرنایزيشن او نويو بدلونونو پر وړاندې د حساسيت ستونزې هواري ته لارې چارې ولټوو او همدا له تروريزم سره ريښتنې مبارزه ده، چې موږ يې عملاً کولای شو.
موږ يواځې له سياسي ترهګرۍ سره نه يو مخ، يواځې په مرګ هم نه وېرول کيږو، بلکې د ترهګرۍ له بېلابېلو بڼو سره مخامخ يو، تکفيريږو، د وينا په ازادۍ کې له وېرې سره مخ يو، حتا د لباس په انتخاب کې هم وېره لرو، په ډېرو داسې موضوعاتو زموږ ليکوالان له وېرې ليکل نه شي کولای چې خورا اړين دي، په خلاقيت او نوښتونو کې وېره راسره ملګرې وي او په داسې حال کې چې ژوند د بدلون نوم دی موږ تل له بدلونه وېرېږو، موږ په عموم کې یوه ترهګريزه ټولنه لرو، چې بايد له دې حالت څخه د راوتلو لپاره جرات او پرله پسې مبارزه وکړو.
دا مبارزه د امريکا او اروپا دنده نه ده، دا د نړۍ د ټولو مسلمانانو او په دې سيمه کې د هر افغان دنده ده، چې مبارزه ورسره وکړي او خپل دين او ملت د تروريزم له منګولو آزاد او سرلوړی کړي.