راپور: فضل الربي امیري
کابل ادبي بنډارد ۱۳۹۳ل کال د لړم دمیاشتې په ۳۰مه نېټه قرغې ته څېرمه دغازي محمد جان خان په منځني ښوونځي کې خپله ۴۰مه غونډه وکړه.
دا غونډه دګل آغا احمدي ،وحید اوریاخېل چې زه ملاله یم دکتاب مخ کتنې ته ځانګړې شوې وه.
غونډه د میکائیل جان له خوادقرآن عظیم الشان په آیتونوپیل شوه.
دغونډې مشري ښاغلي ډګروال محمد یاسین کوله.
دغونډې په لومړي سر کې د فضل الربي امیري له خوا د ۳۹مې غونډې راپور وړاندې شوو.
په راپور کره کتنه وشوه وقار وویل راپور ښکلی وو لږ یې په وړاندې کولو کې ستونزه وه خو که د نیوکې دکلمې په ځای یې خبرې وکړې ښه راځي او د صرف د کلمې پر ځای یې دیوازې کلمه ښه معلومېږي ،بعضې کلمې چې موږ یې په پښتو کې لرو ضرور نه ده چې په دري یې ولیکو.
احمدي هم په راپور خبرې وکړې راپور ښکلی وو یوازې دې ته اشاره نه وه شوې چې ما هم د ملالې په اړه خبرې وکړې.
دغونډې په دوهمه برخه کې ګل آغا احمدي د زه ملاله یم دکتاب په مخ کتنه خبرې وکړې.نوموړي زیاته کړه((داد هغه کتاب نوم دی چې دسوات د ملالې یوسفزۍ خاطرات بیانوي او د انګلستان دیوې ژورنالېستې آغلې( کرېسټینا لمب)په مرسته په انګریزي ژبه لیکل شوی .په ټوله نړۍ کې مشهور، توزیع ،او پلورل شوی دی دا کتاب لږ ترلږه د نړۍ په ۱۶ژبو ژباړل شوی چې وروستۍ ژباړه یې له فارسي نه پښتو ژبې ته د پیاوړي لیکوال ښاغلي حبیب وقار په قلم شوې اوپه کابل کې اکسوس پلورنځي په ۳۲۷مخونو کې خپور کړی دی.ملاله یوسفزۍ په ۱۹۹۷زېږدیز کال کې په سوات کې زېږېدلې او هغه نجلۍ ده چې په سوات باندې د پاکستاني طالبانو یرغل او په سیمه کې د ځینو ښوونځیوتر ړنګولو وروسته دنجونو د زده کړې دحق دلاسته کولو لپاره راپاڅېده ۶۰میلیون ماشومانو ته یې دسولې او تعلیم لپاره پټه او ښکاره مبارزه کوله.
وروسته وحید اوریاخېل دملالې په اړه خبرې وکړې.نوموړي زیاته کړه((ما د زه ملاله یم کتاب مې ټول ولوست باور وکړی داسې مې حس کړه لکه دا کتاب چې له سره په پښتو ژبه لیکل شوی وي ماته د ژباړې په څېر نه ښکاري خدای د زموږ ټولو تنکیو ځوانانو ته ځواک ورکړي چې همداسې په زړه پورې او کره ژباړې وکړي نه دا چې کلمه په کلمه یې وژباړي او اصلي مفهوم په کې ورک شي.
موږ ټول له ښاغلي وقار څخه مننه کوو چې نوموړي دا ارزښت لرونکی اثر یې زموږ خوارې پښتوته پښتو وژباړ دزړه له تله مننه کوو .هر کار یو کلک هوډ ته اړتیا لري موږ یې ددې کارستاینه کوو. له لوی څېښتن څخه توفیق ورته غواړو او په راتلونکي کې یې د نورو همداسې په زړه پورې ژباړو هیله کوو.ملاله د خپل کتاب په پای کې یو شعار ورکوي وایي چې :یوکتاب،یو قلم،یوښوونکی،کولای شي نړۍ بدله کړي.
بیا امیرزي د زه ملاله یم دکتاب په اړه خبرې وکړې او حبیب وقار ته یې دژباړل شوي کتاب مننه وکړه نوموړي زیاته کړه((په دغه کتاب کې دملالې اصلي ژوند دی او کلمو ته یې ډېر ښکلي انډول پیداکړي.په دغه کې د ملالې شهرت دی،څنګه یو سړی کولی شي شهرت پیداکړي یعنې پاک زړه ،دوطن سره مینه،دتعلیم سره مینه دخپل ولس سره مینه داکولی شي انسان ته په واقعي ډول پرمختګ ورکړي.)).
حبیب وقارهم دغونډې ګډونوالوته خبرې وکړې وویل(په پاکستان کې ددې کتاب پلورل بند دي دا په دې خاطر چې په دې کتاب کې اسلام ته سپکاوی شوی دی .دا خبرې حقیقت نه لري ځکه په دې کتاب کې د اسلام نوم په ډېر درناوي اخیستل شوی او ملالې په خپلو کیسو کې څرګنده کړې ده چې ددوی کورنۍ څومره مذهبي ده .
ټول ځوانان یې وهځول چې ژباړې وکړی ژبې ته خدمت وکړی او د نیوکې زغم ولری.
وروسته ډګروال محمد یاسین هم دملالې په اړه خبرې وکړې وویل((دا یو ښه تصادف وو چې د پخوانی ملالې او اوسنی ملالې توپیر سره وشي دمیوند ملالۍ دافغانستان دکند هاراوسېدونکې وه اود کندهاردملالې مبارزه ګرمه مبارزه وه او د سوات دملالې سړه مبارزه وه.دغه نوښت چې په پښتني نړۍ کې دی یرغل ګر غواړي چې د پښتو ادبیات تر اغېزې لاندې راولي.))
دغونډې په درېم پړاو کې مشاعره پیل شوه خوږو ماشومانو هم پکې ګډون کړی وو غونډه یې لارنګینه کړه.
دغونډې په پای کې دغونډې مشرښاغلي ډګروال محمد یاسین خبرې وکړې .غونډه یې ښه وارزوله ډېره خوندوره وه او دټولو ملګرو څخه هیله کوم چې دلته راشي او په غونډه کې ګډون وکړي چې نوره هم ښکلې شي.
غونډه ددعایې په ویلو سره پای ته ورسېده راتلونکې غونډه چې دوه اوونی وروسته په هم دې ځای کې تر سره کېږي ښاغلی آرمان په یوه کیسه کر کتنه کوي