د رخت پلورنځي ته ورننوتلم دکاندار هم متشرع ښکارېدلو د روغبړ نه وروسته مې ترې د اعلى کوالټۍ رخت غوښتنه وکړه مختلف تانونه يې راته مخې ته کړل يو مې خوښ شو د نرخ په اړه مو سره خبرې وشوې خو اخير يې سخت سوګند وخوړ چې په دې کې صرف لس روپۍ رابښه.
ماته هم حياء راغله چې سړى خو ښه په سنتو برابر دى دروغ به چيرې وايي رخت مې ترې راونيولو. همدې مارکيټټ کې مې يو بل ملګرى و هغه سره مې دا کېسه شريكه کړه راته يې کړل چې د نرمې ژبې لرونكي او دروغجن انسان باندې اوښتى يې.
خو دده ظاهري شکل، ښايسته لباس او داسې په زغرده درواغ ويلو زه خواشينى کړم ځكه ځيني لوستي او نالوستيي ځوانان به بيا د ټولنې مقدسې طبقې ته هم دده په نظر ګوري چٖې ګوندې ټول به دده په څير وي.
خو له بده مرغه په عموم سره زموږ ټولنه کې درواغ دومره عام شوي که عالم دى که امي، نر دى او که ښځه، لوىى دى او که ماشوم ټول په همدې بدې ناروغۍ اخته دي او د سوداګرۍ په ځواک کې زياتره پلورنکي هم په دې خپلو درواغو برملا اعتراف کوي چې پرته له درواغو زموږ سودا نه کېږي.
خو دوى ساده ګان نه پوهيږي چې په دې سره خپلې روزۍ ته څومره زيان رسوي په ظاهري بڼه به اګر که ګټه زياته لاس ته راوړي خو په حقيقت کې بيا بې برکتي، ناروغي، کورني اختلافات، او د اولاد نافرماني تل د داسې خلكو ميلمانه وي.
نو بيا کله په زرګونو روپۍ پخپل رنځ مصرفوي خو څه مثبته پايله يې نه په سترګو کېږي او کله د خپل اولاد نه دومره په تنګ راشي چې د ژوند نه يې بيا د مرګ لپاره ډېرې دعاګانې غواړي.
نو عموماً سوداګر په سوداګرۍ کې رښتياو طرف ته ډېر لږ مخ اړوي نو ددوى د درواغو او درغليو د ډېروالي له امله پيغمبر صلى الله عليه وسلم فرمايلي چې “سوداګر به په ورځ د قيامت کې د فاجرانو په صف کې پورته کولاى شي” ولې چې ددوى ټول نظر د پيسو په لاس ته راوړلو وي نو هغه که د هر ممکن لارې کېدلاى شي <اګر که د دين سره مو په ټکر کې ولې نه وي> نو دوى ترينه درېغ نه کوي.
يو لورې ته که شريعت خپل ځان، فاميل لپاره د حلالې روزۍ برابرولو باب کې هڅونه کړې خو بل لورې ته يې بيا د شريعت ضد لارو د مخنيوي امر هم کړى.
أما د پورته ذکر شوي حديث موخه دا نه ده چې ټول تجاران به په همدې مذموم صف کې وي بلکې حديث کې ورپسې جمله او يو بل حديث کې د هغه سوداګرو ستاينه او زيرى راغلى چې کوم پخپل تجارت کې درواغ، او درغليو ته ځاى نه ورکوي او سوداګري يې په صداقت، اخلاص، ولس سره خواخوګۍ باندې ولاړه وي چې دغه ډول تجاران به په ورځ د قيامت کې د انبياو، صديقينو سره يو ځاى وي.