۱۳۹۴ د ثور ۱
د پوهنې نوی وزیر ښاغلی اسدالله حنیف بلخي د ولسمشر د دویم مرستیال قانونپوه سرور دانش له لوري د وزارت کارکوونکو ته ور وپېژندل شو او رسماً یې خپله دنده پیل کړه.
په هغې غونډه کې چې له همدې امله جوړه شوې وه، د جمهوري ریاست دویم مرستیال قانونپوه سرور دانش، په ولسي جرګه کې د خلکو یو شمېر استازو، د پوهنې وزارت معینانو، رییسانو او کارکوونکو ګډون کړی وو.
د پوهنې وزارت سرپرست او د اسلامي زده کړو معین ډاکټر شفیق صمیم د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش، د پوهنې نوي وزیر اسدالله حنیف بلخي او نورو مېلمنو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د پوهنې وزارت کارکوونکو، ښوونکو او زده کوونکو ته د پوهنې د وزیر په توګه د ښاغلي حنیف بلخي د ټاکل کېدو او د کار دپیل مبارکي وویله او نوموړي ته یې د لوی خدای (ج) له درباره په خپلو چارو کې د بریالیتوب هیله وکړه.
وروسته د ولسمشر دویم مرستیال ښاغلي سرور دانش خبرې وکړې او د محترم اسدالله حنیف بلخي کاري سابقې، ښه مدیریت او تحصیلاتو ته ��ه کتو سره یې وویل، چې د پوهنې د وزیر په توګه به ښاغلی بلخي د افغانستان د ښوونیز نظام د لاپرمختګ هڅې وکړي او هیله یې وښوده، چې نوموړی به د یو متوازن او باکیفیته ښوونیز نظام په پیاوړتیا او پراختیا کې هر اړخیزې هلې ځلې وکړي.
په پای کې د پوهنې وزیر اسدالله حنیف بلخي د خپلو لنډو خبرو په ترڅ کې د حکومت او ولسي جرګې له باور څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې د خدای ج په مرسته، د افغانستان د غیور ملت په ملاتړ او د خپلو علمي تجربو پر بنسټ به د یو اسلامي او پرمختللي اکاډمیک ښوونیز نظام په پیاوړتیا او پراختیا کې تر وروستي بریده هڅه او هاند وکړي.
د یادولو ده، چې ښاغلی اسدالله حنیف بلخي د مولوي محمد حنیف بلخي زوی په ۱۳۳۶ لمریز کال کې د بلخ ولایت د مزار شریف ښار په یوه روحاني کورنۍ کې زېږېدلی او په ۱۳۵۵ لمریز کال کې د یاد ولایت د امام ابو حنیفه له عالي مدرسې څخه فارغ شوی دی.
ښاغلی بلخي په ۱۳۵۹ کال کې د کابل پوهنتون د شرعیاتو له پوهنځي څخه فارغ او په ۱۳۶۹ کال کې د سعودي عربستان د ام القراء له پوهنتون څخه یې ماسټري اخیستې ده. نوموړي په ۱۳۸۲ کال کې له یاد پوهنتون څخه د دوکتورا سند هم ترلاسه کړی. ښاغلی حنیف بلخي په ۱۳۹۱ کال کې د بهرنیو چارو په وزارت کې شامل او په کویټ کې یې د افغانستان د سفیر په توګه دنده پیل کړه.
د پوهنې وزیر اسدالله حنیف بلخي په مختلفو برخو کې د څو کتابونو پر تالیف او ترجمې سربېره د ښوونیز نصاب شپږ ټوکه درسي کتابونه له عربي ژبې دري ته اړولي، چې د علمي محتوا له مخې د خورا ډېر اهمیت وړ دي.
هغه لوحه خو مو دلوړو زدکړو نښلولي ورسره