مجید ژړاند-
کليوال ملګري ټولنې غړو د تلې میاشتې په لومړۍ نېټه ناسته وکړه، د کليوال ملګري ټولنې د رياست او رهبري شورا لپاره يې د نويو غړو د ټاکنو په اړه خبرې وکړې.
په ناسته کې د ملګرو له نظرونو څخه وروسته د مېزان اوومه نېټه د کليوال ملګري ټولنې د ریاست او رهبري شورا د غړو د ټاکنو ورځ وټاکل شوه.
د اساسنامې د اصولو سره سم د کليوال ملګري ټولنې د ریاست چارې موقت ریس ښاغلي سيف الله مبارک ته وسپارل شوې، نوماندانو د تلې میاشتې شپږمې نېټې تر څلورو بجو پورې کولای شول، چې د نوماندۍ فورمې ډکې او ځان په رسمي ډول د ټولنې د رياست لپاره ونوموي.
د روانې میاشتې په اوومه نېټه د چهارشنبې ماسپښين دوه بجې د ټولنې رياست لپاره نوماندانو خپلې طرحې وړاندې کړې، چې ښاغلی قدرت الله نرميوال، مجيد ژړاند، ښاغلی انعام الله ګوهر اومحترم عبدالباري حميدي د ټولنې د ریاست نوماندۍ لپاره خپلې طرحې له ملګرو سره شريکې کړې.
کليوال ملګري ټولنې پخوانی ریس مجيد ژړاند له خپلې نوماندۍ څخه تېر شو، نوموړي وويل« يو کال ما د ټولنې د ریاست چارې سمبالې کړې، ددې لپاره چې په ټولنه کې تغير او تبديل اصل ته ژمن پاتې شوي يوو، نو زه له خپلې نوماندۍ څخه تېر او پاتې نوماند ملګري دې خپل بخت وازمايي.»
د کليوال ملګري ټولنې د ریاست لپاره ټاکنې تر سره شوې، چې په پایله کې انعام الله ګوهر د رايو په اکثريت سره د ټولنې د ریس په توګه وټاکل شو.
ورپسې د رهبري شورا د غړو لپاره هم ټاکنې تر سره شوې، چې عبدالعليم نوري، محمد انور اندړ، کريم نیازی، مرتضی وردګ، عبدالباري حميدي، انجنير شهزاده عصيم، حبيب الله حبيبي، جميل وقار، حبیب الرحمن تاثير، اجمل بلهار جلالزي، نقيب الله يون، نظر افغان، علم خان احمدي هم د ټاکنو په پایله کې د رهبري شورا غړي وټاکل شول.
وروسته انعام الله ګوهر ته د د مسووليت پګړۍ د پخواني ریس مجيد ژړاند، قدرت الله نرميوال او عبدالباري حميدي له لوري ورپه سر کړی شوه.
کليوال ملګري ټولنه هر کال د خپلو فعاليتونو د غښتلتيا په موخه د ټولنې د رياست او رهبري شورا د غړو لپاره ټاکنې تر سره کوي، چې دا يې پنځم ټاکنيز پړاو دی، چې انعام الله ګوهر د ټولنې د ریاست واګي تر لاسه کوي.